امریکا پر ایران نور بندیزونه هم ولګول

د پریس ټي وي د راپور له مخې د امریکا د شتمنۍ وزارت شل نور ایراني شرکتونه او شخصیتونه د بندیزونو په نوم لړ کې زیات کړي .
دا وزارت وايي دا شرکتونه او شخصیتونه له ایران سره په غیر قانوني ډول د اتومي انرژۍ په لاس راوړلو کې مرسته کوي .
په دې شرکتونو کې د آبان ایر هوايي شرکت ،او  ډي ایف اس ، ایور یکس او پیترو ګرین شرکتونه شامل دي  .
پرون هم د امریکا کانګریس د ایران په موټر جوړنې کانونو او د اسعارو په زیرمو بندیزونه ډير کړي ؤ .
دا ټول په داسې حال کې دي چې د اتومي انرژۍ نړیوال اژانس تر اوسه د ایران په اتومي پروګرام کې کوم کوږوالئ او انحراف نه دئ تثبیت کړئ ،

Add new comment