غلیم او القاعده د یوې سکې دوه مخونه دي

د آمریکا په مشرۍ لویدیځ استعمار د مسلمانانو تر مینځ د علم او پوهې  د تولید او ودې مخالف دی ،نو ځکه خو لټه کوي د مسلمانانو د علمي پرمختګ مخه ونیسي او نه پریږدې چې مسلمانان ستراتیژیک علمي پړاؤ ته ننوځي .

دوئ ځان ته دا اجازه ورکوي چې له کومو حدودو پرته،علم تولید کړي ،د اټومي او ډلوژونکو وسلو نوي او پرمختللې نسلونه تولید کړي ،هغه پراخې کړي  او نن سبا د استعمارګرو سرغنو چې آمریکا یې په سر کښې ده او د جاپان د خلکو پرضد یې اټومي بمونه هم کارولي دي،اسلامي هیوادونه په تیره بیا د ایران اسلامي جمهوریت سوله ایزې اټومي ټکنالوژۍ ته له رسیدو او علم له تولیدولو منع کوي .

نن سبا کفري نړۍ د ایران د اسلامي جمهوریت  په مقابل کښې ولاړه ده،په داسي حال کښې چې دغه هیواد د ان پي ټي تړون غړی دی  او د دغه تړون له مخې  د سوله ایزو اټومي فعالیتونو لپاره د یورانیمو د پخولو حق لري ،خو  کفري نړۍ  په هره روده هڅه کوي ایران د سوله ایزې اټومي انرژۍ له تولیدولو منع کړي ،نو ځکه خو یې په تهران بندیزونه هم لګولي دي .

دا په داسي حال کښې دي چې صهیونست رژیم ان پي ټي تړون نه دی لاسلیک کړی ،او دغه تړون خو لا بیخې نه مني ،خو له دې سره سره  یې د ډیمونا په شمول خپلو اټومي تاسیساتو کښې له دوه سوه زیاتې اټومي خولۍ زیرمه کړي دي ،او د آمریکا په مرسته یې نوري هم پراخوي .

لویدیځ استعمار او نړیوال صهیونیزم نه یوازې  مسلمانان ستراتیژیک علمي پړاؤ  ته له ننوتلو او د علم  له تولیدولو منع کوي ،بلکه د ایران او عراق په شمول بیلا بیلو اسلامي هیوادونوکښې یې سلګونه اټومي پوهان او د فزیک د علم خاوندان ترور کړي دي ،چې دا چاره ددې ښودنه کوي چې د جنایتکارې آمریکا په مشرۍ لویدیځ استعار لټه کوي مسلمانان په لوړه سویه د علم د تولیدولو ډګر ته لاره ونه مومي  او غواړي چې دغه هیوادونه د علم په زمینو کښې تل ځان ته اړمن وساتي او تولید یوازې د هغوئ په لاس کښې وي  او مسلمانان یوازې  مصرفوونکې وي .

د دغه راپور له مخې دا چې مسلمانان په لوړه سویه د علم د تولیدولو ډګر ته لاره ونه مومي،د لویدیځ استعمار ستراتيژیک سیاست ګرځیدلی دی .

لویدیځ  استعمار په دې زمینه کښې دومره پرمختللی دی ،چې د اسلامي امت  په لیکو کښې یې هم خپلې دسیسې پلې کړي ،چې د هغو په کارولو سره  هڅه کوي ،په مسلمانانو کښې د علم مخنیوی وکړي  او ځینې مسلمانان په خبرتیا اویا بې خبرۍ سره ،په دې زمینه کښې د لویدیځ استعمار مرسته کوي .

القاعده  او دې ته اړونده ډلګیو په څیر سرزورې ډلې هم په همدې لړ کښې جوړي کړاي شوي ،خو باید ووایو  څومره ګوزار چې دغو ډلګیو مسلمانانو ته ورکړی،لویدیځ استعمار نه  دی ورکړی .

دوئ د نړیوال صهیونیزم او لویدیځ استعمار په نسبت،د مسلمانانو لخوا د علم له ترلاسه کولوسره خورا زیاته دښمنې ښودلي .

