په قرآن مجيد کښې د حضرت عيسی عليه السلام عظمت

په قرآن کښې د حضرت مسيح عليه السلام لوړتياوۍ څيړنه او د مسيحيانو مقدس کتاب سره د هغه اجمالی مقايسې نه پس د هغۀ حضرت په باره د دي دوو مقدسو کتابونو کښې ډير زيات اختلاف وجود لري.د ګفتار او د کردار تناقض (۱)  او هغۀ حضرت ته د ګناه او دککړتيا نسبت ورکول او د هغۀ  حضرت بی حرمتی

چې د داسې لوې شخصيت شان سره  هډو سمون نه لري، دغه د مسيحيانو د مقدس کتاب په ضعيف شونې دلالت کوي.خو قرآن مجيدپه ډيرو زياتو آياتونو کښې د حضرت مسيح عليه السلام حقيقی عظمت معرفی کوي او د هغۀ حضرت شخصيت په باره د مسيحيان ناوړو او ناسمو عقيدو مخالفت کوي، چې مونږ يې په دې ليک کښې د قرآن مجيد په رڼا کښې د دې عظيم الشان پيامبر عليه السلام د شخصيت څيړنه کول غواړو.

د زيرې ورکونې مسيح (ع):

هغه لومړې مبارک آيت چې د مسيحيانو او د مسلمانانو تر منځ  فصل الخطاب  په توګه قرار کيدې شي،د حضرت عيسی عليه السلام  له لورې د آخري پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه وآله وسلم د راتلو زيرې ورکولو آيت دے، چې فرمائي: (په ياد کوئ) هغه وخت چې عيسی ابن مريم وويل: اے بنی اسرائيلو! زه ستاسو ته د خداے پاک له لوري راليږل شوې پيغمبر يم په داسې حال کښې چې  زه د  ما نه وړاندې نازل شوي کتاب (تورات) تصديق کونکې او د اخرين پيامبر حضرت محمد صلی الله عليه وآله وسلم  زيرې درکونکې يم چې نوم يې احمد دے، خو چې کله هغه (احمد) په روښانه دليلونو او معاجزو سره هغوي ته راغې، نو هغوي وويل: چې خو دا ښکاره کوډې او جادو دے. سوره صف/۶.

د دې مبارک آيت ته پام سره، حضرت عيسی عليه السلام خپل قوم ته د څو خبرو څرګندول غواړي: اول دا چې زه آخری پيغمبر نه يم، دويمه دا چې پس له ما به يو بل پيغمبر راځې، دريمه چې د هغۀ نوم به احمد وي.

په قرآن کښې د حضرت عيسی (ع) خلقت او منزلت:

د حضرت عيسی عليه السلام سره مربوطو مهمو مسئلو څخه د هغۀ حضرت د خلقت مسئله ده. قرآن مجيد د حضرت عيسی عليه السلام خلقت د حضرت آدم عليه السلام خلقت په شان ګڼي او فرمائي: (د خداے پاک په نيزدې حضرت عيسی (ع) د حضرت آدم عليه السلام په شان  دے چې له خاورو مو پيدا کړ او بيا مو ورته وويل: چې په وجود کښې راشه او هغه هم په وجود کښې راغې). العمران / ۵۹

د حضرت عيسی عليه السلام خلقت د خداے پاک يوه معجزه ده، چې ترې نه د خداے پاک په درګاه کښې د هغۀ حضرت عظمت او لوړتيا څرنګديږي. خدا ې پاک فرمائي: ( مسيح عيسی ابن مريم يوازې د خداے پاک راليږلې پيغمبر او د هغۀ کلمه (مخلوق) دے، چې بی بی مريم (س) ته يې عنايت کړ او د خداے بهترين روح و... دے) النساء/ ۱۷۱

په بل ځاےخداے پاک د حضرت عيسی عليه السلام په اړه يو داسې مطلب بيان کوي، چې ترې معلوميږي چې هغۀ حضرت د  زيږدږ او پيدايښت نه وړاندې  هم پرې د خداے پاک خاص پام و او هغۀ له لورې تاييد شوې و.

يو موارد هغه وخت دے چې د خداے پاک فرښتې په بی بی مريم (سلام الله عليها باندې نازلې شوې او ورته يې وويل:( په ياد که هغه وخت چې فريښتو وويل: اے مريم خداے پاک ته له د کلمې(د لوې وجود) زيرې درکوي چې نوم به يې مسيح عيسی بن مريم وي په داسې حال کښې چې په دې دنيا او په هغې دنيا کښې به د لوړتياوې خاوند  او د خداے پاک له خاصو بندګانو به وي.

