دبي بي زهرا شخصیت د ایت ا... اررګانی له نظره
د حضرت بي بی فاطمة الزهرا د شخصیتي ځانګړتیاوو په هکله دافغانستان له تکړه عالم ایت الله سید محمود هاشمي ارزګانی سره مرکه پوښتنه :
د حضرت بي بي فاطمة الزهرا د شهادت د تلین په شپو ورځو کې یوو هغه بي بي چې د ولایت او امامت مور او د رسول الله مبارک قدرمنه لور ده. مهرباني وکړئ د دغه لویې میرمنې د شخصیت په هکله زمونږ اوریدونکو ته معلومات راکړئ؟
ځواب:
تر هر څه مخکې د نړۍ تر ټولو د غوره میرمنې، د رسول الله مبارک د زړه د ټوټې او د خدای د رسول د قدرمنې لور د ویر د ورځو په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو په تیره بیا هغه میرمنو ته چې ځانونه دهغه بي بي د لارې لارویان ګڼي خواخوږي وړاندې کوم او له لوی خدایه غواړم چې مونږ د هغه قدرمنې میرمنې د ګران پلار حضرت محمد (ص) د دین پیروان او دزمونږ میرمنې د هغه بي بي په لارې تلونکې وګرځوې.
د اسلام د لویې میرمنې بي بي فاطمة الزهرا سلام الله علیها په هکله باید ووایم چې د نړۍ په ټولو میرمنو کې هغه لومړی مقام لري او که پینځه میرمنې د نړۍ تر ټولو لویې میر منې وګڼو چې قران او تاریخ معرفي کړې دي د هغوي په سر کې بي فاطمة الزهرا ده.
د رسول الله مبارک لور چې نومونه یې زهرا، صدیقه، طاهره، زکیه راضیه او مرضیه دي د بعثت په پینځم کال دنیا ته راغله که څه هم ځینو مورخانو دهغوی د زوکړې وخت له بعثته پنیځه کاله مخکې بیان کړی دی د دغه اختلاف نتیجه دا کیږي چې ایا هغه لویه میرمنه د شهادت په وخت اتلس کلنه وه که اته ویشت کلنه، په هر حال تاریخ دهغې د وفات په نیټې کې اختلاف نه لري. که څه هم لږ شان اختلاف شته چې ایا هغه بی بي د رسول الله مبارک له وفاته وروسته پینځه اویا که پینځه نوي یا پینځه څلویښت ورځې ژوندۍ وه خو ټول په دې متفق دي چې هغه بي بي په هماغه کال له دنیا سترګې پټې کړې او درسول الله مبارک له رحلته وروسته یې تر یو کال کم عمر وکړ. او مخکې تر دې چې یو کال پوره شي هغه بي بي شهیده شوه.
د بي بي فاطمة الزهرا په هکله مونږ د ځینو ټکیو یادونه کوو د هغې د علم او پوهې په هکله او دهغې د عصمت او پاکۍ په باب او دا چې هغه بي بي په دریو پړاونو کې دنړۍ د ښځو لپاره بیلګه وه د د رسول الله مبارک په کور کې د یوې لور په شکل کې د حسن حسین او بي بي زینب او بي بي ام کلثوم لپاره د یوې مور په شکل کې او د حضرت علي لپاره د یوې میرمنې په شکل کې .
د هغه بي بي د علمی شخصیت او پوهې په هکله ضروري ده د دې ټکي یادونه وکړو چې که څه هم تار یخ لیکونو او محدثانو له هغې لږ شان حدیثونه نقل کړې دي مثلا په مسند احمد ابن حنبل کې په ځینو برخوکې له بي بي زهرا ځینې روایتونه نقل شوې دي چې له هغې بي بي کابو لس روایتونه نقلوي.حال دا چې دوي د خپل کتاب دوه سوه درې پنځوس مخه هغو روایتونو ته بیل کړی دی چې د بي بي عایشې له قوله د خدای له رسوله نقل شوې دي. دا په داسې حال کې دي چې که مونږ له رسول الله مبارک سره د بي بي زهرا ګډ ژوند له هغه مبارک سره دبي بي عایشې له ګډو ژوند سره پرتله کړو فرق یې ډیر زیات دی په دې معنا چې بي بي زهرا د ولادت له لومړۍ ورځې له رسول الله مبارک سره ژوند کړی دی او حتی هغه وخت هم چې د میړه یعنې حضرت علي کور ته لاړه د دوي کور د خدای درسول له کور سره نزدې و. او رسول الله مبارک تر هر چا زیاته له بي بي زهرا سره مینه لرله. یعنې نه کاله د پلار په کور کې وه او نه کاله نور د میړه په کور کې خو له رسول الله مبارک سره یوه ځای وه. او ټول مورخان مني چې هرکله به د خدای رسول په سفر تله وروستې کس چې ورسره به یې خدای پاماني کوله بي بي زهرا وه او له سفره په ستنیدو کې یې هم لومړی کس چې رسول الله مبارک به کتنې ته ورتله حضرت فاطمة الزهر ا سلام الله علیها وه . نو ددغه مینې او الفت تقاضا دا وه چې حضرت زهرا تر بلې هرې میرمنې زیات د رسول الله مبارک له خوی او سیرت او اخلاقو سره بلده وي .
