اسلامی ویښتیااودیني عالمان : دمسلمانانو د ولیّ امرپه نظرکې

اسلامی ویښتیاچې داستکبار او ارتجاع ویندویان ، حتی په خوله ئې دنامې له اخستلو ډډه کوي  اوترې ویریږي،یوداسې حقیت دی چې اوس   تقریباپه درستې اسلامی نړۍکې  ئې نښې نښانې لیدل کیدلی شي . :
داسلامی انقلاب معظم لاښودحضرت ایت ا...العظمی سیدعلی خامنه اي  دغه خبره د: اسلامی ويښتیا اوعلماء ؛په نامه په تهران کې په نړیوال سیمینار کې  کړې ده
 داپریل په ۲۹نیټه  تهران  داسلامی نړۍ  په دغه سیمینار کې دسلګونو  نړیوالوشخصیتونوعالمانواوپوهانو کوربه ؤ  اودغه ولولناکه اوپرتمینه غونډه  داسلامی انقلاب دمعظم لارښود اودمسلمانانود ولی امر په وینا سره  پيل شوه  او تردوو ورځو پورې ئې دوام درلود
 دحضرت ایت ا... العظمی سیدعلی خامنه اي  په نظر کې  اسلامی ویښتیا یوداسې حقیقت دی چې  اوس داسلامی نړۍ او اسلامی امت  دمسئلو  په سرکې دی اوددغې ویښتیاروښانه اوڅرګندې نښانې په بشپړډول  ښکاره شوي دي .دمسلمانانو ولی امر  په دې باب فرمائی :،داسلامی ویښتیا غوره اوروښانه  نښه دعمومی افکاروپه تیره بیاپه ځوانې پرګنې کې لیوالتیا،داسلام دعظمت اولوړتیابیااحیاءسره دلچسپي او د حکومتونو او هغو مرکزونو،ستمګرو اوځیږوڅيروله ښکاره کولوسره لیوالتیاده چې دملتونوهستي اوشتمنۍئې دخپلوتیریګرواوبې رحمه سلطه غوښتنو په څیرپه تموکې  ځاي ورکړی .
 اوس اسلامی ویښتیایوې حساسی اوبرخلیک ټاکونکي مرحلې ته رسیدلې  اواړتیا لري څو فرصتونه اوچیلینجونه ئې په دقت سره وسپړل شي .دې ته په پآم سره چې داسلامی نړۍ شخصیتونه په تیره بیاداسلامی  عالمان اوپوهانوداسلامی ویښتیادغورځنګ په پرمخ بیولوکې  چورلیزي رول درلودلی دی ،  په دغه پړاؤ او مرحلې کې  خورا درنده دنده په غاړه لري .
اوس  دمسلمانو عالمانو ترمنیځ  همفکري او علمی فعالیتونه   اودهغوي لارښونکی رول  داسلامی ویښتیا دمشرانو دسمې لورنیونې اوخوځښت  سبب کیدلی شي .له بلې خوادنړۍمسلمانان هم له دوي تمه لري څوددیني شخړو،اختلافاتو اوانحرافاتواوداسلامی ویښتیاپه وړاندې له نورو ستونزو او چیلینجونو سره  جدي مقابلې ته مخه کړي  او دغه غورځنګ  خپلولوړوموخواوآئيډیاؤته ورسوي . په همدې باب  داسلامی ویښتیا او عالمانونړیوال سیمیناردبیلابیلواسلامی مذهبونودعالمانوترمینځ  د نظردتبادلې اومنطقي خبرواترولپاره جوړشوی څوداسلامی ویښتیا د غورځنګ  دلوړوموخواوپه دې کې دعالمانوچورلیزي رول  دلوبولو لپاره  یو فرصت شي
    اسلامی عالمان او پوهان هغه لومړني کسان دي چې  داسلام دسپڅلی دین  دظرفیتونوپه پيژندګلوۍاوداسلامی نړۍله ستونزواووروسته پاتیوالي څخه خبریدا  او داستکباري نړۍ او استعمارګرو دګواښونواو یرغلونو په درک سره  ئې داسلامي تمدن  داحیاء په لوردحرکت لپاره په اسلامی امت کې دویښتیا په ضرورت ټينګار کړی دی
 حضرت آیت ا... العظمی سیدعلی خامنه اي  دعالمانوداساسي رول په باب فرمائیلی دي :،دین پيژاندي روحانیون اوشخصیتونه هرچرته  د خلکوفکری مرجع  او د روحي بشپړتیاؤتکیه دي اوهرچرته چې  دلویو بدلونونو درامینځةکیدا په وخت کې ئې  په لارښونکي رول کې  او دغه راز  له خطروسره دخلکو  په مخامخیدا کې ئې دهغوي  د لیکو په وړاندې حرکت کړی دی،په هغو ي اوخلکوکې ئې فکری پيوندزیات کړی او خلکوته دلارې په ښودلوکې دهغوي دګوتې اشارو ډيرې اغیزې شیندلي دي
دمسلمانانو ولی امر باوري دی چې  دلویو بدلونونو په وخت کې  ددیني عالمانواغیزمن شتون  که څه هم  داسلامی غورځنګ  لپاره ډير ګټه ور اوبرکتناک دی،دامت ددښمنانواوله اسلام سره دکینه لرونکواو د اسلامی ارزښتونودحاکمیت دمخالفانولپاره یوه ناخوښه او اندیښمنونکې چاره ده .په همدې دلیل دښمنانوتل هڅه کړې ده څوله دیني مرکزونو  فکري مرجیعیت  سلب  اوحذف کړي  او دجعلی  اوله لودیځ سره داړونده عالمانو په رامینځةکولوسره  له هغو ي سره دملی ارزښتونو او اصولوپه سر په آسانۍ سره ورسره معامله وکړي . .
