تهران داسلامی ویښتیااودینی عالمانونړیوالې غونډې کوربه
دوستانواسلامی ویښتیااوس یوه اغیزشیندونکي اوخوځنده ښکارنده پيژندل کیږي چې په سیاسی معادلاتوکې ئې خپل مقام اوحیثیت ثبت کړی دی . دغه بدلون په عین حال کې په بیلابیلوسیمه ایزواونړیوالوډګرونوکې د بشپړتیاپه بهیرپه بدلیدادی اوپه داسې لارې روان دی چې په نړیواله سویه په یوه رول لوبونکي بهیرپه بدلیدادی
داسلامی ویښتیایوه بریاداسلام په جغرافیائی پراختیاکې داسلام د سیاسی حیات نوي کیدا ده .
ددغې ښکارندې اغیزې په سیمې کې دلاسپوڅو حاکمیتونو او دیکتاتوري قدرتونو په دړې وړې کیداکې لیدل کیدلی شي .دغه بهیرمینځني ختیځ د یوه نوي بدلون په درشل کې وروستلی دی او دنړۍدجیوپولیټيک یوه برخه د ماډرن شرائطوپه تجروبه کولوپه حال کې ده چې سرچینه ئې دسیمې د مسلمانوملتونواسلامی پاڅون دی .
اسلامی ویښتیامسلمان ملتونه له انفعالی حالته ویستلي اوپه چټکۍسره د اسلامی نړۍ په جغرافیاکې له تیرو لسیزو څخه پاتې پر وراستو نظامونو ئې اغیزې وشیندلې .
اسلامی ویښتیا په حقیقت کې په مینځني ختیځ کې دیوه سیاسی او ټولنیز رنسانس دبیلیداپه معنا کیدلی او دغې لیدتوګې ته په پام سره داسلامی ویښتیا په بهیر کې یولړ فرصتونه اوګواښونه څیړل او سپړل کیدلی شي
په مصر،تیونس،یمن او بحرین کې داسلامی ویښتیاله بهیره راپورته شوي بهیرونه په تیرو دوو کلونوکې دهغو سپکاوي کونکی ا وظالمانه انډول چې لویدیځ سلطه ګرو او اړونده واکوالانو په وروستیو یو سل پنځوسو کلونو کې دسیمې پر ملتونو تپلي وو بدل کړ او دسیمې په تاریخ کې ئې نوي تاریخ ولیکه .
دغه لوي بدلون په سیمې کې دامریکاپرلاسوهونکوسیاستون لازیاتې اغیزې شیندلي دي . امریکا چې دبشری حقوقو په شعار او ددیموکراسۍ په ژمنې سره ئې په پرله پسې کلونو کې هڅه کړې ده خپل پلانونه پر مینځني ختیځ سیمې دسلطې اودخپل مقام دپیاوړتیالپاره اجراکړي،اوس د اسلامی ویښتیا په نامې سره له یوه حقیقت سره مخامخ ده چې دامریکا د نوي مینځنی ختیځ تیوري ئې له چلینج سره مخامخ کړې او سبب شوې چې د امریکا دنوي او ماډرن مینځني ختیځ پلان په هماغه مرئ کې پاتې شي
له دې امله امریکا اوس دخپل سیمه ایزې هژمونۍ(باؤؤ) دثبتیتولو د سیاست په چوکاټ کې داسلامی ویښتیاداصیل بهیرپه ځپنې اویامصادره کونې پسې ده
داسلامی ویښتیا دلارې دبدلولو اویا ورسره دمقالې لپاره دامریکا سټراټيجي په دوو لورو کې یعني ، یو وسپنیز سوک او بل هم په مینځني ختیځ کې له سټراټیجیکو پلانونو څخه په استفادې سره دامریکا داسلامی ویښتیا دښکارندې دبې لارې کولو لپاره نرم جنګ او یا کلتوري جنګ دی
داسلامی ویښتیا دکنټرولولو لپاره دامریکا یوه روده دسورئې پشمول په سیمې کې دانحرافي بهیرونودمجبورولوله لارې ددرز اوتفرقې رامینځةکول دي . په داسې حال کې چې اسلامی ویښتیا دسیمې دملتونو یوه حقیقي غوښتنې څخه په اغیزمنې او عمومی ارادې په تکیې سره دډله ایزې پوهې څخه راپورته شوې ده چې دژورو سیاسی بدلونونو سبب شوې ده . په حقیقت کې اسلامی ویښتیادسلطه ګروقدرتونودحقیقي ماهیّت په درک او پيژندګلوۍ سره دیوه سیاسی او ټولنیز حرکت په توګه خپله لاره مشخصه کړې او په سیمه ایزه سویه دقدرت دانډول دبدلیدو سبب شوې ده