همداراز له رسول الله مبارکه له نقل شویو روایتونو سره اشنا وي. خو له بده مرغه یو ظلم چې له هغې بي بي سره وشو دا دی چې له هغې نقل شوې روایتونه د پیغمبر د میرمنو لکه بي بي عایشې په پرتله ډیر کم نقل شوې دي. سره له دې چې کله بي بي عایشه د خدای د رسول کور ته راغله یعنې له بعثته وروسته د خدای له رسول سره د هغوی ملګرتیا تر لسو کلونو کم وخت ته رسیږي. حال دا چې بي بي فاطمې د خپل ژوند له اوله تر اخره دخدای له رسول سره ژوند وکړ په دې حساب د دوي روایتونه باید د نورو په پرتله ډیر زیات وي له همدې امله د اهل سنتو لوی عالم سبط ابن جوزي په دې خبره حیرانتیا څرګنده کړې ده او وایی چې : وقد روت عن رسول ا... ثمانیة عشر حدیثا و قیل ثمانین حدیثا و انها یسیرة بنسبة الیها» کتاب تذکرة الخواص ۲۷۸ مخ .
ژباړه: بي بي زهرا له پیغمبره اتلس یا په یو قول اته حدیثونه نقل کړې دي او دا د خدای له رسول سره دهغې د ګډژوند په پرتله ډیر کم شمیر دی .
په هر حال دا چې مونږ د تاریخ او حدیث په کتابونو په تیره بیا د اهل سنتو وروڼو په کتابونو کې له بي بي زهرا ډیر کم حدیثونه لرو دا یوه جفاده چې له بي بي زهرا سره شوې ده . دا په داسې حال کې دي چې له رسول الله مبارک سره د هغوي ټول ژوند ښیی چې دوی د رسول الله مبارک په لمنه کې روزل شوې دي او د رسول الله مبارک علم او پوهه باید تر بلې هرې میرمنې زیات بي بي زهرا ته منتقل شوې وي پر دې سربیره قران مجیدهم یو ټکی بیانوي چې هم د بي بي زهرا لوړ علمي مقام ښیی او هم یې د عصمت مقام.
دواقعه سورې له اوه اویا تر نه اویا ایتونو کې راغلې دي چې خدای فرمایی:« انه لقران کریم، فی کتاب مکنون ، لا یمسه الا المطهرون»
یعنې دا کتاب (قران)په لوح محفوظ کې دی او کله چې نازل شو نو بې له پاکو انسانانو د هغه په ژوروالي او مفاهیمو هیڅوک نه پوهیږي.
دلته دا پوښتنه پیدا کیږ ي چې هغه پا ک کسان چې د قران په حقیقي او ژوره معنا پوهیږي کوم کسان دي ایا په خپله قران دغه پاک کسان معرفي کړې دي او که نه ، ددې پوښتنې ځواب د احزاب د مبارکې سورې په درې دیرشم ایت کې راغلی دی چې فرمایی:« انما یرید الله لیذهب عنکم الرجس اهل البیت و یطهرکم تطهیرا»په دغه ایت شریف کې په دې ټکي کې اختلاف دی چې ایاد پیغمبر میرمنې هم په دغه ایت کې شاملیږي او که نه خو په دې برخه کې هیڅ یو عالم اختلاف نه دی کړی چې حضرت زهرا د غه ایت یو مصداق دی او د ایه تطهیر یوه بیلګه ده. یعنې پینځه کسان خو ټول مني چې اهل بیت دي. مونږ که اوس دا دواړه ایتونه د یو بل تر څنګ کیږدو معنا یې دا کیږي چې له یوې خوا بي بي زهرا د پاکو او مطهرینو برخه ده او له بلې خوا قران په خپله فرمایی چې د قران په ژورتیاو او حقیقي معناوو یوازې پاک کسان پوهیږي نتیجه اخلو چې بي بي زهرا هغه پاکه میرمنه ده چې د قران په ژورو پوهیږي او له همدې امله په تاریخ کې د مصحف فاطمه په نامه یو مصحف ثبت شوی دی چې په هغه کې له رسول الله مبارک او قرانه اخستل شوې مفاهیم موجود وو چې دغه مصحف د بي بي فاطمې له پاکو او معصومو بچیانو سره و.
له بل پلوه په خپله د مباهلې ایت په قران کې ښیی چې کله د خدای رسول د نجران نصاراوو ته وعده ورکړه چې سبا مونږ خپلې ښځې او سړي او بچیان راولو او تاسو یې هم راولئ نو وینو چې سبا یې په ښځو کې یوازې بي بي فاطمه له ځان سره بوتله او دا ښیی چې کله رسول الله مبارک فرمایی چې مونږ سبا خپلې ښځې او کورنۍ راولو یوازې بي بي فاطمه یې ددغه مقام لپاره وټاکله او له ځان سره یې بوتله نه بل څوک.
