فاطمةالزهرا،دپنځون په صدف کې یوه ملغلره

دوستانود میاشت نور اورڼا پر مکې شریفې دښکلي رڼا سوری غوړولی ؤ . په ښآر کې چپتیا خوره وه ، خو ګواکې وخت د وروستي الهي پيغمبرحضرت محمد (ص) لپاره له بل وخته زیات په چټکۍسره تیریدهّ .هغه چې دیوهّ آسماني ځيري د پوره کیدا په تمه ؤ،ډير ې خوږې او په زړهّ پورې شیبې ئې درلودې . حضرت محمد او دهغه بزرګوار ماندینه حضرت خدیجه بی بی د یوې لورد زیږیدا په تمه وو چې خداوندمتعال هغه کوثر بللې . خدیجه بی بی دخپل وجود په صدف کې یوه ملغلره درلوده چې ډير الهي خیر او ښيګڼه وه یوداسې کوثر چې پيغمبر اکرم دخداي په فرمان دهغه دترلاسه کولو لپاره څلویښت ورځې عبادت وکړ او د بهشت خواړهّ ئې خوړل . . دانتظار شیبې ورو ورو په کمیدا شوې .دخدیجه بی بی درد په زیاتیدا شو . هغه بزرګواره له خپل درد سره یوازې وه ځکه چې د قریشو ښځې پر محمد دهغې د ایمان د راوړلو په جرم له هغې لیرې شوې وې ، خو دهغې آسماني نوزیږې د لیدو ولولې او شوق دهغېد دردونو زغمل آسان کول . ناڅاپي دکور فضا د بهشت د عطرو له بوي ډکه شوه . دخدیجه بی بی غوږونو ته د نرمې زمزمې غږ ورورسییدچې خدیجه! مه خپه کیږه که دعربانو میرمنو ته یوازې پریښودې ،نودادی اوس مونږ دخداي په اذن سره د دا خدمت ته راغلي یو .: خدیجه بی بی سترګې پرانیستې ، دهغې په څنګ کې څلور آسماني فرښتې ناستې وې . له هغویوې ویل :، زه ساره یم ،دابراهیم ماندینه ،دا آسیه ده د فرغون ماندینه ، دا بی بی مریم ده ،دعیسی مسیح مور او هغه بله کلثوم ده دموسی خور،مونږ به په بهشت کې هم له تاسره وو ؛.
ناڅاپي د دکورفضایوه ملکوتي نور ډکه کړه . نور د کور له کړکیو او دروازې بهر وواتهّ او د مکې داوسیدونکو سترګې ئې ځان ته جلب کړې . دمحمد کوثر ،نړۍ ته سترګې رڼې کړې ..درسته مکه په نور او نړۍ په خوشالۍ کې ډوبه شوه . ملائکو خوشالۍ کولې اوله آسمانه مځکې ته راکوزې شوې . فاطمه ،دخدیجه بی بی معصومه ماشومه ،داسې ماشومه چې د هغې په رضایت کې د خداي رضا او دهغې په خپګان کې دخداي خپګان ؤ ، هغه ماشومه چې خدائ پاک ئې پرخلقت فخر کوي ،زیږیدلې ده.فاطمه راغله څو دپلار دکور لمر شي ،هغه راغله چې دپلارمور شي . فاطمه راغله څو معرفت ئې دانسانیت په کوڅو کې وځلییږي . دخداي درود اوسلام وي پر فاطمه ،سلام وي د پيغمبر د سترګو پررڼا ،سلام وي پرهغې چې د پیغمبر اکرم په نزد خورا عزیز او خوږانسان ؤ ،سلام وي پرهغې چې له نسله ئې د اسلام د دین دساتنې لپاره ریښتوني بیرغوال راپورته شول .
د څلورمې خور یا دجمادي الثانی دمیاشتې شلمه نیټه یعنې د اسلام دګران پيغمبر دزړه دټوټې دنیکمرغه زوکړې کلیزه دې پر ټولو مبارک وي
د اسلام د ګران پيِغمبر ګرانه لور له معنو ډکې او تل پاتې نامې لري چې هره یوه ئې ځانګړي محتوا او مفهوم لري . د:فاطمه : سپيڅلی اوعظیم ټکی د هغې بزرګوارې لوړه او لویه لومړنۍ نامه ده . حضرت امام جعفرصادق علیه السلام ددغې مبارکې نامې په باب فرمائي :، فاطمه د خداي په درګاه کې لوړ ې او غوره نامې لري او له هغو یوه فاطمه ده . فاطمه په دې معنا ده چې هغه له هرې بدۍ او ککړتیا لیرې ده :.
امام صادق علیه السلام ددې پوښتنې په ځواب کې چې د پيغمبر لور ولې زهرا ونومول شوه هم وفرمايل ؛، ځکه کله چې د خپل عبادت په محراب کې دریږي ،نو دهغې د وجود نور آسمانونه نوراني اورڼا کوي .لکه څنګه چې ستوري مځّکه رڼا کوی ؛.