بې شکه داسلامی انقلاب دبیلګه ګرځیدا له امله داغیزوپه اوږدو کې ډيرو موئلفو دنړیوالو قدرتونو په مقابل کې داسلامی ویښتیا دحرکت په ساتنې اوخوځندوالي کې رول درلودلی دی . په هغو مولفوکې دسیمه ایزو او نړیوالو شخړو ډګر ته په انقلابي ځانګړتیاؤ سره دځوان نسل ورتل شامل دي
پردې اساس داسلامی ویښتیادحرکت خورا مهمې ځانګړنې ددغه خوځښت اصلي والی اودامریکاله سلطه پال اوله هغې سره داړونده بهیرونوسره دهغو شخصي مخالفت دی
په دې دلیل دی چې امریکاله انفعالي دریځه دوتلولپاره هڅه کوی د اسلامی ویښتیاانقلابي راپورته کیداوحرکت له خپل بشړیدونکي خوځښته وغړوي او دا دانقلاب ددغه حرکت آئيډیالي لرلید ته له رسیدا لیرې وساتي
په عین حال کې دمینځني ختیځ او شمالی افریقا په هیوادونو کې انقلابی پیښو دهغو دیکتاتوری رژیمونو بنسټونه چې پر دغو هیوادونو له تیرو څه دپاسه درولسیزوراهسې واکمن وو،ولړزول .دتیونس دیکتاتور زین العابدین بن علی حکومت پریښود او له تیونسه وتښتید
دتیونس له پيښووروسته دمصرآزادي غواړي مسلمان ملت هم حسني مبارک دامریکااواسرائیلو له بشپړ ملاتړ سره سره نسکور کړ او دا برخلیک د لیبیا اویمن ددیکتاتورانو لپاره هم رابرسیره شو او دبحرین اوعربستان واټونه هم دواکمنو دیکتاتورانو په ضد ددغو هیوادونو دآزادي غواړو او مسلمانو ملتونو دراپورته کیدا په ډګر بدل شوي دي .
**********************
دغه بدلونونه دسیمه ایزو اونړیوالو رسنیو او سیاسي ټولنو له خوا ډير سپړل شوي اوڅیړل شوي دی .په دې مینځومیان کې هغه څه چې له هر عامله زیات پرې ټینګار او توجه شوې ده ، داسلامی ویښتیا په وړاندې دخطرو، آفتونو او دښمنانوپيژندګلوي اودځينو هغوانحرافونودعواملو او علتونو تحلیل دی چې په اسلامی ویښتیابهیرکې رامینځةکیدلی اوداسلامی ویښتیا دموافقو او مخالفو ډلو په رامینځة کیدا بدلیدالی شي .
په دې زمینې کې ډيربحثونه مطرح دي چې داسلامی ویښتیا غوړیدا او ودې ته د تاوان رسولو لپاره دلودیځ دآوزارونو ټولګې او د رودو څيړنې ته اړتیا لري
دابدلونه بې شکه دفلسطین پرراتلونکي او دواکمنو مستبدو دیکتاتورانو په ضد په سیمې کې داسلامي امت دقدرت دنوي معادلاتو پر انځوریدا او د صهونیزم پر برخلیک اغیزې شیندي . له دې امله ډير زیات له استکباري دسیسو او ګواښونو سره مخامخ دي
په دې لړکې لودیځي هیوادونه اوله هغوي سره اړونده سیاسی او رسنئي ټولنې په القاءاتو او شکونو رامینځةکولو سره خپلې ټوله هڅې کارولي دي څوددغوانقلابونوله اسلامی ماهيّته دنړیوالونظرواړوي اودولسی اعتراضونوپه څپوپه سواریدا سره له خپلې اصلی لارې دعربانو د انقلابونو بهیر وغړوي .
په دغه ډول شرائطو کې په تهران کې داسلامی ویښتیا دنړیوال لومړني سیمیناردترسره کیداپه دوام کې داسلامی نړۍاودرستۍ نړۍ ددیني عالمانو د تفکر یووالی ، داسلامی ویښتیاد داخلی اوبهرنیوګواښونو او تاوانونو دپيژندګلوۍ لپاره یو مهم ګام دی
داسلامی انقلاب معظم لارښودحضرت ایت ا... العظمي سید علی خامنه ای د اسلامی ویښتیاپه لومړني نړیوال سیمینار کې پخپلې مهمې وینا کې چې داسلامی ،اروپآئی او امریکائی هیوادونودسلګونوپوهانواومتفکرانوپه شتون سره په تهران کې ترسره شوی،د اسلامي ویښتیاپه لوي بدلون کې د ژورتیاؤ او هغو تاوانونوپه لړکې چې دغه لوي بدلون ته متوجه دي ، مهمو ټکوته اشاره وکړه .
