په ننګرهار ولايت کې د ناټو په يوه پوځي اډه کې دوه تنه ميشت امريکايان د اسلام په مبين دين مشرف شول

دغه کسان چې مخکې له دې مسحيان  وو؛ وايي چې د اسلام د مبين دين له مطالعې وروسته، ددغه دين پيروان شوي دي .

دغه دوه تنه امريکايي تابعيت لري او د جلال آباد په هوايي ډګرکې د امريکايي پوځيانو په اډه کې د ناټو د ملکي کارکوونکو په توګه دنده ترسره کوي .

د اسلام په مبين دين ددغو دوو تنو مسحيانو د مشرف کيدو مراسم د جلال آباد د هوايي ډګر په جامع جومات کې پرځاى شول چې د توحيد د کلمې له لوستلو وروسته، د عبدالله او عبدالرحمن په نومونو ونومول شول .

د باخترآژانس د خبريال د خبر له مخې: دغو دوو تنو له دوو کلونو راپه دې خوا د اسلام د مبين دين په باب زيات مطالعات کړي دي او دې نتيجې ته رسيدلي دي چې دغه دين حق او ډیر بشپړ آسماني دين دى .

Add new comment