دسوریې دترهګرو لخوا د کیمیاوي وسلو کارول

دسوریې دولسمشر بشار اسد دحکومت مخالفو ترهګرو پرون په کیمیاوي وسلو یو سنبال توغندی په حلب ولایت کښې په خان العسل کلي وویشت چې له کبله یې ۱۱۱ بې ګناه خلک چې ښځې او ماشومان پکښې شامل دي ووژل شول، په سوریې کښې کور ورانونکی جنګ سعودي عربستان، قطر ، ترکیې، امریکا، انګلستان، فرانسې، صهیونیسټ رژیم او ددوې ځینو نورو عربو او اروپايي ملګرو هیوادونو رامینځته کړی دی. همدغه هیوادونه په سوریې کښې ترهګرو ته  وسلې  ، پیسې او پوځي روزنې ورکوي او هلته دبې ګناه خلکو دوژلې  مسول دي .

Add new comment