آل سعود رژيم په عربستان کې له پرګنیزوتاؤتریخوالو ناوړه استفاده کوي

العالم ټيلیویژني چینل راپورورکړ دعربستان په ختیځ کې په الاحساء اوالقطیف ولایتونو کې په لسګونو روحانیونو اوشخصیتونو نن په یوې اعلامیې خپرولو سره  دعربستان له مسئولانووغوښتل دمذهبی ا ختلافاتو له کارډ له لوبې څخه داستفادې  د سیاست  په پریښودلو سره دې ددغه هیواد او خلکو دستونزو دحل کولو ، دسیاسی بدلونونو په زمینې کې دې دګامونو په پورته کولو  او دملی پیاوړتیا په لاره کې دهلوځلو او بشري حقوقو څخه په ملاتړ کې دې خپلې هڅې وکاروي

دعربستان مسئولانو دتیرې سه شنبې په شپه ادعا کړې وه دیوه هیواد لپاره دجاسوسۍ په تور ئې دپوهنتون څو استاذان و ،روحانیونو اوکارکونکو پشمول  شپاړس شیعیان نیولي دي

دا ادعا په داسې حال کې مطرح کیږي  چې دعربستان بیلابیلې سیمې  له وروستیو څو اونیو راهسې دخلکو د اعتراضیه خوځښتونو دزیاتیدا کتونکي دي

له دې مخکې هم دآل سعود رژیم امنیتي مامورانو دعربستان په الریده ښار کې یو شمیر سیاسی فعالان  له کوم دلیل پرته نیولي او نامعلوم ځاي ته ئې منتقل کړي دي

دبشری حقوقو دفعالانو پّ وینا دآل سعود رژیم په بندونو کې په لسګونو زره کسان بې له محاکمو ،دلیلونو او په سختو شکنجو کې شپې ورځې سبا کوی  او په هغو کې ځيني داسې کسان هم بندیان دي چې له کابو شپاړسو کلونو راهسې له محاکمو پرته بندیان دي

Add new comment