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي  په دې زمینې کې فرمائی:، نن سباداسلامی ویښتیادهیله منونکوحرکتونوپه پړاؤکې کله کله داسې صحنې هم لیدل کیږي چې له یوې خوادنامطمئنوفکري مرجیعیتونود انځورولولپاره دامریکااوصهونیزم دعملی هڅې اوله بل پلوه  دخپل ککړ اوزهرجن ټغرپه لورداهل دین اوتقوادارودکاږلولپاره له نفسیاتي خواهشاتو دډکې هڅې  ښودنه کوي . یو هغه شی چې  ددیني شخصیتونو او تقوادارو  عالمانو  په باب به هیڅکله هم  رامینځة نشي . البته  دین دار شخصیتونه اودیني عالمان  او دین پال  باید  ډير دقت او خیال وکړي :،
د اسلامی انقلاب معظم لارښود  په دې لړ کې ددیني عالمانو دنده دنورو خلکو په نسبت ډيره درنده ګڼي  اوباوري دي چې  دوی بایدپه هوښیارۍ اوډیر دقت سره  اوددښمن دچلولونواورودوپه پيژندلوسره  دهغوي دنفوذ لاره په کلی توګه وتړي  او ددښمن په دوکو کې رانشي  او دهغوي دوکې ناکامې کړي .حضرت آیت  ا...العظمی سیدعلی خامنه اي په دوام کې د دښمنانو دحیلو اوتمو په وړاندې پر هوښیارۍپه ټینګار سره  وفرمايل :، ددینا دشیانوپه رنګینودسترخوانونوکیناستل یوخورالوي آفت دی .د سرزورو او شتمنیو دخاودندانوپه احسان او صِلې ککړتیااو دقدرت او شهوت دطاغوتانو په وړاندې تسلیمیدل  او سرټيټی  له خلکو دجلا کیدا او دهغوي دباور او صمیمیَت دله لاسه ورکولویوخوراخطرناک  عامل دی.  هغه احسانمندي اوقدرت غوښتنه چې  دعنصروسستوالی دقدرت د قطبونو په لورګروهنې ته  وربولي ، په انحراف  اوفساددککړیدا زمینه ده.  عالمان دقرآن دغه آیت  بایدتل  په یاد ولري  چې فر مآئی :، دا دآخرت سرائ  یوازې دهغو کسانو لپاره ګرځوم چې په مځکې او فساد کې  د برلاسي اراده نه لري  او دپرهیزګارانو لپاره نیک  عاقبت دی :،

                                               *******************  
    بې شکه که  په اسلامی هیوادونو کې دیني عالمان او شخصیتونه  ویښ شي،داسلام رغنده احکامو اودقرآن کریم ژغورونکوژمنو ته لازیات پابنده ووسي ،نودهغوي ملتونه به هم دخپلوعالمانوروحیې او مقاومت  ته په کتنې سره  دخپلو موخو په لاره کې لاهوډمن  شي .  حضرت آیت ا... العظمی سیدعلی خامنه اي دحج سورې څلویښتم آیت ته په اشارې سره  چې  فرمائی :، او خداي له هغو کسانو چې هغه ته ئې مخه کړې اومرسته  ورسره وکړي ،(او دهغه ددین دفاع وکړي ) ورسره مرسته کوي، خداي لاپیاوړی او ماته نه خوړونکی دی :، داسلامی ویښتیا دغورځنګ  عالمانو اوشخصیتونو ته په خطاب کې فرمائي :،په الهي ژمنودریدا ، صبراو بصیرت  به وتوانیږي  دغه ویاړمنه لاره داسلامی تمدن تررسیدا پورې داسلامی امت په وړاندې هواره کړي :،
دمسلمانانو دولی امرپه نظرکې داسلامی ویښتیادغورځنګ نهائی موخه داسلام دځلانده تمدن رامینځةکیدا ده چې  دخدآي په ژمنو په باور  اوپه دوامدارو  اوتعقیبونکو هلوځلو سره به  ترلاسه شي . په دې باب اسلامی عالمان اسلامی امت اوصالحوواکوالانوسره مرسته کولی شي او د حکیمانه مدیریت په غوره کولوسره داسلامی ویښتیاغورځنګ  د اسلامی تمدن د لاماډرن کولوپه لورئې لارښونه کولی شي .همداراز دامت عالمان  داسلام په احکاموپه عمل  اودالهي ارزښتونوپه پراختیا سره  د ویښتیا دغورځنګ دیني بنیادونه او معنوي  جوهره پیاوړي کولی شي  او د خپل رسالت په ترسره کولو سره  په وړاندې چیلینجونو اوګواښونو سره د اسلامی نړۍ جدي  مقابلې سره مرسته کولی شي.
