دصهونیسټ رژیم له مینځه تلل دخپلوګواښونودعملی کیداله امله یقینی دي

د ایران د اسلامی شورا دبهرنی سیاست دکمیشن مشر علاءالدین بروجردي  په دې خبرې په ټینګار سره چې صهونیسټ رژیم هیڅ ډول ملی هویّت او سټراټیجیک ژوروالی نه لري ،روښانه کړه ددغه ناروا رژیم غاصبانه حاکمیت په ۱۹۴۸کال کې دانګریز استعمار په دسیسې سره داسلامی نړۍ پر یوې برخې رامینځةشوی  او داسلامی نړۍ په زړه کې دسرطان ددانې په توګه په مینځني ختیځ کې  دناکراریو اصلی عامل دی

بروجردي  دایران پشمول دسیمې دهیوادونو په ضد دصهونیسټ رژیم دګواښونو په کم اهمیّته بللو سره وویل ددغه رژیم د ګواښونو  عملی کیدا به دهغوي دبشپړ نابودۍ او تباهۍ په معنا وي .

  هغه روښآنه کړه دسیمې د هیوادونو په تیره بیا داسلامی نړۍ دهیوادونو په یووالی او اتحاد سره دغه سپیره اوتیریګر رژیم هیڅکله هم پر نورو تیري نشي کولی البته له بده مرغه ځيني  اسلامی هیوادونه داستعمار په دسیسو په سترګو پټولو سره پخپله دصهونیسټ رژیم دبقاء لاملونه کیږي

Add new comment