د بدخشان ولايت د جرم او وردوج په ولسواليو کې ١٦تنه طالبان ونيول شول

د بدخشان ولايت يوه امنيتي مقام وويل: موږ هوډمن يو چې بدخشان په بشپړه توګه دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاک کړو .
دغه ټکۍ دبدخشان ولايت امنيه قوماندان جنرال امام علي مطمئين  پرون په يوه خبري کنفرانس کې څرګند کړ او زياته يې کړه چې دبدخشان ولايت دجرم او وردوج ولسواليو په مربوطاتو کې دتيرې اوونۍ دچاڼيزو عملياتو په بهير کې دجرم ولسوالۍ دبازپران ، چپي درې ، نيباب او دسنګلاخ کلي او دوردوج ولسوالۍ برابرا ، عغنو ،  خيشين او دباشند کلي دطالبانو له شتون څخه پاک شوي دي .
مطمئين  زياته کړه چې دجرم ولسوالۍ په مربوطاتو کې او په پشکان دره کې ١٦ تنه طالبان نيول شوي دي چې دطالبانويو سرګروپ قاري محمد صابر ټپي شوى او تر درملنې لاندې دى اودقاري محبوب په نامه دهغوى يو بل سرګروپ هم نيول شوى دى .
دغه راز په وردوج ولسوالۍ کې تراوسه  پورې لس تنه وسله  وال طالبان نيول شوي او ددوو قوماندانانو په ګډون شپږ تنه نور يې وژل شوي دي .
دبدخشان ولايت امنيه قوماندان دطالبانود ډلې په لکيو کې دبهرنيانو شتون تاييد کړ اوزياته يې کړه چې په نيول شويوکسانو کې دبي بي خديجه په مستعار نامه يوه ميرمن هم شامله ده  چې دازبکستان تابعيت لري .
دغو بهرنيانو سيمه ئيزو طالبانو ته دځانمرګو بريدونو ، دماينونو دښخولو او دماينونو دجوړولو لارې چارې ښودلې .
دبدخشان ولايت امنيه قوماندان دباختراژانس دخبريال ديوې پوښتنې په ځواب  کې وويل چې دترلاسه شويو اطلاعاتو له مخې، دبدخشان ولايت په وردوج ولسوالۍ کې ٣٨٠ تنه وسله وال طالبان شته خو جنرال امام علي مطمئين وايي چې موږ هوډمن  يو چې بدخشان په بشپړه توګه دوسله  والوطالبانو له شتون څخه پاک کړو .

Add new comment