له دغه ایته له یوې خوا د بي بي فاطمې لپاره د عصمت او پاکۍ مقام بیانیږي او له بل پلوه د بي بي زهرا لوی علمي مقام ، ځکه چې که دغه دوه ایتونه د یو بل تر څنګ کیږدو پوهیږو چې بي بي فاطمه د قران کریم په ګواهۍ سره د قران له ټولو مفاهیمو او معناګانو سره اشنا وه . او په دې اساس مونږ د بي بي فاطمې مقام په دې ډول پیژندلی شو چې دوي د قران له اسرارو او پټو رازونو خبر وو او همدا چاره سبب کیږي چې د قران په مفاهیمو او معارفو کټ مټ عمل وکړي. او د خپل پلار په لمنه کې چې په خپله د قران تجسم و او دقران ناطقه نسخه بي بي زهرا هم ناطق قران وي. په دې ډول ده چې له رسول الله مبارکه هغه رارسیدلی روایت معنا او مفهوم پیدا کوي چې د بي بي فاطمې په هکله یې وفرمایل: هغه دنړۍ د ښځو سرداره اوسیده ده له اوله تر اخره .
د اهل سنتو لوی عالم ښاغلی الوسي په دې اړه په تفسیر روح المعانی کې یوه جمله بیان کړې ده چې په مناسب فرصت کې به یې وړ اندې کړم. او زمونږ د بحث نتیجه دا کیږي چې د قران او تاریخ په شهادت دا صدیقه طاهره وه چې د قران له معناګانو او مفاهیمو خبره وه . او ددغه علم بیلګه مونږ دهغوی په هغه لویې خطبې کې لیدلی شو چې د فدک په مسئلې کې یې بیان کړه چې په دغه خطبه کې دوی د قران له ایتونو څومره زیاته استفاده وکړه او د یوې عالمې او پوهې میرمنې په شان چې د قران په ایتونو یې پوره اشراف او لاس درلود د قران ایتونه یې د خپلې مدعا لپاره بیان کړل او په هغو یې استدلال وکړ. او له دې امله چې هغه یوه عالمه او پوهه میرمن وه له همدې امله د نړۍ د میرمنود سردارۍ مقام یې لاسته راوړ. او د ټولو میرمنو لپاره بیلګه شوه د یوې لور ، مور او میرمنې په حیثیت کې . که ضر ورت و نو زه به درته دهغوی د ژوند مثالونه بیان کړم .
پوښتنه:
د بي بي فاطمې د علم او پوهې د لاسته راوړلو په مسله کې زمونږ اوریدونکو ته معلومات ورکړئ چې ایا هغه قدرمنې بی بي د پیغمبر په شان له لوی خدایه نیغ په نیغه علم لاسته راو ړ او که استاد یې په خپله پیغمبر و؟
ځواب :
په دې برخه کې مونږ د بي بي فاطمې په نسبت یو معمول روده لرو او یوه غیر معمول، مونږ همدا روده د رسول الله مبارک په سیرت کې هم لیدلی شو. د هغوی د شاګردانو او هغو کسانو په نسبت چې رسول الله مبارک ورته توجه کوله . پّ دې معنا چې مونږ د رسول الله مبارک حضرت علی او بي بي فاطمې په شان شخصیتونو لپاره یو هغه علم لرو چې علم لدني ورته ویل کیږي لکه چې قران په خپله هم په واقعه سوره کې فرمایی چې دغه علم د روحي پاکۍ نتیجه ده او کله چې روح پاک او پاکیزه شي هغه مخصوصه پاکي راځي چې عصمت ورته ویل کیږي د هغو روایتونو مطابق چې له شیعه او سني نقل شوې دي او دواړه یې مني د خدای رسول وفرمایل: څوک چې څلویښت ورځې خپل زړه له ککړتیاوو او پلیتیو پاک وساتي دا زړه دخدای د رحمت او فیضان او نور د راکوزیدو مرکز ګرځي او معرفت پیدا کوي. او دا خبره بیا په هغو زړونو لا ښه صدق کوي چې په خپله ذات یې طاهر او مخصوص وي او مونږ ته پته ده چې بي بي زهرا او معصوم امامان په دغه ډول وو او پاک او طاهر ذات یې درلود. په دې اساس د خدای د رڼا فیضان د هغوي په زړونو زیات و چې دغه فیضان ته الهی الهامات هم ویل کیږي او د همدغه لوړ الهی ظرفیت له امله وه چې رسول الله مبارک د خپل ژوند په اخرو شیبو کې حضرت علي وغوښته او د هغه په غوږ کې یې یو څه وویل : چې وروسته بیا له حضرت علي پوښتنه وشوه چې پیغمبر تاته څه وفرمایل: او دوي وویل چې پیغمبر ماته د علم بابونه پرانستل چې له هر بابه یې په زرګونو بابونه پرانستل کیږي یا په یو بل ځای کې فرمایی چې په هر ځای کې به چې قران نازلیده رسول الله مبارک به هغه ماته لوسته او د هغه تفسیر او ژورتیاوې به یې ماته ښودلې . نو دا ظرفیت د خاصو کسانو لپاره دی په دې اساس صدیقه طاهره لکه څرنګه چې د یو ماشوم په شان د رسول الله مبارک او بي بي خدیجې په لمنه کې وروزل شوه او په نتیجه کې یې د پیغمبر خلق او خوي او سیرت او اداب او طریقې زده کړې له دې سره په یو وخت یې یو ډول روحي طهارت او زمینه او ظرفیت هم درلود چې په هغه پاکې بي بي یې د الهی الطافو او الهاماتو زمینه برابروله. او سبب کیده چې د خدای او درسول الله مبارک خاص الطاف هغې ته وروښودل شي.
