د وحي پيل

اوس به راشو د خداي د رسول(س) د ژوند يو حساس پړاؤ ته. پيغمبر(ص) څلويښت کاله په داسو خود سرې او ګمراه ټولنې کې تېر کړل چې د تمدن او انسانيت هيڅ نښه نښانه پکې نۀ وه. دغو حالاتو په د خداي د رسول(ص) روح ازارولو. پيغمبر(ص) به په خپلې ټولنې کې تشه تيارۀ ليدله، له هغه ځايه به راوتو او نورو خلقو ته به ورغی خو په هر ځاي کې د خپل قوم په پليتو عادتونو او فکرونو غمژنيدۀ. د ښځو له دومره سپکاوي او بې عزتۍ، د شرابو او جوارۍ، ورور وژنې او جنايتونو به ډير متاثره کيدۀ. له دغو ټولو کړاوونو او غمونو د بچ کيدو لپاره به يې داسې ځاي ته تلل غوښتل چې روح يې په ارام شي نو ځکه به د حرا غار ته تللو او هلته به يې د خداي د رحمت اثار او د پيدايښت مشاهده کوله.
پيغمبر(ص) چې کله د څلوښتو کالو شو نو د خپل اسماني او جهاني رسالت او پيغام د رسولو لپاره يې ځان تيار کړو. يوه ورځ د حرا په غار کې ؤ چې ناڅاپه د وحي فرښته يعنې جبرائيل پرې نازل شو او وې فرمايل: "ولوله!" حضرت محمد(ص) وفرمايل: "څه ولولم؟" او حالت يې ډير عجيبه شو. دا اواز يې يو وار بيا واوريد چې ډير روښانه يې وويل: "ولوله ای محمده(ص)" او دريم ځل جبرائيل وويل: "ولوله د خپل پروردګار په نامه چې پيدا يې کړل. انسان يې له کچه وينې پيدا کړل، ولوله! او ستا خداي تر ټولو کريم دی. خداي پاک چې انسان ته يې د ليکنې تعليم ورکړو او هغۀ ته يې هغه څۀ وښودل چې د هغه نه ؤ زده"
د پيغمبر(ص) په ټول وجود کې هيجان او جذبه رامنځته شوه ځکه چې له يوې لوړې او لوي دنيا سره يې رابطه ټنيګه شوې وه. له فرښتو، جبرائيل(ع) او خداي پاک سره يې دابطه پيدا کړې وه. د هغه روح ته پاک، لوي اطمينان او ملاتړ او د مينې ډکه پيژنګلو حاصله شوې وه. په ځان کې يې د پيغمبرۍ طاقت محسوس کړو او ويره او انديښنه يې له وجوده ووته. هر څۀ ډير په اطمينان او ارام سره تېر شول.
ځينو مشريکينو او لويديځو ليکوالو ويلي دي چې پيغمبر(ص) په حرا غار کې د انجيل او د نورو پيغمبرانو د تعليماتو مطالعه کوله او په فکر او سوچ کې به ؤ. د دې جملې مطلب دا دی چې پيغمبر(ص) يو داسې کس ؤ چې په انجيل او تورات کې په مطالعې سره يې له ځانه د اسلام دين ايجاد کړی ؤ يعنې د دغو کتابونو مطالعه يې کړې وه او د هغې په استفادې سره يې د اسلام دين ايجاد کړی ؤ. خو شواهد او نښې نښانې د دې په خلاف دي چې ځينو ته يې اشاره کوم.
1.  که پيغمبر(ص) قران له انجيله او يا د نورو پيغمبرانو له زده کړو راخستی ؤ نو پکار وه چې د قران او تورات و انجيل مطالب يو شان وی حال دا چې د قران او دغو په مطالبو کې د زمکې او اسمان فرق دی.
2.  د قران ښکلي عبارتونه او د جملو جوړښت چې د قران مجيد د نازليدو د وخت ټول لوي لوي اديبان يې په ګوډو کړي دي ثابتوي چې د اسلام پيغمبر(ص) له خداي پاک سره نيغ په نيغه رابطه لرله او بې شکه دا ټکي، عبارتونه او جملې په هيڅ کتاب کې نشته چې پيغمبر(ص) ترې زده کړي وي.
3.  په هيڅ معتبر او اصلي مدرک او کتاب کې د دې خبرې دليل نشته بلکې دا د عيسايانو پاپانو او دلويديځ غرضي مشرقينو له خپله ځانه جوړه کړې ده.
4.  که قران له تورات او انجيله جوړ وی نو هغو کسانو به چې پيغمبر(ص) ورته د قراني ايتونو د جوړولو چيلنج ورکړی ؤ د تورات او انجيل په استفادې سره داسې ايتونه جوړ کړی وی او بې له څۀ کړاوه به يې د قران مقابله کړې وی.
ټول دا عقيده لري چې پيغمبر(ص) له چا انسانه زده کړه نۀ وه کړې. نو هيڅ عاقل په دې باور نه کوي چې هغه کس چې سبق يې نه وي ويلی داسې نړيوال کتاب چې له معارفو او حقائقو ډک دی ډالۍ کړي له دغو کسانو بايد پوښتنه وشي چې پيغمبر(ص) چې ليک لوست يې له چا نه ؤ زده کړی، د تورات او انجيل مطالعه څنګه وکړه؟ او څنګه يې ترې قران جوړ کړو؟

Add new comment