حضرت فاطمةالزهرا سلام ا... علیها په یوې داسې ټولنې کې وزیږده چې دیوه ارزښمن نظام درامینځته کولو لپاره ئې مهم عوامل نه درلودل . تاریخ لیکونکو ،عربستان له اسلامه مخکې له انساني ارزښتونو خالي یوه داسې ټولنه پيژندله چې دهغې ارزښتمن نظام په خرافاتو مشتمل ؤ . دنورو په وژلو کې ژوند کول ،پر یوه بل ویاړ او فخر کول . او د ژوند په هماغو لومړنیو شیبو کې د لوڼو ژوندي ښخول دټولنیزو ارزښتونو بڼه غوره کړې وه او دهغه ټاټوبي د اوسیدونکو خلکو په روح او باطن کې ئې ځاي پوخ کړی ؤ . په دغه شان ټولنې کې حضرت فاطمةالزهرادمیرمنو او انجونو شخصیت ته په بې پامۍ او بې حرمتۍ کې د پيغمبر اکرم دسنت ماتولوبیلګه شوه . په یوې داسې زمانې کې چې لوڼه ژوندۍ ښخول کیدې ، د خداي رسول به د حضرت فاطمةالزهرا لاسونه څپول . فاطمةالزهرا د پلار لپاره کوثر(ډیرزیات خیر) وه او هغې ته د پيغمبر اکرم خاص توجه ، فاطمه ته د پيغمبر توجه نه یوازې د مهربان پلار او هغه بچي په خاطرچې هدفمن پام ورته کیږی . هغه بزرګوار فاطمه نازوله، څو دمیرمنې په نسبت د اسلام دغوره لیدتوګې نښه او بیانونکي شي . د خداي رسول له هر فرصته استفاده کوله او د فاطمةالزهرا لوړ شخصیت ئې خپل اصحابو ته ورمعرفي کاوهّ . د فاطمه ډير فضایل له داسې کسانو هم نقل شوي دي چې د پیغمبرد کورنۍ برخه نه وو . دا حقیقت ښئ چې پیغمبر اکرم قصدا د حضرت فاطمه بی بی فضایل خپلو ملګرو او اصحابو لپاره بیانول څو ددغه بزرګوار شخصیت د وجود برکتونه معرفی کړي او په ټولنې کې د هغې بی بی لوړ شان او منزلت تثبیت شي .
سعد بن ابی وقاص وائي :، له پیغمبره مې واوریدل چې وې فرمایل :، فاطمه د ماد بدن ټوټه ده ،هرچا هغه خوشاله کړه، زه ئې خوشال کړم او هرچا ورسره بدي وکړه ،نو لکه زه ئې کړولی وم ، فاطمه زما په نزد له ټولو خوږ انسان دی ؛.
د فاطمه بی بی روح اوباطن هم د رسول د خداي د لوي شخصیت تر څنګ د وحي په کور کې د ژوند له خورا لوړو مفاهمو سره آشنا شو . هرځل چې پيغمبر د وحي په نازیلیدوسره دنویو حقایقو په بیانولو مامورکیدهّ ،نوفاطمه بی بی په ژور درک سره دپيغمبر اکرم له حکمته ډک,دخبرو لوړمعارف زده کول .
حضرت فاطمةالزهرا سلام ا... علیها په دغه ډول پراخ بصیرت سره د کورنۍ او ټولنې په ډګر کې شتون پيدا کړ . هغه بزرګواره په پوهې او پلانونې سره دټولنې او کورنۍ د مسئولیتونو ترمینځ یو پيوند شو . داسلام دګران پيغمبر ګرانه لور د اسلامی ټولنې په ټولنیزو اوسیاسی مسئلو کې هم بې پروا نه وه او دحق د جبهې ملګرتیا ئې کوله ، په دې توګه په ټولنیزو مسئلو او موضوګانو کې د خپل خاوند حضرت علی علیه السلام نزدې ملګرې او سلاکاره وه. حتی په سختو جنګونو کې ئې له هغه او خپل پلار پیغمبر اکرم سره مرسته کوله . دهغه په نظر کې د مریانو خوشي کول یو ارزښتمن کار ؤ .لکه څنګه چې ئې یوه ورځ خپل د غاړې هار(غاړکۍ) چې امام علی ورته اخستی ؤ ،خرڅ کړ او په هغوپيسو ئې یو مریهّ یا غلام واخستهّ او بیا ئې آزاد کړ . د اسلام ګران پيغمبر دخپلې لور په دغه کار ډير خوشال شو او هغه ئې وستایله .
