دایران ملت او چارواکي باید دکمزوری ټکي په نښه کړي

داسلامي انقلاب سترلارښود ټینګار وکړ چې اخلاقي ښکلا اوڅنډوته مخه نه کول په ایران کې دغوره ولسمشر له مهمو ځانګړنو څخه دي .
داسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله خامنه ای نن دتولیدپه برخه کې دزرګونو کارکونکو فعالانو اوپه ټول ایران کې له غوره کارکونکوسره دلیدنې پرمهال داسلامی جمهوریت دځانګړنوپه اړه وفرمایل : دځواکمنې روحیې درلودل ، له تدبیر څخه برخمنتیا ، هره ورځ داقصتادي مسائلوپه اړه فکر نه کول ، مقاومتي اقتصادي سیاستونوته پام کول ، دکارپوهانوپه لیدتوګو تکیه کول ، اخلاقي ښکلا اوڅنډوته مخه نه کول په  ایران کې دولسمشر له ځانګړنو څخه دي .
داسلامی انقلاب مشر په دې ټینګار سره چې چې دارزښت لرونکې سیاسي حماسې بېلګه ټاکنې دي چې په ټاکلي وخت به تر سره شي  زیاته کړه : هغه کسان چې په داوطلبان دي او په خپلو محاسبو کې تېروتنه ونکړي باید چې دهېواد داجرايي مدیریت برخه وپيژني
هغه حضرت دې ته په اشارې سره چې په  ایران کې دټاکنو ساز او کار ډېر پياوړي دي څرګنده کړه : هغه نیوکې چې ځینې ځینې ځای کیږي  بې ځایه دي او داساسي قانون دساتونکې شورا ټاکنه داصلاحاتوپه موضوع کې دعادلو او روڼ آندو کسانو ټاکل دي داسلامي انقلاب ستر لارښود داقتصادي حماسې موضوع ته نغوته وکړه : دایران ملت او چارواکي باید دکمزوری ټکي په نښه کړي او وروسته یې له منځه یوسي ا وپه ټولو پروګرامونوکې باید دکمزورو پرګنو ژوند ته پاملرنه وکړي

Add new comment