په ایران کښې د پانګونې لپاره د پاکستان د اقتصادي فعالانو غوښتنې زیاتي شوي

 د پاکستان د خیبر پښتونخواه په پيښور کښې د ایران د اسلامي جمهوریت قونصل حسن درویشوند ،د پاکستان په قبایلې سیمو کښې د دغه هیواد د ولسمشر له ځانګړې استازې او د خیبر پښتونخواه صوبې  له ګورنر  سره په کتنه کښې وویل  پاکستانیو سوداګرو  له تیر یوه کال راهیسې په ایران کښې د پانګونې  او دغه هیواد ته د سفر لپاره زیاتي غوښتنې کړي دي .

هغه وویل  د پاکسان د خیبر پښتونخواه له صوبې سره  د ایران  لخوا د کانونو د څیړلو ویستلو، کرهڼې، مالونو ساتلو  او بیلا بیلو برخو کښې د اړیکو د پراختیا لپاره ډیر ظرفیتونه موجود دي .

د پاکستان د د خیبر پښتونخواه صوبې   ګورنر  شوکت الله هم په دغه کتنه کښې وویل په دغه صوبه کښې د ایرانیو پانګه والو د پانګونې  لپاره هم زمیني شته  او  د دغه صوبي سوداګر په ایران کښې پانګونې ته لیواله دي .

د پاکستان د سوداګرۍ د خونې مشر حاجي غلام علی هم په دغه کتنه کښې وویل  پاکستان ته له ایران څخه د ګازو د نل لیکې انتقالول  د دې ښودنه کوي چې د دواړو هیوادونو اړیکې نوي پړاؤ ته ننوتې دي ،چې دا چاره د دواړو هیوادونو د اقتصادي ملګرتیاؤ د زیاتیدو لپاره د سوداګرو انګیزې زیاتوي .

Add new comment