ځان وژنکې حملې د اسلام خلاف دي

د پاکستان وتلي عالم او د اهل حدیث د مرکزي ټولنې مشر پروفیسور  ساجد میر ،د دغه هیواد په ملتان ښار کښې  په یوه خبرې کنفرانس کښې وویل،ترهه ګر بریدونه د اسلام له قوانینو سره په تضاد کښې دي .

هغه زیاته کړه ترهه ګرې حملې د اسلام د څیرې د داغې کولو لپاره دي .

د پاکستان دغه وتلې  عالم ،جهاد د اسلام مهم رکن وباله  او زیاته یې کړه یوازې حکومت دا اجازه لري چې د جهاد حکم صادر کړي ،نه یو کس یا کوم غیر دولتي ارګان ،ځکه خو هر څوک حق نلري چې پاڅیږي او  جهاد پیل کړي .

هغه وویل جهاد د دې لپاره دی چې هر  ډول ګډوډۍ لیرې کړي،نه دا چې ستونزې پیدا کړي

Add new comment