میرمنې ته سم نظرهغه دی،چې میرمنه ...

د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه ای،د رجب د مبارکي میاشتې په درشل کښې ،په ولسي ارګانونو ،رسنیو،قرآنې فعالیتونو،اجرايي دستګاؤ،کورنۍ دمسئلو ،حوزي، او پوهنتون په برخو کښې له سلګونو فعالومیرمنو سره په کتنه کښې وفرمایل، د کورنۍ د بنسټ پیاوړتیا، په کورنۍ کښې د میرمنې تکریم او درناوی ،د ټولنې دوه مهمې او بیړنۍ اړتیاوې دي .

د اسلامي انقلاب ستر لارښود زیاته کړه،د اسلامي انقلاب په جبهه کښې فعالې او کارنده میرمنې  باید د ایران له اسلامي انقلاب په دفاع کښې  خپل شتون ښکار  او زیات کړي .

  د رهبرۍ ستر مقام هغه وروستې پاتې والو ته په اشارې سره چې  نړیوال ډګر ته د میرمنو په باب د اسلام د فکري اصولو د انتقال په باب شته ،وفرمایل،د میرمنې د مقولې په باب د اسلامي جمهوریت د نظام او د حضرت امام خمیني (رح) د نوم په برکت ،ښه کارونه وشول ،خو زیات کار  ،یرغلیزې او د نورو له تیریو خوندي جبهې جوړیدو ته  اړتیا ده .

دحضرت آیت الله خامنه ای  په دې په ټینګار سره چې،د ښځو په اړه د ويښتیا د غورځنګ په زمینه کښې باید  په هیڅ  ډول ځنډ ونه شي ،د میرمنو په اړه د لویدیځ  خبره  سیاسي او پلان شوي وبللي او زیاته یې کړه،که څه هم دغه خبرې اترې اوس ظاهرا د اوج ټکې ته رسیدلي ،خو د ښځې په اړه د لویدیځ سیاست د ځوړتیا،انحطاط او سرټیټۍ په لور دی .

د اسلامي  انقلاب ستر لارښود وفرمایل،په کار کسب او  اجرايي دندو او څوکیو د ښځو کار کول کومه ستونزه نلري،خو هغه برخه چې ستونزمنه ده  او په حقیقت کښې  هماغه د لویدیځ خبره ده ،په لوړ اجرايي څوکیو د ښځو  د شمیر په زیاتیدو ویاړ دی .

 د رهبرۍ ستر مقام  وفرمایل دا چې  مونږ  په لوړو څوکیو او دندو کښې د ښځو په شتون ویاړو،غلط نظر او په حقیقت کښې د لویدیځ  د خبرې په وړاندې انفعال دی او هغه څه چې باید مونږ پرې ویاړ وکړو د  روڼ اندو،کلتوري ،سیاسي فعالو او مجاهدو میرمنو لوړ شمیر دی .

حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه ای،له انساني پلوه ښځې او نر ته د اسلام مساوي نظر ته اشاره  وکړه او ویې فرمایل،د اسلام له نظره هر یو که نر دی او که ښځه،،د خلقت له پلوه خپلې ځانګړنې لري،خو د انسان او ټولنیزو حقوقو  او معنوي ارزښتونو،او د معنوي تکامل  له پلوه له یوه بل سره هیڅ توپیر نلري .

د رهبرۍ ستر مقام،د میرمنې کرامت،عزت،فطري ظرافت او کارندوالی  په اسلام کښې د ښځې ځانګړنې وبللي او د اسلامي انقلاب په بریالي توب او له هغې وروسته پړاؤنوکښې د میرمنو جدي او فعال شتون ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه،د  اسلامي  انقلاب  په دفاعي جبهه کښې د فعالو، کارندو،عالمو،لیکوالو او متفکرو ښځو شتون باید،لا جدي ،روښانه او پراخ وي .

Add new comment