د حضرت مسيح عليه السلام معجزې:

په قرآن مجيد کښې عيسی عليه السلام ته د څو معجزو نسبت ورکړې شوي دے، خو په دې معجزو کښې مهمه خبره دا ده چې د هغۀ حضرت معجزې د خداې پاک په اذن او اجازت سره وې، ځکه چې څوک ده ونه ويائي چې حضرت عيسی عليه السلام په خپلواک طاقت سره د هغه معجزې ترسره کړي دي.

قرآن مجيد د دۀ په باره داسې فرمائي: (په ياد کوئ) هغه وخت چې خداې پاک حضرت عيسی عليه السلام ته وفرمايل: چې ياد که هغه نعمت چې ستا او د ستا مور ته مو عطا کړ هغه وخت چې ته مو په روح القدس سره تقويت کړې چې په رنګو کښې به د لويو خلکو په شان خبرې کولې،هغه وخت چې تورات او انجيل مو درته وښودل، هغه وخت  چې زما په اذن سره به دې خټو نه د مرغې په صورت څه شې جوړ کړ او  په هغو کښې  به د روح پو کړ او زما په اذن سره به ترې مرغې جوړه شوه او د مورزادي ړانده او د پستکې ناروغو ته به پرې  زما په اذن سره شفا ميلاو شوه، او پرې مړي به دې هم زما په اذن سره ژوندي کو، او ياد که هغه وخت چې بنی اسرائيل مو له ستا د ازار کولو  نه وغړول او هغوي مو په څرګند دليلونو قناع  کړل، خو په هغوي کښې يوې کافرې ډلې وويل: چې دا د کوډو نه سيوا بل څه نه دي.) مائده / ۱۱۰

په دې آيت مبارک کښې خداې پاک حضرت عيسي عليه السلام ته د خپلو نعمتونو ياداونه کوي او ورته فرمائي: چې دغه نعمتونه دې بايد هميشه لپاره ياد وي. ۳

 ممکنه ده چې دغه نعمتونه په ډول بيان شي:

1.       په روح القدس سره تاييد.

2.       د کتاب، حکمت، تورات و انجيل ښوونه  .

3.       له خټو نه د مرغۍ جړول ، په هغو کښې روح پو کول او د خداې پاک په اذن سره د هغو ژونديکيدل.

4.       د مورزادي ړانده او د پستکې ناروغو ته پرې د خداې پاک په اذن سره شفا نصيب کيدل.

5.       د خداې پاک په اذن سره د مړو ژونديکيدل.

6.       د عيسي عليه السلام له ازارولو نه د بنی اسرائيلو غړول.

په دې مبارک آيت د اذن ټکې څلور ځله استعمال شوې دے، او شايد چې په دې کښې مهمه نکته دا وي چې حضرت عيسی عليه السلام دغه ټولې معجزې د خداې پاک په ازلي قدرت سره انجام کولې او خلکو ته د دې خبرې يادونه کوي چې  نعوذ باالله دغه معجزې حضرت عيسی عليه السلام د خپل خپلواک طاقت سره نه وې ترسره کولې چې د خداې پاک شريک قرار کړې شي لکه څرنګ چې نصاري پرې باور لري.

حضرت عيسی عليه السلام د خداې پاک بنده:

د حضرت عيسی عليه السلام يوه ځانګړتيا د هغۀ د خداې پاک خالص بنده شونه ده چې هغه حضرت خپله هم پرې فخر او وړيا کوي.

علامه طباطبايی  رحمة الله عليه دې  په باره ليکي: ( قران مجيد د دې خبرې يادونه کوي چې حضرت عيسی عليه السلام  د خداې بنده او هغۀ راليږل رسول دے او هغه څه چې هغۀ حضرت ته يې نسبت ورکولې شي،هغۀ حضرت په خپله هم د دې څيز ادعا نه ده کړي او خلکو ته يې د خپل رسالت نه علاوه بله خبره نه ده کړي.) ۴

 قرآن مجيد هم همدې مطلب ته اشاره کړي ده: (ما سيوا له هغه څه  چې ماته  يې حکم شوي و، بل څه نه دي وايلي (ما هغوي ته وويل) چې د خداې پاک بندګي کوئ چې هغه د زما او د ستاسو پرودګار او څېختن دے،او څورمره پورې چې زه په هغو کښې موجود وم، په هغوي ګواه وم او چې کله دې له هغوي له منځه يوړم ، نو ته په خپله د هغوي ستونکې وې او ته په  هر څه ګواه يې.) ماېده / ۱۱۷

