پیښور کې ځانمرگي برید، ۴ کسان وژل شوې

د پولیسو یو افسر، مسعود افریدي ویلي: دوه ځانمرگي حمله کونکو جوډیشل کامپلیکس په نوم د عدالتونو مرکز ته د داخلیدو کوشش کولو. یو پکې پولیس ووژل او بل د ځان پورې تړلی بم د کلثوم اعظم خان عدالت مخې ته خلاص کړو۔
تراوسه چا د  حملې مسوولیت نه دی منلی، خو داطلاعاتو صوبايي وزیر دا د هغو خلکو کار وباله چې په خبره يې له کلونو راهیسې  د سیمې امنیت له خطر سره مخامخ کړی او بې ګناه خلک وژني.

Add new comment