داسلامی انقلاب ستر لارښود داسلامی ویښتیا دحرکت په ضد دتاوانونو اوګواښونوپه باب روښانه کړه،هغه تاوانونه چې زیاتره ددغې سیمې ملتونو په بیلابیلو پيښوکې تجروبه کړي دي،دداسې عناصروواک ته درسولولپاره دلاسوهونکو قدرتونو اقدام دی چې ځانونه امریکا اولودیّځ ته اړونده ګڼي. دوي همداراززیاته کړې،لودیځ هڅه کوي داړونده مهرواوتالی څټوله نسکوریدا وروسته دقدرت اصلی سسټم او اړمونه وساتي څو له دې لارې خپلې سلطې ته هماغه راز دوام ورکړي
داسلامی انقلاب معظم لارښودخبرداری ورکړ چې دغه سناریودقانون او حکومتي ماډلونواو وړاندیزونو په چوکاټ کې داسې اساسونه کیدلی شي چې داسلامی هیوادونه یوځل بیاله لودیځ سره دکلتوری،سیاسی او اقتصادي اړوندوالي په لومې کې ښکیل شي اوپه انقلاب کې د اصیلو بهیرونو څنډې ته کولو سبب شي
داسلامی ویښتیا داهمیّت په بیانولو کې داسلامی ا نقلاب د معظم لارښود وینا له هغو ګواښونو سره دمقابلې دلارواودتاوانونو دپيژندلو ضرورت یادوي چې داسلامی ویښتیابهیرته متوجه دي .امریکاپه په اوسنیو سیمه ایزو اونړیوالوشرائطوکې له هغې ترهه ګرۍسره دمقابلې د مقابلې او دنړیوال امنیت له موضوع په آوزاری استفادې سره چې پخپله ئې رامینځةکړي ،وارمخکې جنګ ته ئې مخه کړې او نړیوالې سلطې ته درسیدا لپاره ئې دغې سټراټیجۍ په بشړتیا کې دنړۍ په څه دپاسه ۱۳۶هیوادونو کې دپوځی مرکزونو په جوړولو او دتالی څټو پوځیانو په دیره کولو سره ئې عملا وارمخکې جنګونو ته دنګلي دي
ددغه هدفمندتیري ښکاره مثال په ۲۰۰۱ او ۲۰۰۳کلونو کې دافغانستان او عراق دوو هیوادونو مستقیم نیواک ته اشاره کولی شو . دم ګړۍهم امریکادسلطه ګرولاسوهنودلمن په پراخیدا په تیره بیا دمینځنی ختیځ او شمالی افریقاپه سټراټیجیکوسیموکې دلاسوهنوپه پراخولو سره چې د ځینونړیوالو قدرتونو په ملګرتیا او ایئتلاف سره ترسره شوي . داسلامی عربی او دشمالی افریقادهیوادونودبدلونونوپه بهیرکې دلاسوهنې لپاره زمینه جوړوي څوپه سیمې کې خپل سلطه ګرشتون بیا تعریف کړي .
دغه سټراټیجي په مصر ،لیبااو همداراز دعراق او افغانستان په بدلونونو کې دانحرافي بهیرونوکې دلیدو وړ ده . پرسیکولر حکومتي ماډلونو او له حاکمیته دویښتیا دحرکت دلارې پرجلاکولو تمرکز،دسلطه ګرو قدرتونو لپاره یوسټراټیجیک هدف حسابیږي چې موخه ئې دمینځنی ختیځ په حساسې سیمې کې په سیاسی جوړښتونوکې دهدفمنې منظمیدالپاره هڅه او دلودیځ په ډول ددیموکراسۍ ماډلونو په چوکاټ کې دولسسی انقلابونو مصادره کول دي . دامریکا دسیمه ایزو او نړیوالو بدلونونوپه داسې حساس وخت کې همدارازله ترهه ګرۍسره دمبارزې په سناریوکې له اسلامه د ویرولو په چورلیزتوب سره ئې په دغې حوزې کې له ولسي پاڅونونو سره د نرم جنګ مقابلې ته مخه کړې ده
دا تاوان پيژندنه دې حقیقت ته په پام سره چې اسلامی ویښتیا په بیلابیلو ډګرونو کې دامریکا سلطه غواړی قدرت له خنډونو سره مخ کړی ، له ډير اهمیّته برخمنه ده
Add new comment