پوښتنه :
نو له دې منظره د بي بي فاطمې د شخصیت ملکوتي اړخ هم ښکاره کیږي؟
ځواب:
هو ، همداسې ده که چې مونږ دهغه لویې بي بي د زوکړې پیښې او د بي بي خدیجې د حامله کیدو پیښه په نظر کې ونیسو چې مورخان لیکي په هغه شپه دخدای رسول معراج ته لاړ او وې فرمایل چې جبراییل ماته یوه جنتي میوه راکړه یا یې د جنت یوه مڼه راکړه چې دهغې دخوړلو په نتیجه کې د خدای رسول څلویښت ورځې بي بي خدیجې ته نزدې نه شو او بیا یې هغه جنتي میوه وخوړله او د بي بي فاطمې نطفه ظاهرا له دغه میوې ګنډه شوه. له بلې خوا روایتونه وایی چې رسول الله مبارک به بي بي فاطمه ډیره زیاته ښکلوله او کله چې ځینو بیبیانو اعتراض وکړ نو وې فرمایل چې کله زه خپله لور بویوم نو د جنت بوی ترې راځي چې دا په خپله د دې ښودنه کوي چې د بي بي فاطمې ولادت یو ملکوتي بهیر و .
اوله بل پلوه دا چې دا پاکه شجره او د خدای د رسول کوثر د معصومو امامانود پیدا کیدو سبب شوه چې نړۍ اوس د هغوی د وروستي کس یعنې امام مهدي راتګ ته په تمه دی هغه کس چې نړۍ به له عدل او انصافه ډکوي. نو ددغه پاکې شجرې او د قران په تعبیر خیر کثیر او کوثر ملکوتي څیره له هیچا پټه نه پاتې کیږي ځکه چې یو عام کس دومره زیات اثرات او برکات نه شي لرلی .
یو لوی عالم د بي بي زهرا په هکله یوه ډیره ښه وینا لري او فرمایی چې که دخدای رسول بي بي زهرا ته خیر کثیر او کوثر وایی نو بالکل په ځای ده ځکه چې که نور کسان د بي بي فاطمې د اولاد له برخلیک سره مخامخ شوې وای نن به دهغوی هیڅ نوم او نښان نه و پاتې،ځکه چې په تاریخ کې مونږ په ډیر افسوس سره وینو چې هغه خلیفه ګان چې د پیغمبر په ګدۍ کښیناستل چې باید تر هرڅه مخکې یې د رسول الله مبارک د اولاد خیال ساتلی و او هغوی ته یې اهمیت ورکړی وای خو هم دبني امیه و او هم د بني عباسو په زمانه کې ټولو خلفاوو هڅه کړې ده چې د بي بي فاطمې اولاد له مینځه یوسي او د پیغمبر او علي نسل ختم کړي هغه نسل چې د پیغمبر نسل و ځکه چې که څه هم د پیغمبر ځینې زامن او لوڼه پیدا شوې وې خو هیڅ یو یې د هغوی له ژونده وروسته ژوندی پاتې نه شو او واده یې ونه کړ چې ګوندې بچیان ترې پاتې وي. او دپیغمبر نسل یوازې له بي بي زهرا باقي باتې شو او څومره نسل وژنې او قتل عامونه چې له دغه نسل سره وشول که له بل کوم نسل سره شوې وای هغه به ختم شوی و. خو له دې امله چې دخدای غوښتنه دا و ه چې دا کهول دوام پیدا کړي نن د بي بي فاطمې اولاد د یوې پاکې ونې په شان ډیرې څانګې لري او دنړۍ په ګوټ ګوټ کې د پیغمبر نسل خپور دی.
خو دلته باید د یوه ټکي یادونه وکړم او هغه دا چې د حضرت زهرا د شخصیت په بیانولو کې باید دهغې له انساني او بشري صبغې استفاده وکړ ځکه چې که مونږ دهغې په ملکوتي څیرې ټینګار وکړ او هغه څیرې چې زمونږ عامو انسانانو له لاسرسۍ بهر ده په دې بڼه کې دهغې د شخصیت بیلګه والی پیکه کیږي نو مونږ باید د بي بي فاطمې په انساني څیرې پسې اقتدا وکړو چې د یوې لور په توګه له رسول الله مبارکه پیدا شوه وروزل شوه لویه شوه ، واده یې وکړ اولاد یې تربیت کړ او دریځ یې ونیوه د پلار په کور کې او دخاوند په کور کې ، که مونږ په همدغه ځمکنۍ ټولنه کې او په بشري شکل کې د بي بي فاطمې په شخصیت کې تفکر وکړو نو ډیر الهام ترې اخستلی شو او بیلګه یې ګرځولی شو. په تیره بیا دا چې د تاریخ یوه حیرانتیا دا ده چې دغه میرمنه په دومره کم عمر کې او یوازې په اتلسو کلونو کې په دریو انساني شکلونو کې بیلګه وه چې ټولنې میرمنې مجبوره دي له دغو دریو شکلونو یو شکل ولري یعنې یا لور وي یا میرمنه وي او یا هم موروي .د بي بي فاطمې شخصیت په دغو دریو شکلونو کې دهغوي په ژوند کې راڅرګند شي.ځکه چې ښځې یا میرمنې دي یا لوڼه یا میندې، او بي بي زهرا د انساني شکل په چوکاټ کې دغه درې شکلونه تیر کړې دي چې د نورو لپاره بیلګه شي. البته دلته یو بل ډګر ته هم باید اشاره وکړو او هغه د علم او پوهې ډګر او د اجتماعي او سیاسي فعالیتونو ډګر دی چې په دې ډګر کې هم بي بي فاطمې په تاریخ کې خپل یو مثال پریښی دی زه به دلته د ښاغلي الوسي خبره ذکر کړم چې وایی: زه په یقین سره وایم چې په تاریخ کې د بي بي فاطمې په شان کس نه تر هغې مخکې تیر شوی او نه به تر هغې وروسته راشي .
