دایران ملت دهرډول دسیسو په وړاندې په قدرت سره دریدلی دی

د اسلامی انقلاب په سپاه پاسدارانو کې دولی فقیه استاذي حجةالاسلام  علی سعیدي پرون په یو لړ دستورو کې ټينګار وکړ  امریکا په ایران کې داسلام ددین په کمزوری کولو پسې ده ځکه تر څو چې دین دایران دحکومت دچارو په سر کې وي  ،دوي خپلې سپيرې  موخې او خپل سریتوب  نشي عملی کولی.
هغه  په ووروستیو ۳۴کلونو کې له اسلامی جمهوری نظام او اسلامی انقلاب له آئيدیالونو دایران دمیړني ولس ملاتړونو ته په اشارې سره زیاته کړه دایران ملت په هوښیارۍ ا و ځيرتیا سره په ټولو  ډګرونو کې له اسلامی انقلابه دفاع کړې ده اوهغه کسان چې  داسلامی انقلاب له لارې غړیدلي دي. ددغې لارې وروسته پاتې دي او خپل مقصد ته نشي رسیدلی
 هغه  په  عین حال کې روښانه کړه استعمار او استکبار هیڅکله تر هغه وخته خپلو سپیروموخو ته نشي رسیدلی  ترڅو چې په ټولو چارو کې داسلام دپاک دین احکامات واکمن   او پر خدآي بشپړ توکل وي

Add new comment