له دې مبارک آيت څخه په خه ډول څرګنديږي چې حضرت عيسی عليه السلام د رسالت په تبليغ کښې هر څه چې پرې خداې پاک حکم کړې و، خپل امت ته ورسو چې د خداې واحد عبادت او بندګي وه. له دې آيت نه وړاندې په آيت کښې خداې پاک حضرت عيسی عليه السلام ته فرمائي: (اے عيسی بن مريم! آيا تا خلکو ته ويلي دي چې ما او د زما مور دوړه له خداې پاک نه علاوه معبود وګڼو؟) مائده/ ۱۱۶

همدغه سوال او ځواب په خپله د دې خبرې دليل دے، چې د مسحيانو د حضرت عيسی عليه السلام بندګي کول اشتباه او غلطه ده. قرآن مجيد د حضرت عيسی عليه السلام په خصوصيت باندې ډير ټينګار او تاکيد لري ځکه چې څو څيزونه د غور وړ دي:

 يو پلو د مسيحيت عقائد او له بلې خواه د حضرت عيسی عليه السلام دغه نوراني څيره خاوند جوړيدل،د هغۀ حضرت خالص بندګي نه علاوه امکان نه لري.

حضرت عيسی عليه السلام د خداې پاک په بندګي  هيڅ ډول عيب  نه ګنل او هم  دې له امله يې د خداې پاک په نيزدې دومره زيات لوړ مقام لرۀ.

 حضرت عيسی عليه السلام  او هغۀ مور نه د تهمت لرې کول :

خداې پاک د حضرت عيسی عليه السلام په هکله څه داسې صفتونه بيان کوي چې هر يو  صفت يې له حکمته خالي نه دے.

د بنی اسرايلو ځينو خلکو د ناپوهۍ په وجه په حضرت مريم سلام الله عليها باندې د ناپاکۍ تهمتونه لګولي دي او ځينو نورو خلکو حضرت عيسی عليه السلام د خداې زوې ګڼلې دے او داسې نور ناوړ او ناروا نسبتونه يې حضرت عيسی عليذ          ه السلام او له هغې مور بزرګوارې ته ورکړي دي.  قرآن مجيد، د مريم سورت  له ۳۰ آيت نه واخلې ترې ۳۴ آيت پوري د دې ناوړ او ناروا ويناوو ځواب وکړې دے چې فرمائي: (ناڅپه د حضرت عيسی ژبه ګويا شو) او ويې ويل: زه د خداې پاک بنده يم او هغه ماله کتاب راکړې دے. زه يې پيغمبر جوړ کړې يم، هغه ماته له برکت نه ډک وجود راکړې دے او تر څو چې ژوندې يم راته يې د نموځ او د زکاة سپارښتنه کړي ده. او ماله يې پاک مور عطاء کړي ده نه بدبخته او شقي مور، د خداې سلام  وي د زما په هاغې ورځې باندې چې ما په نړۍ سترګې وغړولې، او په هغې ورځې چې زه له دنيا سترګې پټې کړم او په هغې ورځې چې برته به راشم. دغه د عيسی بن مريم حقه وينا ده چې خلک يې  پکښې شک کوي.)

د حضرت عيسی عليه السلام برکت:

د مريم سورت ۳۱ ايت له مخې د حضرت عيسی عليه السلام وجود، مبارک او برکتي ګرځيدلې دے چې دغه برکتونو د خداې پاک په اذن سره د مړو ژونديکول، علم او حکمت  سره د انسانو د معنوت او د روح ژونديکول او داسې نورو معجزو ته شامل دے.۵

حضرت عيسی عليه السلام دخداې پاک مخلوق:

قرآن مجيد په دوو آيتونو (آل عمران. 45، نساء 171) کښې حضرت عيسی عليه السلام لپاره د مخلوق ټکې استعمال کړې دے، يو ځل په هغه وخت کښې چې کله حضرت مريم (عليها السلام) ته ده هغۀ زيرې ورکوي، او دويم ځل په هغه وخت کښې چې د کتاب خاوندانو سره خطاب کوي:

(په ياد کوئ) هغه وخت چې فرېښتو وويل:  اے مريم !  خداې پاک ته له د خپل يو خاص مخلوق زيرې درکوي چې نوم به يې عيسی بن مريم وي، په داسې حال کښې چې هغه به هم په دې دنيا او هم به په  آخرت کښې د لوړتياوې خاوند او خداې پاک له خاصو بندګانو به وي.) العمران / ۴۵. اے د کتاب خاوندانو! ( مسيح عيسی ابن مريم فقط د خداے پاک له لوري راليږلې پيغمبر او د هغۀ کلمه (مخلوق) دے، چې بی بی مريم (س) ته يې عنايت کړ او د خداے بهترين روح و...) النساء/ ۱۷۱

په لومړې آيت کښې  حضرت مريم ته د زيرې ورکولو په وخت،د حضرت عيسی عليه السلام ته د خداې پاک د مخلوقيت اړخ ته اشاره  شوي ده، او په دويم آيت کښې د کتاب خاوندانو ته د دې خبرې خبردار ورکوي چې غلو مۀ کوئ او ثانيا تاکيد او حصر سره وائي چې حضرت عيسی عليه السلام د خداې رسول او د هغۀ مخلوق دے.)

