په نوشهره کښې بم چاودنې ۱۵ کسان وژلي دي

د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې  دمرکز پیښور ته نږدې په نوشهره کښې په جلوزئ کیمپ کښې چې اوس پکښې دپاکستان دخیبر ، باجور او مهمند قبایلي سیمو بې کوره شوي خلک پکښې وسیږي په یوه ګاډي کښې  دکیښودل شویو پینځو دیرشو (۳۵) کلوګرامه موادو دچاودیدا له کبله تراوسه پینځلس (۱۵)  کسان وژل شوي او  دیرش (۳۰) نور ژوبل شوي هم دي .

دویلوه  چې په افغانستان کښې دشوروي پرضد دافغان مجاهدینو دجنګ په وخت په جلوزئ کیمپ کښې افغانان وسیدل .

بل خبر داچې دپاکستان په کراچۍ کښې په مختلفو سیمو کښې دډزو او تاوتریخوالو له کبله نهه (۹) نور کسان ووژل شول چې یو پکښې خارجي سوداګر هم شامل دی .

دغه راز دپاکستان پولیسو وویل چې دکراچۍ په عباس ټاون کښې څو ورځې مخکې بم چاودنه په ریموټ کنټرول سره کړې شوي وه او چاودیدونکي مواد هم له حب سیمې څخه راوړل شوي وو او په ګاډي کښې چاودیدونکي مواد په کراچۍ کښې کیښودل شوي وو .

دویلو ده چې دپاکستان دکراچۍ دعباس ټاون بم چاودنې شپږ  (۶)ترهګر نیول شوي  چې دوه (۲) ترهګر انعام الله او بشیر چې په چمپو مشهور دی دریو (۳) نورو ترهګرو بم چاودنو کښې هم لاس لري .

دپاکستان اکثره سیمې دطالبانو، القاعده ، لشکر جهنګوي ، سپاه صحابه او نورو ترهګرو ډلو دفعالیتونو په ستر مرکز بدلې شوي دي .

په کراچۍ کښې دلشکر جهنګوی او طالبانو  څو ترهګر نیول شوي او هغوې دپاسبان عزا د یوه غړی نیر زیدی په وژلې اعتراف کړی دی .

Add new comment