په فارس خلیج کښې دامریکا امکانات دایران دپوځ په شیشت کښې دي .

دایران داسلامي انقلاب دساتندویه ځواک سپاه پاسداران دسمندري ځواک قوماندان دایران داسلامي جمهوریت پرضد له دښمنۍ دډک سیاست او دسیسې ددوام په باره کښې خبرداری ورکړ .
ایرنا خبري اژانس وايي دایران داسلامي انقلاب دساتندویه ځواک سپاه پاسداران دسمندري ځواک قوماندان  امیر البحر  علي فدوي   نن وویل دایران اسلامي جمهوریت به تر ابده پورې دنړیوالو قدرتونو له دسیسو دډکو خوځښتونو او فتنو   اچولو په وړاندې زغم ونلري .
هغه په دې خبرې سره چې په فارس خلیج سیمه کښې دامریکا دعسکرو ټول امکانات او پوځي تجهیزات دایران دوسله و الو ځواکونو په شیشت کښې دي زیاته کړي دایران داسلامي جمهوریت سیاست هیڅ کله دنورو دځورولو او ددباو پراساس نه دی او نه به  وي .
دایران داسلامي انقلاب دسپاه پاسداران دسمندري ځواک قوماندان علي فدوي ټینګار وکړ دایران داسلامي جمهوریت پرضد په وروستیو لسیزو کښې دسلطې دنظام دښمنیانو نه یو ازې ایران کمزوری کړی نه دی بلکې دروښانه وسونو او پرمختګ ته په رسیدا کښې چې دسیمې له هیڅ هیواد سره دپرتله کولو وړ نه دي د ایران له خلکو سره  یې مرسته  هم کړي ده  .
دایران دغه پوځي مسول په دې  خبرې ټینګار سره چې دایران ملت داسلامي انقلاب دایډیالونو دمخ په ودې بهیر دبندولو لپاره ددښمن په ارادې کښې هیڅ شک نلري وویل نړیوال قدرتونه دایران داسلامي انقلاب له بریالیتوب راهسې تراوسه پورې دایران دخلکو پرضد هرډول چلول او دسیسه کارولي ده .
دایران دسپاه پاسداران دسمندري ځواک قوماندان وویل دایران داسلامي جمهوریت وسله وال  ځواکونه په هره اندازه کښې ددښمانانو له ګواښونو سره دمقابلې لپاره ضروري چمتووالي لري .

Add new comment