د عرفې د ورځې دعا
د عرفې د ورځې دعا
دوي ډيرځله پياده حج کړی ؤ[1] د غالب اسدي زامن وايي د عرفې د ورځ په مازيګر د عرفات په دشته کې له امام حسين(ع) سره وو، هغه حضرت ډير په عاجزۍ او خشوع سره له خيمې راووت او له يو شمېر اصحابو سره د غرۀ په ګس اړخ ودريد، مخ يې د کعبې په لور واړوو او د يو کمزوري حاجتمن او سوالګري په شان يې اسمان ته لاسونه اوچت کړل او دا دعا يې وکړه: (د دعا د ځينې برخو ترجمه)
"حمد و ثنا د هغه خداي ده چې هيڅ يو څيز د هغه قضا او غوښتنه نه شي درولی او د هغه د بخښنې مخه نشي نيولی. په سخاوت او کرامت کې د هغه لاس خلاص دی او هر يو څيز يې په خپل حکمت سره نيک او مناسب جوړ کړی دی څوک چې پټ کارونه او عملونه کوی خدايي ته پټ نه دي او څه چې هغه ته وسپارل شي نه ضايع کيږي.
ای لويه خدايه! تا ته ولاړ يم، تا ته مې پناه راوړې ده او ستا په خدايي توب ګواهي ورکوم اعتراف او اقرار کوم چې ته زما پنځوونکی يې او هم تاته به درګرځم تر دې مخکښې چې زه څه جوړ شم. په ما دې نعمت وورولو او زه دې له خاورې پيدا کړم، بيا دې زه صحيح او سالم دنيا ته راوستم. په وړوکوالي کې دې په زانګو کې له هرې بلا وساتلم او د خوږو خواراکونو پۍ دې زما روزي کړل، د روزونکو زړه دې په ما مهربان کړو او زړه سواندې مور دې زما روزنې ته وبلله، زۀ دې له پټو شرونو او پيريانو وساتلم او له کمۍ زياتۍ دې په حفاظت کې کړم، نو ای لويه خدايه! ای رحيمه او رحمانه! نو کله چې زه په خبرو شوم په ما دې خپل نعمتونه وورول او په کلونو کلونو دې زه لوي کړم تر دې چې خلقت مې بشپړ شو.
خدايه! زۀ ستا کوم کوم نعمت ياد کړم يا ستا د کومو لورينو او پيرزوينو شکر وکړم ځکه چې ستا نعمتونه او بخښنې تر دې زياتې دي چې شمېرونکي يې وشمېري، يا پرې حساب کوونکي خبر شي، هغه بلاګانې او کړاوونه چې زه دې ترې ساتلی يم له هغې سلامتۍ، روغتيا او اسانيو زياتې دي چې ماته دې راکړي دي، خدايه! زۀ تا د خپل ايمان په حقيقت ګواه نيسم او که فرضا ټول عمر ژوندی پاتې شم او وغواړم چې ستا نعمتونه وشمارم بيا هم د دې توان نه لرم، خدايه ما داسې کړه چې له نا داسې وويريږم لکه تا چې وينم او ما د پرهيزګارۍ او تقوي په نعمت نيکمرغه کړه او د ګناه او نافرمانۍ په وجه مې مه بددختوه.
ای لويه خدايه! ما ته په روح او بدن کې بې نيازي، په زړه کې يقين، په عمل کې اخلاص، په سترګو کې رڼا او په دين کې بصيرت او سترګې عطا کړه. خدايه! که ستا نعمتونه شمېرل غواړم نو نه يې شم شمېرلی. ای پروردګاره! ستا کرم او سخا ډيره زياته ده او ټوله ثنا ستا ده. خدايه زه په خپلو ګناهانو داده کيږم، ما وبخښې او له ګناهونو مې تېر شې".
دا دعا ډيره اوږده ده او ډيره زړه راښکونکې ده خو ما د اختصار لپاره دا لږه غوندې ذکر کړه. (دا ټوله دعا شيخ عباس قمي(رح) په خپل کتاب "مفاتيح الجنان" کې نقل کړې ده)
هغه ورځ امام حسين د دې کتاب په لوستو سره زړونه داسې خداي ته راکاږل چې ټولو کسانو وژړل او دې دعا ته يې امين وويې.
[1] . مناقب ابن شهر اشوب ج3 ص224. اسد الغابه ج2 ص20.
Add new comment