پوښتنه:
ستاسو له خبرو دا استفاده کولی شو چې د بي بي فاطمې په شان شخصیت د ځمکې په مخ د عامو خلکو په شان نه و بلکه په بشري شکل کې په دې وجه راغلل چې د ټولنې لارښوونه وکړي او هغې ته تعلیم او تربیت او حکمت ورزده کړي؟
ځواب :
هغه څه چې تاسو وویل بلکل سم دی او په خپله د پیغمبر په شخصیت دا خبره کاملا صادقه راځي په دې معنا چې رسول الله مبارک یو ملکوتي او اسماني شخصیت دی خو د بشر په شکل کې راواستول شو چې مونږ انسانان له هغه بیلګه او مثال واخستلی شو . همداراز بي بي زهرا چې له یوې ملکوتي څیرې سره سره په ټولنه کې د یو انسان په بڼه پیدا او لویه شوه او کردار یې د نورو لپاره بیلګه وګرځیدله. خو دا چې په هغه وخت کې یا اوسمهال ټولنې څومره دهغې له وجوده استفاده وکړی شوه او بیلګه یې واخستله زه دلیل راوړم بیا هماغه خبره چې په اوله کې مې وویله چې د هغه وخت د ټولنې خلکو دهغې له وجوده ډیره کمه استفاده وکړه دومره کمه چې له دوي یې یوازې اته یا اتلس حدیثونه روایت شوې دي . دا ښیی چې په هغه وخت کې د بي بي فاطمې په نسبت د ټولنې نظر که مغرضانه نه و لږ تر لږه نامهربانه و او دغه مبغوضانه نظر خپل ځان د کربلا په پيښه کې په ډیر بوږنوونکي ډول وښوده له امام حسن سره په مقابله کې له بي بي زهرا سره په چلند کې او په هغو مصیبتونو کې چې د اسلامي امت ټولنې د رسول الله مبارک له رحلته وروسته په هغوي وکړل دا مصیبتونه ښیی چې دخدای رسول له رحلته وروسته اسلامي ټولنه دهغوی قدردانه نه وه بلکه هڅه یې وکړه چې هغه څه چې هغوی یې لر ي ترې واخلي او کله چې بي بي زهرا له دنیا لاړه په مات او خپه زړه سره لاړه او تاریخ وایی چې بي بي زهرا د خپل شهادت په وروستیو شیبو کې امام علی ته وفرمایل چې : په دغه خلکو کې ډیر زما نه خوښیږي اونه غواړم چې زما پوښتنې ته راشي یا زما په جنازې کې حاضر وي یا په ما لمونځ وکړي . له همدې امله بي بي فاطمې ته د شپې غسل ورکړی شو او ښخه کړی شوه او یو دلیل یې همدا و چې بي بي دخپل وخت له خلکو خپه وه .
دلته باید زیاته کړم چې په صحیح بخاري لومړي ټوک ۲۵۵ مخ کې او صحیح مسلم څلورم ټوک او د اهل سنتوپه نورو روایتونو کې راغلې دي چې د خدای رسول وفرمایل:خدای تعالی د بي بي فاطمې په خوښۍ خوشالیږي او دهغې په غوسې غوسه کیږي یا دا چې په خپله دخدای رسول فرمایی چې چا چې بي بي فاطمه و ځوروله زه یې ځورولی یم او چا چې هغه خوشاله کړله زه یې خوشاله کړی یم. دا د بي بي فاطمې او خدای اورسول د خوښۍ او خپګان په مینځ کې غږملتیا دا د یو انسان د مقام اوج ښیی خو له بده مرغه د پیغمبر له رحلته وروسته په خپله همدا چې حضرت زهرا پنیځه څلویښت یا ډیر تر ډیره درې میاشتې پس له دنیا لاړه دا کم عمر د دې ښودنه کوي چې د خدای له رسوله وروسته دغه ورځې په بي بي فاطمې ډیر سختې تیرې شوې . او که مونږ هغه ځینې روایتونه چې د شیعه اوسني په کتابونو کې راغلې دي ومنو او که وې نه منو دا پوښتنه په تاریخ کې هماغه شان باقي پاتې ده چې ولې بي بي فاطمې په ځوانه ځوانۍ کې بې له دې چې کوم مشکل ولري له دنیا لاړه . او د هغه وخت ټولنې نه یوازې د هغې له وجوده استفاده ونه کړه بلکه دوي یې غوسه او خپه کړل او همدا خپګان سبب شو چې هغه له دنیا لاړه شي. او بیا ګورو چې د هغې له بچیانو او اولاد سره یې څه وکړل او د امام په وینا که مونږ له حضرت علي تر امام حسن عسکري د ټولو امامانو ژوند ته وګورو ټول یا په توره شهیدان شوې یا په زهرو. او هغه کسان چې د پیغمبر په ګدۍ ناست وو د بي بي فاطمې څومره اولاده یې ووژله دا هغه ډیره ناشکري او تاوتریخوالی ښیی چې د پیغمبر له اولاد سره وشو چې مونږ د بیلګې لپاره یوازې د کربلا پیښې ته اشاره کولی شو چې خلک ورسره اشنا دي خو نور هم ډیر تراخه واقعیات شته دي چې له خلکو پټ پاتې دي او که تاریخ ولټوو له داسی پیښو ډک دی چې د بي بي زهرا له اولاد سره زیاتی شوی دی او که بي بي زهرا د قیامت په ورځ له دې امته خدای ته شکایت وکړي په ځای به وي مګر دا چې نننی امت ګام پورته کړي او داسې څه وکړي چې تیر تراخه حقیقتونه هیر شي او جبران کړی شي .