له علم او انسانیت سره د دښمنۍ په  اړه د پاکستان د آمنیتي ارګانونو رسمي راپور د دې ښودنه کوي،چې د القاعدي  او د پاکستان د طالبانو په شمول دغو جنایتکارو ډلګیو ،یوازې په پاکستان کښې له ۲۰۰۸ م کاله د ۲۰۱۳ م کال تر لومړیو پورې،کابو ۲۳۵ ځانوژونکې حملي،۹۲۷۵ توغندويي بریدونه   او ۴۲۵۶ بمې چاودنې کړي ،چې له کبله یې ۱۴۷۹ پوځیان وژل شوي او ۵۷۴۵ ژوبل شوي دي .

په دغه بریدونو کښې ۶۷۵ ایف سي ځواکونه هم وژل شوي  او ۱۹۸۷ ژوبل شوي ،همدغه راز ۵۱۵۲ ملکیان وژل شوي  او ۵۶۷۸ نور ژوبل شوي دي .

همدغه راز د پاکستان د خیبر پښتونخواه په صوبه کښې هم په هدفمنو وژلو کښې د ډاکټرانو ،افسرانو او قومي مشرانو په شمول۲۹۳ کسان وژل شوي  او ۲۴۳ نور ژوبل شوي دي .

د دغو بې ګناه  خلکو په وژلې  سربیره ۹۵۰ ښوونځې   او ۳۵ کالجونه هم  د دغه سرزورو ډلو لخوا ویجاړ کړاي شوي دي .

دغو ترهه ګرو ډلګیو نه یوازې د  مسلمانانو لخوا د علم له ترلاسه کولو او د بې ګناه انسانانوله وژلو سره خپله دښمنې ثابته کړي ،بلکه د اسلام له سپيڅلي دین سره یې هم دښمنې په ډاګه کړي ده،ځکه د مسلمان او د اسلام د مجاهد په نامه جنایتونه کوي ،خو اسلام دیوه  بې ګناه انسان وژل د درست انسانیت وژله بولي  او د ښځې او نارینه لخوا د علم په ترلاسه کولو ټینګار کوي  او  همدغه جنایتکاران دي چې د اسلام دین یې بدنامه کړی ،چې دا د لویدیځ استعمار او د اسلام د دښمنانو  غوښتنه ده چې غواړي د اسلام د پراختیا او اسلام ته د مسیحیانو د اوښتو مخه ونیسي ،چې په دې اړه هم  دوه نظرونه موجود دي .

 په دې اړه یو نظر دادی چې وايي،دغه ډلګۍ جنایتکارې نه دي  او د اسلام د دښمنانو په لومه کښې نښتې او د هغوئ په حکمونو د اسلامیت او انسانیت ضد جنایتونه کوي .

په دې اړه دوهمه نظر دادی چې،دغه ډلګۍ په خبراوې سره   د اسلام له دښمنانو سره غږمله شوي ،چې که څه هم د دغو ډلګیو ټیټ کسان نه وي،خو  د دغو ترهه ګرو ډلګیو مشران سل سلنه د اسلام له دښمنانو سره غږمله دي ،بلکه پخپله  استعمار جوړي کړي دي .

د دغه راپور له مخې  د دغو ډلګیو په جوړیدو کښې د سعودي عربستان ،قطر  او آماراتو په شمول ځینو اسلامي هیوادونو  په رول سترګې نه شي پټیدلاي ،نو له دې کبله اسلامي  امت له څو ډوله دښمنانو سره مخ دی .

یو ښکاره دښمن دی چې امریکا او صهیونستي لابۍ دي ،خو بل یې پټ دښمن دی،چې  تر بیلا بیلو سیاسي،ټولنیزو او کلتوري پوښښونو لاندې په مسلمانانو کښې فعالیت کوي ،چې البته ځینې داخلي دښمنان هم ورسره ملګرې دې چې په خبراوې یا بې خبرۍ سره د لویدیځ استعمار  په خدمت کښې ورغلي ،چې د مسلمان او مجاهد په نامه د دښمن د هدفونو د تحقق لپاره فعالیت کوي ،چې دغه ډله د نورو دښمنانو په نسبت خطرناکه  هم ده .

Add new comment