حضرت آیت ا... العظمی  په دې نظر دی چې داسلامی ویښتیا دغورځنګ په وړاندې یومهم چیلینج ملتونواوحکومتونوته دمستکبرانو دروغجنې ژمنې دي .داسلامی انقلاب معظم لارښودپه دې باب فرمائی:،ددوی ژمنې  اوتمې باید په لوي ولسی  خوځښت کې   او دسیاسی شخصیتونوپه ګام پورته کولو اوفیصلو کې  اغیزې ونه شیندي،هغه کسان چې  په پرله پسې کلونو کې ئې  دامریکا په ژمنو  زړونه خوشال کړي دي  او له ظالم سره ئې بیعت  دخپل سیاست اوکړن  لارې  اساس جوړکړی،نه دي توانیدلي  دخپل ملت  دکارکومه غوټه پرانیزي،یاله ځان اونوروکوم ظلم اوکړاؤ  ختم کړي.دوئ دامریکاپه وړاندې په تسلیمیداسره نه دي توانیدلي  دهغو کنډوالوحتی  په هغه ټاټوبي کې دفلسطینیانو یو کور چې   دفلسطینیانو دی،مخه ونیسي .هغه سیاستوالان اوشخصیتونه چې   داستکبار دجبهې دتمو لیوال او دهغوي دګواښ تر اغیزولاندې ورشي  او داسلامی ویښتیا لوي فرصت له لاسه ورکړي،بایدله دغه الهي ګوآښه وویریږي چې  د ابراهیم  سورې په ۲۸ او ۲۹ آیتونو کې فرمائی :،آیا هغه کسان موونه لیدل چې دخداي نعمت ئې  په کفران بدل کړ  اوخپل قوم  ئې دارالبوار (دنیستۍ او نابودۍ وادۍ ) ته ورکش  کړي . (دارالبوار )هماغه جهنم دی  چې دوي به ورځي   او داډير بد ځاي دی :،
   له بلې خواداسلامی ویښتیادمخ په وده غورځنګ په وړاندې چلینجونه اوستونزې   دژوند په سټایل ،اخلاقو او سیاست کې له لودیځه تبیعیت دی.دمسلمانانوولی امراوداسلامی انقلاب معظم لارښود  حضرت آیت ا...العظمی سیدعلی خامنه ای دلودیځ له سیاستونود فاسدو عربی واکوالانو تبیعیت ته  اشاره کوي او فرمائی :،  مسلمان هیوادونه  د مستکرو حکومتونوله کلتور اوسیاسته  دپیروۍپه څه دپاسه یوې پیړۍ کې داړوندوالي سیاسی ذلت،اقتصادي بې وزلۍ،اودغه راز دشرمونکی علمی شاته پاتیوالي،فضیلت اواخلاقودله مینځه تلوپه څیرله بوږنونکو آفتونوسره مخامخ شوي ، او دا په داسې حال کې وو چې  اسلامی  امت  په دغو ټولو ډګرونو کې  له ویاړمنې مخینې برخمن ؤ :،   دوئ  همداراز  په دوام کې دعالمانو درندې دندې ته اشاره وکړه  ګډون والو ته ئې په خطاب کې  وفرمائیل :، ددښمن   اوغلیم چل ول  او دوکه  هیڅکله له نظره لیرې ونه ساتئ . زمونږ غفلت اولټي  دمونږ دښمنانولپاره  یو فرصت دی،مونږ ته دامام علی علیه السلام درس دادی چې فرمآئی:،هرهغه کس  چې ویده شي ،  دهغه دښمن نه ویده کیږي.

Add new comment