پوښتنه :
په دغه کمه موده کې چې بي بي فاطمه ژوندۍ وه تاسو وویل چې بي بي دا ورځې ډیرې سختې تیرې کړې او ډیره ژړا به یې کوله ایا دغه ورځو ته په یو ډول فاطمي پاڅون نوم ورکول شو چې د راتلونکو ټولنو لپاره یو پیغام و که په دې هکله لږ شان وضاحت وکړئ چې بي بي فاطمې په خپلو ژړاګانو سره غوښتل څه پیغام ورکړي یا یې چې کومې خطبې ورکړې دهغو پیغام څه دی ؟
ځواب :
مونږ د بي بي فاطمې د ژوند په دې برخه کې ځینې ځانګړتیاوې لرو چې باید یادونه یې وشي منجمله په خپله له لومړي خلیفه سره د بیعت په مسله کې وینو چې په دغه بیعت کې هغه وخت د رسول الله مبارک یوشمیر لوی اصحاب موجود نه وو او بیعت یې ونه کړ منجمله په خپله امیرالمومنین حضرت علی علیه السلام ځکه چې د خدای درسول په غسل او کفن کې مشغول و.او له بل پلوه که مونږ هغه ته دهغه وخت د یوې وتلې څیرې په توګه وګورو وینو چې د سقیفې په جرګې کې له هغه سره مشوره ونه شوه او نه له بي بي فاطمة الزهرا او ځینو نورو لویو اصحابو سره . له دې ورتیر چې حضرت علي د خدای او رسول له لورې د امامت او خلافت لپاره ټاکل شوی و او که نه ، په خپله دا بې توجهي سبب شوه چې حضرت علي د بیعت له مسلې خپه وي او هغه ته ښه نظر ونه لري او رانه شي چې په سقیفې کې له خلیفه سره بیعت وکړي له دې امله دوهم خلیفه له یو شمیر کسانو سره د حضرت علي دروازې ته ورغی چې هغه له ځان سره بوځي او بیعت ته یې مجبوره کړي چې مثلا له اسلامي امته جدا نه شي په دغه ماجرا کې چې حضرت علي یې چمتووالی نه درلود هم له دې امله چې دخدای له لورې منصوب او ټاکل شوی و او هم له دې امله چې د سقیفې په جرګې کې هغه ته بې پامي شوې وه او سپکاوی یې شوی و په هرحال خبره دې ته ورسیدله چې هغه یې مجبوره کړ او د جومات په لور یې کش کړ البته ښایی چا دا جرئت نه وای لرلی چې دغه کار یې له حضرت علي سره کړی وای خو له دې امله چې حضرت علي په هغه وخت کې د رسول الله مبارک په غم غمجن او مصیبت ځپلی و او د پیغمبر په سپارښتنه او هغه ژمنه چې له پیغمبر سره یې کړې وه چې د مسلمانانو په وړاندې به توره نه راوباسي په دغه مسئله کې غلی پاتې شو او نور دهغه له چوپتیا په ناوړه استفادې سره هغه په زوره جومات ته بوتله په دې کیسې کې مونږ ګورو چې بي بي زهرا په حضرت علي پسې له کوره راووتله او دا لومړی ځل و چې بي بي په سیاسي ټولنیزو مسلو کې داخله شوه او د حضرت علي ملاوستونی یا کمربند یې ونیوه او جومات ته د هغه د څکولو مخه یې ونیوله کله چې نورو کسانو د بي بي فاطمې دغه ټینګار ته توجه ونه کړه او خبره دې ته ورسیدله چې بي بي زهرا هغوی ته وویل چې که علي په زوره بوځئ اوس به خدای ته لاس پورته کړم او ښیرې به درته وکړم په دغه وخت کې ددغه کسانو مشر وویل چې علي پریږدئ که نه وي د خدای غضب به په مونږ نازل شي یعنې دوي دومره یقین درلود چې که که بي بي فاطمه ښیرې وکړي د خدای غضب به په هغوی نازل شي خو دا د بي بي فاطمې د حرمت او عزت په وجه نه وه چې علي یې پریښود بلکه له عذابه د ویرې په خاطر وه . دلته وینو چې بي بي فاطمه دیوې میرمنې او د پیغمبر د وارث په توګه د دغه اقدام په وړاندې دریږي او د حضرت علی او د هغه د ولایت د مقام دفاع کوي.
