امریکا د شمالي کوریا د برید له ویرې خپل امنیتي تدابیر زیاتوي

 فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې د امریکا دفاع وزیر چیک هیګل پرون اعلان وکړ واشنګټن د شمالي کوریا د احتمالي ګواښونو په وړاندې د مقابلې لپاره په الاسکا ایالت کې ۱۴ نور توغندي ضد سیستمونه جوړو ي.

هیګل وویل همدا اوس مهال هم په دې ایالت کې ۳۰ نور توغندي ضد سیستمونه لګیدلي او ۱۴ نور به هم پرې اضافه شي .

دفاع وزیر وايي شماأي کوریا قاره پيما توغندي په اختیار کې لءي نو له همدې امله د نویو توغندیزو سیستمونو لګول یو منطقي کار دئ .

ویل شوي دا سیستمونه به تر ۲۰۱۷ م کاله بشپړ شي .

شماأي کوریا په دې وروستیو کې د خپلې دریمې اتومي آزموینې په ترسره کولو سره د لودیځ غبرګونونه راوپارول .

 له دې هیواده یو بل خبر هم وايي  د شمالي کوریا په رهبر کیم جونګ اون د وژلو یو ناکام برید هم شوئ دئ .

د جنوبي کوریا رسنیو ویلي په دې اړه جزیات نه دي خپاره شوي او نه هم د برید دقیق وخت او ځای په ډاګه شوئ خو راشا ټوډې ویلي ښايي دا برید د یوه لوړ پوړي فوځي افسر له خوا تر سره شوئ وي .

Add new comment