د وهابیت د خطر په باب د اسلامی نړۍ د علماوو خبرداری

د پاکستان یو تکړه عالم او د وحدت المسلمین شورا یو مسوول علامه افتاب حیدر جعفري سره د دوو نورو کسانو په کراچۍ کې نامعلومو کسانو په ډزو وویشته او وې واژه. البته دا د شیعیانو په خلاف لومړی برید نه دی او په یو خاص پروګرام سره د اسلام د دښمنانو له خوا د سپاه صحابه او جنګوي لښکر په شان ډلو پّ وسیله چې د امریکا، انګلستان او سعودي عربستان د اطلاعاتي سازمانونو له خوا البته د پاکتسان د آیی ایس آیی د ځینو برخو له خوا یې ملاتړ کیږي، د شیعه سني په نامه د مسلمانانو تر مینځ د تفرقې د جوړولو او د امام حسین علیه السلام د ازادۍ له پیغام سره د مقابلې لپاره چې څوارلس سوه کاله مخکې یې له یزید سره د بیعت نه کولو په شکل کې نړیوالو ته ورکړی دی ، د شیعیانو د وژلې لړۍ پیل شوې ده . او معمولا په پاکستان کې د محرم په راتللو سره چې د شهیدانو د سردار امام حسین علیه السلام د شهادت میاشته ده او د پاکستان خلک په دې میاشته کې د امام حسین دویر او ماتم دستورې جوړوي او سینه زني کوي او عالمان د امام حسین د قیام فلسفه بیانوي ، د شیعیانو وژله او ترور پیل کیږي. او د محرم په ورځو کې که دولت د هغوی ساتنه ونه کړی شي په سلګونو شیعیان په ځان وژونکو او بمي حملو یا ډزو کې د لشکر جنګوي په شان ترهه ګرو ډلو په بریدونو کې وژل کیږي. تیر کال له نیکه مرغه د دولت له خوا دسختو امنیتي تابیاوو په برکت کومه خاصه پیښه ونه شوه او سږ کال معلومه نه ده چې دولت د عزادارانو د حفاظت اراده لري او که نه ؟ البته که اراده ولري چې په شیعیانو کوم برید ونه شي نو په سختو تابیاوو سره د دغه حملو مخه نیولی شی . څکه چې د پاکستان لویې استخباراتي ایجنسۍ او پولیس چې د ترهه ګرو له حال او ځایه خبر دي . او کله کله هم چې دغه ترهه ګر د ځینو فرض شناسو پولیسو له خوا نیول کیږي په محکمې کې ورته سزا نه ورکول کیږي چې دا هم څو علتونه لري. یا خو قاضیان ویریږي او یا هم ورته پیسې ورکول کیږي یا د ایجنسیو له خوا تر فشار لاندې راوستل کیږي. او ډیر په اسانه په دې دلیل چې مستند شواهد نیشته چې دوی خلک وژلې وی پریښودل کیږي. حال دا چې دوی د جرم په وخت د پولیسو له خوا نیول شوې او اعتراف یې کړی وي. البته دغه ډلې چې کابو دیرش کاله کیږي چې شیعیان وژني یا تکړه شیعیان منجمله ، ډاکټران ، عالمان انجنیران یا په پولیسو او پوځ کې شیعه افسران په نښه کوي . د ادی اوس یې د اهل سنتو وژلو ته هم مخه کړې ده . د رسول الله مبارک د میلاد په جشنوو کې په جوماتواو مزارونو کې په لویو لویو اهل سنتو عالمانو ځان وژونکې حملې کیږي . دا ډلګۍ سلفي او وهابی دي ، او دوي ته دا القا شوې چې بې له سلفیانو او وهابیانو نور خلک مسلمان نه دي . دوي زیارتونو او قبرونو ته ورتګ شرک ګڼي او لنډه دا چې د نړۍپه تیره بیا د سیمې مسلمانان اوس په داخل کې له داسې یو خطر سره مخامخ دي چې ښایی تر یهودو او صهیونسټانو کم نه وي. که شیعه سني عالمان د دغه داخلی خطر یوه چاره ونه کړي او دغه ترهه ګرې ډلې د شرعې مخالفې ونه ګڼي. په تیره بیان سعودي عربستان د دغه ترهه ګرو ډلو له ملاتړه منعې نه کړي د مسلمانانو مشکلات به تر دې هم زیات شي.

Add new comment