دوهم پړاو هغه وخت دی چې د فدک پیښه رامینځته کیږي او بي بي زهرا لکه څرنګه چې په تاریخ کې نقل شوې دي د خدای د رسول په شان په جومات کې ګامونه اخستل او د پیغمبر یادونه یې په ذهنونو کې ژوندي کول او بیا تر پردې شاته لاړه او هغه ولوله ناکه خطبه یې چې په تاریخ کې د فاطمې په خطبې مشهوره ده ولوستله.
په دغه خطبه کې د بي بي زهرا استدلال دا وه چې تاسو چې د پیغمبر په مسند ناست یئ څرنګه د هغه حضرت په لاره او روده عمل نه کوئ دا وینا د یوې داسی میرمنې له لورې چې غم ځپلې ده د انقلابي ښځو لپاره یو لوی تاریخي سند دی چې د بي بي زهرا په شان میرمنه په هغه وچه کلکه فضا کې څرنګه دظلم په مقابل کې ودریده په هغه فضا کې چې دومره درنه او سخته وه چې د حضرت علي په شان کس پکې له کوره په زوره بوتلل کیږي چې د سقیفې په جریان کې بیعت وکړي.
دریمه پیښه چې په تاریخ کې د یو غبرګون په توګه پاتې شوه داوه چې بي بي زهرا له بقیع سره نزدې یوه جونګړه او کوټه جوړه کړه چې چت یې د ونو له څانګو و او دغه کوټې ته به یې بیت الاحزان یا د غم کوټه ویله. او په مختلفو وختونو کې به یې هلته ژړا کوله او هر لاوری به چې تیریده د بي بي فاطمې ژړا به یې اوریدله او پوښتنه به یې کوله چې دا څوک دي چې داسې ژاړي او خبریده به چې دا بي بي فاطمه ده چې ژاړي او له هغه رودې او کاره خپه ده چې د پلار امت یې دهغه له رحلته وروسته خپل کړی دی . او اخر هم دا چې وصیت یې وکړ چې ما دشپې په تیاره کې ولامبوئ او دشپې مې جنازه وکړئ او ښخه مې کړئ او قبر یې بې نشانه پریږدئ دا ټو ل اقدامات که له یو بل سره جمع کړو نو دیوې خاصې هوښیارۍ ، مدیریت او د هغې بي بي د ښه هوش او پوهې ښودنه کوي چې د هغه وخت د ټولنې له حالاتو سره په چلند کې لاره او د هغه وخت د حالاتو په وړاندې په مختلفو رودو سره د هغې د چلند او پاڅون ، دا ټول اقدامات د هغه وخت له حالاتو سره په مقابله کې مونږ ته دهغې تاریخي او انقلابي پاڅون انځوروي.
پوښتنه:
څرنګه شوه چې اسلامي امت د پیغمبر له رحلته د ډیرې کمې مودې په تیریدو سره دغه روده خپله کړه او له بي بي فاطمې سره د چلند په وړاندې غلې پاتې شول او هیڅ غبرګون یې ونه ښوده او ځینې په قدرت او مال پسې لاړل؟
ځواب:
په دې برخه کې که مونږ د پیغمبر د وخت یو بهیر ته پام وکړو خبره مونږ ته روښانیږي اوهغه د احد د جنګ بهیر دی . په دغه جنګ کې دخدای رسول یو شمیر غشي ویشتونکي په جبل الرمات کې کښینول او هغوی ته یې وفرمایل چې تر څو ما امر نه وي کړی له دغه غره مه راکوزیږي ، دلته پاتې شئ او د شا له لورې د اسلامي لښکر حفاظت کوئ. خو کله چې هغوی ولیدل چې د کفر لښکر ماته وخوړله او مسلمانان د ولجو په ټولولو لګیا دي نو په هغوی کې اکثرو د پیغمبر د امر په هیرولو او خلاف ورزۍ سره له غره راکوز شول او په جنګي ولجو او د دنیا د مال په ټولولو پسې شول او دنیا د هغوی سترګې ړندې کړې . او بیا د کافرانو د ستیندو د سید الشهدا حضرت حمزه د شهادت او د مسلمانانو دماتې په شان پیښو شاهدان یو چې رسول الله مبارک د غره په لور شاتګ وکړ او یو شمیر کسانو د پیغمبر له ملاتړه لاس واخسته او کله چې د کافرانو په لښکر کې د ځینو شیطانانو له لورې دا غږ پورته شو چې پیغمبر شهید شو نو ځینو کسانو تیښته وکړه په داسې حال کې چې مسلمانان وو او بیا وینو چې همدغه تښتیدلې کسان وروسته د اسلام په تاریخ کې په مشهورو کسانو بدل شول مونږ که دغه پیښې ته چې له مسلماتو ده توجه وکړو کولی شو چې د پیغمبر له رحلته وروسته پیښې وشنو بیا هم همدغه کسان وو چې موجود وو ځکه چې د احد له جنګه لا تر څو کلونو زیات وخت نه و تیر . نو همدغه کسان چې د پیغمبر په ژوند کې یې دهغه حضرت له امره سرغړاوه د رسول الله مبارک له وفاته وروسته هم موجود وو.
