پاكستانې علماء دې د فتوا په وركولو سره د امريكایې او انګليسې دسيسیې شنډې كړی

د ايران د اسلامی شورا د ملی امنيت او بهرنی سياست كميسيون په پاكستان كې د شيعيانو د وژنې دوام، د مسلمانانو ترمينځ د تفرقې رامينځته كولو په موخه د اسلام د دښمنانو دسيسه اعلان كړه.

د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د پارلمان د ملی امنيت او بهرنی سياست كميسيون پرون په يوه بيانيه كې په پاكستان كې د شيعيانو وژنه غندلې او ټينګار یې كړی چې په پاكستان كې د شيعيانو د وژنې دوام د سنی او شيعه ترمينځ د تفرقې رامينځ ته كولو په موخه د اسلام او قرآن د دښمانو د دسيسې د ژور والی او همدارنګه د پاكستان او ايران ترمينځ د ګازو د نل ليكې پر پلی كېدو د اغيزې لپاره ده.

د ايران د ملی امنيت او بهرنی سياسيت د كميسيون په بيانيه كې همدارنګه ويل شوی چې دغه كميسيون له عالمانو، د روحانيت له مراجعو او له دينی حوزو سره په يوه خوله، په پاكستان كې د شيعيانو پر ضد وروستی جنايتونه سخت غندی او د پاكستان له حكومته تمه لری چې د داسې جنايتونو د مخنيوی ترڅنګ دې، د هغو له عواملو سره سخت چلند وكړی.

Add new comment