يو مفسر د (الهی کلمات) مفهوم په اړه وائي: ( الهی کلمات د نړۍ له موجوداتو بهر دي او له غايب نه خبر ورکوي او هر يو چې له نورو بهتر له غايبه خبر وکړي هغۀ له نورو کلمو کامل ګرځيږي. دې وينا ته په پام سره، انبياء او اولياء الهي کلمات دي، البته کلمه د کلام په مقابله کښې نه ده بلکې ترې نه وينا مراد دے، او د خداې پاک وينا د خداې پاک نښه ده، او حضرت عيسی عليه السلام د حقو کلمه ده چې د خداې پاک نښه ده  او د هغه ځاے تجلي کړي ده.)۶

راغب اصفهانی هم په «مفردات» کښې د دۀ په باره اقوال ذکر کوي او په مفسرانو کښې لومړې قول يې له ټولو قولونو محکم  بللې دے.۷

په قرآن حضرت عيسی (ع) اوصاف:

1.       حضرت عيسی (ع) ځکه د کلمې په نوم نوميدلې دے چې د الهی کلمه (کن) سره پيدا شوې دے. العمران / ۵۹

2.       حضرت عيسی عليه السلام د خداې پاک بنده او د هغۀ رسول و. مريم / ۳۰

3.       د بنی اسرائيلو پيغمبر و. العمران / ۴۹

4.       له اولوالعزم او د شريعت خاوندانو پيغمبرانو څخه و او  د انجيل نومي کتاب خاوند و، احزاب / ۷

5.       نوم يې له خداې پاک له اړخه ټاکل شوې و. العمران / ۴۵

6.       د خداې پاک کلمه او روح و. النساء / ۱۷۱

7.       د امامت خاوند و.احزاب / ۷

8.       د پيغمبر اکرم صلی الله عليه وآله وسلم د راتلو زيرې ورکونکې و. صف / ۶

9.       په دنيا او آخرت کښې د لوړتياوې خاوند و او د خداې پاک له خاصو بندګانو څخه و. ال عمران/ ۴۵.

10.   له ټاکل شوي کسانو څخه و. آلعمران. ۳۳.

11.   له صالحانو څخه و. انعام/ ۸۷

12.   په هر ځاے کښې چې و نو مبارک و، پاک او مطهر و، خلکو لپاره د خداې پاک رحمت و، د مور لپاره محسن و او له هاغو کسانو څخه و چې خداې پاک پرې سلام کړې و. (مريم/۳۳ – ۳۹.

13.   له هغو کسانو و چې خداې پاک ورته د کتاب او د حکمت ښونه کړي وه.(ال عمران. ۴۸

علامه طباطبايی فرمائي: ټول هاغه صفتونه چې خداې پاک دې بزرګوار پيغمبر ته عطاء کړي وو، د ولايت له مقاماتو وو، او هغه په دوو ډوله دي، ځينې يې اکسابی دي( يعنی هغه څيز چې د تعليم او تعلّم له لارې ترلاسه کړې شي)  لکه چې د بندګي مقام ته راسيدل لکه څنګه چې حضرت عيسی عليه السلام د خداې پاک کلمه وګرځيد،  لکه چې وړاندې مو بيان کړ چې د حضزت عيسی عليه السلام نوم کښودل د خداې پاک له لورې و.(۸) مرکز فرهنگ و معارف قرآن  [  .

حوالې

1.       انجيل يوحنا، 5 باب ،   30 آيه  او  8 باب ، 14 آيت.

   2-انجيل متی، 19 باب ، 27، 29، آياتونه انجيل يوحنا،  2 باب3و 4، آياتونه ، انجيل متی،  12باب 46 و 50 آياتونه.

  3-   حضرت عيسی عليه السلام ته د خطاب په وخت ۵ ځل د (اذ) ټکې تکرار 5 شوې دے.

  4-   ترجمه تفسيرالميزان،  2 ټوک،  158 مخ.

   5-تفسير موضوعی قرآن، 7 ټوک،  554 مخ.

   6-تيره حواله، ۷ ټوک، 579 مخ.

  7-   تفسيرالميزان، 6 ټوک، 15، 16 مخونه.

  8-   تيره حواله، ۶ ټوک ،158 مخ.

Add new comment