حضرت فاطمةالزهرا د اسلام د ګران پيغمبر له رحلته وروسته د اسلامی امت په رهبرۍ کې له انحراف سره د مقابلې او دحق د اثبات لپاره هڅه خپله دنده ګڼله . کله کله دشپې مهال له خپل خاوند سره یوځاي د انصار و او مهاجرانوکورته تله اودحضرت امام علی دجانیشنۍ په باب ئې دخپل پلار وصیت یادوهّ او هغوي ئې دحق دفاع ته بلل . دحضرت فاطمةالزهراد لنډالبته له برکته دډک ژوند مهمې ځانګړتیاوې د ټولنیزوفعالیتونوپه ډګر کې ددغې لوئې میرمنې حق ویل او حق غوښتنه وه . د ایران داسلامی انقلاب دمعظم لارښود حضرت آیت ا.... العظمی سید علی خامنه ای په دې باب فرمائي :، د فاطمةالزهرا ژوند که څه هم لنډ ؤ او کابو تر شلو کلونو هم ونه رسید، ،خو دغه ژوند د مبارزې ،انقلابی کار ،ښونې او درس ،وینا اود نبوت ،امامت او اسلامی نظامه ددفاع او صبر له پلوه دمبارزې او زیار څپانده سمندر او په نهایت کې شهادت دی .
دا د فاطمةالزهرا جهادي ژوند دی چې ډير بیړناک او په حقیقت کې بې مخینې دی اویقینا د انسان په ذهن کې یو ځلانده او استثنائی ټکی دی .
حضرت فاطمه بی بی د ښځې برلاسی له هغو نارینه و سره په ړندې او یا ورانونکي سیالۍ کۍ نه بلکې د هغودندوپه ښه ترسره کولو کې بلله چې د پنځون نظام دمیرمن پرغاړه کیښودلي دي . یوه داسې دنده چې نارینه ئې په ترسره کولوکې بې وسه دي . له دې امله دغه لویه بی بی د ماندنې او مور په مقام په استثنائی ډول وځلیده او د خپلې مینې په عطروسره ئې دکورنۍ فضاله بویه ډکه کړه . داسلام دغه لویه بی بی دکوراو کورنۍ له چاپيریاله لویه مدرسه جوړه کړه دهغې له واړهّ کور ه لوي ارزښتمن شخصیتونه راپورته شول . د اسلامی انقلاب ارواښآد لارښود حضرت امام خمیني دحضرت فاطمةالزهرا او دهغې دکورنۍکورداسې بللی دی :. هغه کسان چې د فاطمه بی بی په واړهّ کور کې وروزل شول ، د شمیر له پلوه څلور یا پنځه کسان وو خو په حقیقت کې ئې د حق تعالی ټول قدرت وځلوهّ او ډير خدمتونه ئې وکړل .چې مونږ تاسو او ټول انسانان ئې حیرانه کړي يو . دخداي پاک سلام او درود وي پردغه معجزناک کورچې د الهي عظمت دنور د ځلیدا ځاي دی په یوه واړهّ او تنګ کورکې یوه میرمنه داسې انسانان روزي چې نورئې له مځکې تر آسمانونو اوله عالم ملکه دملکوت تر بلې خوا ځلیږي .
بې له شکه د حضرت فاطمةالزهرا په باب خوره غوره خبرې د نړیوالولپاره د پروردګار کلام دی .قرآن کریم فاطمه بی بی کوثر ګڼي .کوثر یعنی ډیر خیر ، هغه څه چې فاطمةالزهرا سلام ا... علیها ئې بیلګه ګرځولې ، دانسان په درستو نیکو اړخونو کې دهغې بی بی بشپړتوب دی . دحضرت فاطمةالزهرا اهمیت، نفو ذ او اغیزې د دغې لويې او پاکې بی بی دمعنوي اړخونو ،کمالاتو او فضایلو په خاطر دی . ددغې پاکې بی بی معنوي حالاتو ،انساني روحیاتو ، مهربانو عادتونو ،منطقي چلندونو ،حکیمانه ویناؤ او نورونامتو ځانګړنو له هغې دښو اخلاقو بیلګه جوړه کړې ده . دحضرت محمد مصطفی دګرانې لور معنوي مقام تر دې حده لوړدی چې دخداي پاک ملائکې له هغې سره خبرې کوي او هغه د خلقت له پیله تر قیامت ورځې پورې دنړۍ غوره میرمن ګڼي .
= دوستانو د حضرت فاطمةالزهرا سلام ا.. علیها د نیکمرغه زوکړې ورځ په ایران کې د میرمنې او مور د مقام د درنښت ورځ په توګه لمانځل کیږي .ددغې پاکې بی بی نیکمرغه زوکړې او دمور ددرنښت په باب د مبارکۍ په ویلو سره دخپلو خبرو غورچاڼ دهغې بزرګوارې په یوه کلام سره پاي ته رسوو . حضرت فاطمة الزهرا سلام ا....علیها دمورپلار د احترام دضرورت په باب فرمائي؛، خداوند متعال له مور پلار سره نیکي کول دخپل غضب د مخنیوي سبب ګرځولي څو ددغه مهم دیني چارې په رعایت کولو سره له الهي غضبه په امان کې شو ؛.
(سیماب)

Add new comment