دملګروملتونو امنیت شورا دسوریې ترهګره بم چاودنه وغندله .

دملګروملتونو امنیت شورا ددمشق ترهګره حمله چې دلسګونو بې ګناه خلکو دمرګ او ژوبلې سبب شوه وغندله .

زمونږ خبریال وايي په ملګروملتونو کښې د روسیې استازي ویتالي چورکین دملګروملتونو دبیانیې په لوستلو سره وویل دملګروملتونو دامنیت شورا غړي په سخته دسوریې په پلازمینې دمشق کښې په یوه جومات ترهګره حمله چې دمارچ دمیاشتې په ۲۱ نیټه وشوه او پکښې دمشهور مسلمان روحاني په شمول څه دپاسه څلویښت کسان مړه  او په لسګونو نور ژوبل شول غندي .

ویتالي چورکین ډاګینه کړه دملګروملتونو دامنیت شورا غړي دسوریې ددغه  حملې دوژل شویو کسانو له کورنیو سره خپله همدردي اعلانوي او دژوبلو کسانو لپاره دعا کوي چې ژر جوړ شي .

په سوریې کښې کور ورانونکی جنګ سعودي عربستان، قطر ، ترکیې،امریکا ، انګلستان ، فرانسې ، صهیونیسټ رژیم او ځينو نورو عربو او اروپايي هیوادونو پیل کړی دی او هلته ترهګرو ته هر ډول مالي مرستې او وسلې ورکوي چې بې ګناه خلک په بم چاودنو او حملو کښې ووژني .

القاعده ترهګرې ډلې  هم په سوریې کښې دامریکا  او اروپايي هیوادونو ښه خدمت پیل کړی دی او دامریکا او صهیونیسټ رژیم  پروګرامونه پرمخ بیايی او بې ګناه خلک وژني .

Add new comment