د امام حسين عليه السلام ځينې ويناوې

امام حسين عليه السلام خپل زوی امام زين العابدين ته په وصيت کې فرمايي: ای زويه! له ظلمه ځان وساته، په تېره بيا په داسې کسانو له ظلمه چې له خدايه پرته بل څوک نه لري (ځکه چې خداي د داسې مظلوم بدله ډير زر اخلي) • يو سړي له امام حسينه وغوښتل چې د دنيا او ا

•    امام حسين عليه السلام خپل زوی امام زين العابدين ته په وصيت کې فرمايي: ای زويه! له ظلمه ځان وساته، په تېره بيا په داسې کسانو له ظلمه چې له خدايه پرته بل څوک نه لري (ځکه چې خداي د داسې مظلوم بدله ډير زر اخلي)
•    يو سړي له امام حسينه وغوښتل چې د دنيا او اخرت د ښيګړې په حقله ورته څۀ وليکي، امام حسين عليه السلام ورته وليکل: بسم الله الرحمن الرحيم. څوک چې د خداي رضا غواړي او د خداي خوشحالي د خلقو په غصې خرڅه نه کړي، نو خداي به يې په هره چاره او د خلقو په چارو کې بې نيازه کړي او څوک چې د خلقو رضا غواړي او د خلقو خوشحالي او رضا د خداي په غصه واخلي نو خداي يې خلقو ته پريږدي (يعنې خداي ورځنې خپل کرم او رحمت واخلي)
*  امام حسين عليه السلام ته يو سړی راغی او ورته يې وويل چې زه په ګناهونو کې پټ يم او له خپلو ګناهونو نه شم تښتيدلی. ما ته نصيحت وکړه. امام حسين عليه السلام ورته وفرمايل چې پينځه کارونه کوه نور چې دې زړه کومه ګناه غوښتله کولی يې شې:
1. د خداي له نعمتونو استفاده مه کوه، هله ګناه ته مخ اړوه.
2. که د خداي له دنيا، حکومته او سرپرستۍ وتلی شې نو ګناه کوه.
3. داسې ځاي ته لاړ شه چې خداي دې نه وينی، بيا چې دې څه زړه غوښتل کوه يې.
4. که د مرګ په وخت خپل روح د خداي له فرښتې ساتلی شې نو کومه ګناه چې دې خوښه وي کوه يې.
5. او که دا طاقت لرې چې کله دې د دوزخ په اور کې اچوي نو ته ترې ځان بچ کړې نو بيا هم ګناه کولی شې.
(نو ته دا پينځه کارونه نه شې کولی پکار ده چې ګناه ونه کړې)
** امام حسين عليه السلام وفرمايل: ای انسانه! ستا هستي او پانګه (سرمايه) ستا عمر دی. ستا د عمر هره ورځ چې تيريږي، ستا د وجود يو ټوټه کميږي (نو پام کوه چې له عمره دې سمه استفاده کوې او که نه هغه فضول او بې ځايه تېروې)
له امام حسين عليه السلام څخه وپوښتل شول چې په څنګه حال کې دې صبح کړه يعنې سهار په څنګه حال کې راپاڅيدې؟ امام وفرمايل: په داسې حال کې راپاڅيدم چې زما خداي او پروردګار ما ويني، د جهنم اور زما په وړاندې دی او مرګ راپسې دی چې راومې نيسي، په دنيا کې او اخرت کې مې هر څه په حساب کتاب دي او زۀ په خپلو اعمالو پړ يم. داسې نه ده چې څه غواړم هغه وشي او ورته ورسيږم او څه چې مو نه دي خوښ او نه يې غواړم. له ځانه لرې کړی شم ځکه چې ټولې چارې د بل چا(خداي) په لاس کې دي که وغواړي عذاب راکوي او که خوښه يې وي بخښي مې. نو کوم يو فقير تر ما ډير فقير دی.
ì امام حسين عليه السلام فرمايي: ځينې کسان د جنت او بهشت په اميد د خداي بندګي کوي چې دا بندګي او عبادت د تاجرانو او سوداګرانو عبادت دی، ځينې خلق  د جهنم له ويرې د خداي عبادت کوي چې دا د غلامانو او مريانو عبادت دی،(يعنې که د مالک له سزا ونه ويريږي خبره نه مني) او ځينې کسان د خداي عبادت د شکر او د نعمتونو د مننې او شکريه لپاره کوي چې دا د ازادو او پتمنو عبادت دی او دا د عبادتونو تر ټولو لوي او ښه ډول دی.
ì خداي تعالي د هيچا طاقت تر هغه وخته نه کموي چې فرائض او واجبات يې کم نه کړي او د چا وس تر هغه وخته نه کموي چې ذمه وارۍ او دندې يې کمې کړي (يعنې هر چاته د هه د طاقت او وس مطابق ذمه واری او فرض سپاري).
ì ستاسو بدله له جنته علاوه بل څۀ نه ده نو ځان په نورو مه خرڅوئ ځکه څوک چې په دنيا راضي شي (يعنې مقصد يې يوازې د دنيا ګټل وي) نو په ډير سپک او پست شي راضي شوی دی.
ì د حقو له مننې او پيروۍ علاوه عقل په بل څه نه کامليږي.
ì د تيرو نعمتونو شکر د دې سبب کيږي چې خداي پاک تا ته نور نعمتونه درکړي.
ì يوازې هغه کس امانت دار بوله چې له خدايه ويريږي.
ì له امام حسينه پوښتنه وشوه فضيلت او لوړاوی په څه کې دی؟ وې فرمايل: د ژبې مالکيدل (يعنې په خپلې ژبې کنټرول) او نيکي او ښيګړه کول
 

Add new comment