د عراق شیعه نشین ښارونو کې چاودنو لسګونه کسان شهید کړې

د هېواد په ګڼو سیمو کې چاودنو لږترلږه ۵۰ کسان وژلي او ګڼ نور ټپیان دي. دغه بریدونه پر عراق د امریکايي یرغل د لسمې کلیزې په درشل کې شوي دي. د عراق د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې لږترلږه پنځوس کسان، په لږترلږه یوولسو موټربم چاودنو کې وژل شوي او نژدې سل نور ټپیان دي.

تر ډېره دغه بریدونه د بغداد په بېلابېلو سیمو او سوېلي کې شوي دي. نور بریدونه په المنصور، السیدی، الحسینیه، المشتل، الزعفرانیه، الکاظمیه، نوي بغداد، الصدر، الدوره، الطارمیه او اسکندریه ښارونو کې شوي دي.

سني وسله وال ددغو بریدونو پړه بلل شوي دي. ویل کېږي، چې دوی له القاعدې شبکې سره په ګډه سږ کال شیعه ګان په نخښه کړي، او غواړي، چې هلته توکمیز بریدونه وکړي.

د تېر یوه کال پرمهال په عراق کې د تاوتریخوالي پېښې ټيټې شوې وې، خو د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کلونو ترمنځ خونړي بریدونه وو، چې هره میاشت به په کې نژدې ۳۰۰ کسان وژل کېدل.

د امنیتي وضعیت له وېرې عراقي حکومت په الانبار او نینوی ولایتونو کې ټاکنې ځنډولې دي.

ټاکل شوې وه، چې په دغو ولایتونو کې د راتلونکې مارچ پر ۲۰ ټاکنې وشي.

په الانبار او نینوی ولایتونو کې ډېری سني مسلمانان اوسېږي، خو دغه ټاکنې په کې لږترلږه شپږ میاشتې ځنډول شوې دي.

د لومړي وزیر د دفتر ویاند ویلي حکومت په دغو ولایتونو کې د ناامنیو د پراخېدو په کبله ټاکنې وځنډولې، ځکه چې د ټاکنو عالي کمېسیون غړو ته ګواښونه شوي وو.

د ۲۰۰۳ د مارچ پر ۲۰ امریکايي ځواکونو د صدام حسین د نظام ړنګولو په نیت پر عراق یرغل وکړ، او هلته یې د یوه دیموکرات حکومت د جوړولو هڅه وکړه، خو یرغل په خونړیو بریدونو بدل شو.

که څه هم په عراق کې د امریکا جګړه لنډه وه، خو مخکني امریکايي ولسمشر جورج ډبلیو بوش وویل چې ''دنده پایته ورسېده''، خو عراق لاهم د خونړیو بریدونو شاهد دی.

د ناحکومتي ارګانونو د شمېرو له مخې، پر عراق د امریکايي یرغل له پیله په تېرو لسو کالو کې ددغه هېواد ۱۱۲ زره ولسي وګړي، پولیس او پوځيان وژل شوي دي .

همداشان، په عراق کې د بهرنیو ځواکونو د تلفاتو شمېر نژدې ۴۸۰۰ ته رسېږي چې ډېری یې امریکایان دي .

Add new comment