او له بل پلوه ځینې داسې کسان هم وو چې په خپله د هغوی په وینا مصلحتونه یې لټول او د اسلام ګټه او مصلحت یې په دې کې لیده چې د رسول الله مبارک له رحلته وروسته سملاسي یو کس خلیفه وټاکي د هغه امت لپاره چې پیغمبر یې لا ښخ شوی نه دی او کورنۍ یې په ښخولو او لامبولو لګیا وه او له هغوی سره حتی مشوره هم ونه شوه . دلته دې پوښتنې ته هم ځواب ورکول کیږي چې ایا د خدای رسول له ځانه وروسته خلیفه او ځای ناستی نه و ټاکلی ؟ ځواب دا دی چې د سقیفې د شورا په غونډه کې هغه کسان چې بیخي یې د پیغمبر کورنۍ خبره نه کړه او سلا یې ورسره ونه کړه ایا له هغوی دا تمه کیدی شي چې د پیغمبر په وصیت عمل وکړي او هغه چا ته چې پیغمبر له ځانه وروسته ټاکلی دی غاړه کیږدي.
نو یوه خو د قدرت غوښتنې او شهرت او مقام او مال غوښتنې زمینه وه او له بل پلوه ځینې کسان په مصلحت اندیشیو کې ډوب وو مثلا کله چې ځینو کسانو اعتراض وکړ چې ولې مو حضرت علي خلیفه ونه ټاکه دوي وویل چې هغه ځوان دی تجربه یې کمه ده او د عربو ډیر کسان یې وژلې دي اوعرب ورسره دښمني لري او کیدی شي دهغه مشري په عربو کې د اختلاف سبب شي . دا مصلحت اندیشيې چې له اسلام سره مخالفه ده په تاریخ کې د ډیرې غوره توجیه په توګه ذکر شوې ده حال دا چې دا پوښتنه پیدا کیږي چې که حضرت علي توره وهلې وه او یو شمیر کسان یې وژلې وو خو درسول الله مبارک په امر یې وژلې وو او په جنګ د خدای درسول په څنګ کې و او کوم کسان یې چې وژلې وو هغه مشرکان وو ایا د خدای او رسول په امر عمل کول جرم دی ایا د پیغمبر لپاره عسکر جوړیدل او توره وهل جرم ګڼل کیدی شي . او د دې په اپوټه هغه کسان چې د احد په شان له نورو میدانونو وتښتیدل هغوی له دې امله چې هیڅ یې نه دي کړې ښه او غوره کسان ګڼل کیدی شي چې ووایو دوي د خلافت زیات وړ دي .
زه دا خبره چې اوس یې بیانوم د افغانستان په اړه مې یوه خبره رایاده شوه اوهغه د طالبانو له نسکوریدو وروسته د بن د کانفرنس خبره ده هلته داسې وویل شول چې د افغانستان مشري باید داسې کس ته ورکړل شي چې د جهاد په ډګر کې نه وو موجود ځکه چې که دجنګ او جهاد په ډګر کې موجود وي د یو جنګ سالار په توګه او داسې کس په توګه چې ټولنې ترې کرکه لري باید د حکومت مشري په لاس کې وا نخلي . یعنې د بن په کانفرنس کې د کافرانو او شورویانو په خلاف جنګ یو جرم وګڼل شو او په نتیجه کې وویل چې باید داسې یو کس راشي چې دبزدلۍ له امله یا په نورو اسبابو له افغانستان او د جنګ له ډګره تللې او د دنیا په یو ګوټ کې په عیش او نوش اخته وو یو داسې کس باید منتخب شي . دلته زما مطلب کوم خاص کس نه دی او نه غواړم چې کوم خاص کس ته اشاره وکړم خو مطلب مې دا دی چې د بن په کانفرنس کې هم هماغه د سقیفې هغه معیار مطرح شو نو مونږ که هم دا معیار د تاریخ زړه ته منتقل کړو د هغه زمانې په هکله هم قضاوت کولی شو.
پوښتنه:
نو نتیجه اخستلی شو چې له پیغمبر سره د دښمنۍ په مقابل کې چې د رسول الله مبارک په زمانه کې هم وه دا بي بي فاطمه وه چې پاڅون یې پیل کړ او بیا د هغې پاک اولاد او زامن او لمسي وو چې د ظلم او ستم په وړاندې یې پاڅون وکړ چې په دې لړ کې بیا د کربلا په شان د لویې غمیزې کتونکي وو؟
ځواب :
هو، همداسې ده . مونږ باید د کږلارۍ په خلاف د انقلاب بنسټ ګر صدیقه طاهره حضرت زهرا سلام الله علیها وګڼو چې په مختلفو څیرو کې هم په وینا او بیان او هم په تبلیغي او رسندویی او فرهنګي کار کې چې دهغې قدرمنې بي بي خطبه د دې ښودنه کوي او هم د منفي مبارزې په شکل کې چې بیت الاحزان یې ښه بیلکه ده دا بي بي زهرا ده چې د ظلم په خلاف یې پاڅون کړی دی . له همدې امله د ظلمونو په وړاندې د ژړا روده چې نن سبا په مسلمانانو کې دود ده د بي بي فاطمې یو سنت دی چې د خپل وخت د حالت په مقابل کې یې د منفي مبارزې په توګه د هغه بنیاد کیښوده .
درانی
Add new comment