دسورئې ټپی شوي ترهه ګرداسرائیلوروغتونونوته ددرملنې لپاره منتقل کیږي

دترکیې طاها انټرنیټي سایټ  پرون دترکیې دخبرو سرچینو له قوله راپورورکړی  چې صهونیسټ رژیم دجولان په نیواکي ټاټوبو کې دسورئې د هغو ترهه ګرو ددرملنې لپاره چې په سورئې کې په جنایتونو  او حملو کې ټپیان کیږي یو روغتون بیل کړی دی

په دغه راپور کې لیکل شوي دي  په همداوروستیو کې هغه یولس ترهه ګرچې دسورئې له حکومتي ځواک سره په نښتو کې ټپیان شوي وو ترکیې له منتقلولو وروسته نیواکي ټاټوبو ته لیږدول شي چې له هغو یو شمیر له  درملنې وروسته بیرته ستانه شوي دي  او دا هم ویل شوي چې دغه ټپیان ترهه ګر داسرائیلو دچورلکو په وسیله وړل کیږي

په عین حال کې دصهونیسټ رژیم یدیعوت آهارنوت ورځپآڼې  هم پرون منلې چې اسرائیل دم ګړۍ دسورئې له پولو سره نزدې  په جولان لوړو کې یو صحرائی روغتون جوړ کړی دی

دا په داسې  حال کې دي چې  کره راپورونه  ددې ښودنه کوي ترکیه او اسرائیل او س دسورئې دشخړې دلاخرابولو لپاره سره یو شوي دي او دسیمې دحالاتو دلاخرابولو په دسیسو کې عربستان او قطر هم ورسره ملګری شوی دی

په عین حال کې فرانس پریس آژآنس  هم راپورورکړی په ملګرو ملتو کې دروسیې استاذي ویتالی  چورکین  بیګا  په ملګرو ملتو کې دسورئې دحکومت مخالفانو ته ددغه هیواد دڅوکۍ دسپارلو  لپاره داحتمالی وړاندیز په باب سخت غبرګون ښودلی او په دې باب ئې سخت خبرداری ورکړی  او ویلی ئې دي چې له دغّه ډول وړاندیز سره به سخت مخالفت وکړي   او که دملګرو ملتو له خوا دسورئې دمخالفانو  شورا په رسمیت وپيژندل شي نو دا به دغه نړیوال اورګان ته سخت ګوزار وي  او حیثیت به ئې نو ر هم داغي شي

 ویتالی  چورکین همداراز په عربی اتحادئې کې دسورئې څوکۍ ددغه هیواد دنظام مخالفانو ته دورکولو داقدام په غندلو سره وویل عربی اتحادیه به له دې و روسته له سورئې سره  داړونده مسئلو په باب بشپړ منفي رول ولوبوي

Add new comment