دمسلمانانووحدت،د اسلامي ویښتیا لپاره الهام بخښونکی دی

په دي وروستیو دوو کلونوکښې د اسلامي نړۍ بدلونونه،د  نړۍ  د رسنیو مهم خبرونه دي  او له پخوا زیات یې د سیاسي ټولنو،شناندنو او   د ملتونو عمومي افکار ځان ته متوجه کړي دي .

د اسلامي ویښتیا څپه چې له تونس څخه د محمد بوعزیزي په ځان سوځولو  او د ولسي اعتراضونو د غورځنګ په پیلیدو سره  پیل شوه ،د مینځني ختیځ زیاتره عربي هیوادونو  او د آفریقا په شمال هیوادونوکښې یې زیات  بدلونونه راوستل  چې د سیاسي شناندو له نظره کلونه کلونه پلانونې ته ورته اړتیا وه ،څو د دغه بدلونونو یوه کوچنۍ برخه وشي ، خو د  سترو قدرتونو له ملاتړونو برخور دیکتاتورانو پر ضد د سیمې د مسلمانانو ستر پاڅون،  د وروستیو لسیزو تر ټولو ستر بدلون راوسته .

د انقلابیانو  او مبارزانو لخوا آزادې غواړو غوښتنو او دسیمې د هیوادونو د واکمنانو د سیاسياو اقتصادي فساد  او استبداد په ختمیدو د هغوئ ټینګارونو ته په پام سره ، زیاترو شناندو هڅه وکړه عربي سرچینه او ډیموکراسۍ غوښتنې بهیر  دسیمې په روانو بدلونونو کښې  پیاوړې کړي  او په اسلامي جرړو یې سترګې پټې کړي ،خو د وخت په تیریدو او  د دیکتاتورانو له نسکوریدو وروسته اسلام  پالو ته د انقلابي خلکو مخه کول او له هغوئ  هرکلی ،له هر څه زیات د ایران د اسلامي جمهوریت د دغه حقیقي لیدتوګې یو تائید ؤ چې ویلي ؤ دسیمې بدلونونه اسلامي جرړې لري  او اوس د اسلامي ویښتیا په نامه نومول کیږي  او شننه او جاجونه یې کیږي .

په سیمه  کښې د دیکتاتورانو پرضد د سیمې د مسلمانانو د بیلا بیلو پرګنو پاڅونونه،چې دغو دیکتاتورانو، د  آمریکا او لویدیځو هیوادونو په شمول د ډیموکراسۍ د مدعیانو  له ملاتړونو برخور ؤ او ورسره نږدې اړیکې یې در لودي  او په خلکو یې لسګونو کلونه ظلمونه کړي ډ ،د  خپل برخلیک د ټاکلو لپاره یې د مسلمانو ملتونو قدرت  او  په واکمن نظام کښې بدلون وښوده .

دا هغه قدرت دی چې د اسلام په اصیلو او آزادې غواړو  ارزښتونو او باورونوکښې جرړه لري  او د ملتونو له حقوقو د دفاع او له ظلم سره په مبارزه کښې یې د مسلمانانو یووالی را پیدا کړ .

د سیمې په بیلا بیلو هیوادونو کښې د انقلاب په  لاره کښې ،ځوانان د عالمانو،پوهنتونوالو  او بیلا بیلو ولسي ډلو  په شتون سره  ډګر ته راووتل او خپله ویښتیا یې نندارې ته وړاندې کړه .

د سیمې د وسلي انقلابونو  په جاجونه کښې ،هغه څه چې ډیر پام ورته وشو،د یوه بل تر څنګ د بیلا بیلو اسلامي فرقو او مذهبونو  په شمول د خلکو پراخ شتون ؤ .

په مصر،تونس،لیبیا،یمن او بحرین کښې  مسلمانان د مبارزو ډګر ته راووتل ،پرته له دې چې مذهبي اختلافات د هغوئ په وحدت او یووالې کښې کوم خنډ واچوي او فرعي مسئلې په انقلاب کښې رنګ ومومي .

 هغه څه چې په دغو انقلابونوکښې یې ډیر اهمیت درلوده ، دا سلام د ارزښتونو اصالت او د انقلابیانو لخوا اسلام غوښتنې ته پام ؤ ،په یمن کښې له دې  مخکې چې د علی عبدالله صالح د رژیم پرضد ولسي غورځنګ پراخ شي،د دغه هیواد په شمال کشې حوثي شیعه ؤ  کلونه کلونه له واکمن ظالم  رژیم سره مبارزه وکړه  او د دغه هیواد په نورو سیمو او قبایلو کښې د ولسي اعتراضونو له پیلیدو مخکې ،د دغه هیواد درست ملت د یوه بل تر څنګ د واکمن  رژیم د نسکوریدو شعارونه ورکړل .

په بحرین کښې  که څه هم سیمه ایزو او نړیوالو رسنیو هڅه وکړه ،په دغه هیواد کښې د خلکو مبارزې یوازې په شیعه ؤ پورې اړونده کړي،خو  په دغه هیواد کښې  د واکمن رژیم پرضد  دنورو  اسلامي مذهبونو د پیروانو اعتراضونو ،دغه تبلیغات هم بې اغیزې کړي دي .

د سیمې په  هیوادونوکښې  له انقلابونو وروسته د ونډې غوښتلو لپاره د لوبې پیلول، او په مذهبي او فرقه اي نښتو  د پیلولو لپاره د دښمنانو او دهغوئ د رسنیو هڅې ،له هر څه زیات د انقلاب اصلي هدغونو او غوښتنو ته د رسیدو لپاره د مسلمانو ملتونو د یووالې او وحدت د اهمیت ښودنه کوي .

 په دغو هیوادونوکښې د کورنیو نښتو د پیداکولو او اختلافاتوته د لمنې وهل،له یوې خوا د انقلابي ځوانانو دغه ستر ظرفیت  په مذهبي اختلافاتو سره بوختوي ،او له بلې خوا د انقلاب لاره د اسلام له اصیلو هدفونو  او استبدادي ضد هدفونو واړوي  او یو ځل بیا د سیکولر،لیبرال او لویدیځ پالو ډلو لپاره زمینه برابره شي،څو د سیمې د مسلمانانو سترې لاس ته  راوړنې د اسلام پالو  ډلو د سروزوریو په پلمه مصادره کړي .

درز  او افراط پالنه د یوه فلج کوونکې زهر په توګه د اسلامي ویښتیا څپې او ولسي  انقلابونه له پښو غورځوي  او د بیلا بیلو اسلامي مذهبونو  او فرقو  له یووالې او وحدت پرت بله درملنه نلري .

هغه وحدته چې د مسلمانو پوهانو او روڼ اندو  د همفکرۍپه رڼا کښې  او همدغه د ځوانانو او نورو پرګنو  په خبراوي  په سیورې کښې تحقق مومي،د دښمنانو مکارې طرحې شنډوي  او اسلامي امت له پیاوړی او منسجم کوي .

تهران نن سبا د لسګونو اسلامي هیوادونو د بیلا بیلو مذهبونو او فرقونو  مسلمانو پوهانو او روڼ اندو کوربه دی  ،چې په دې لړ کښې د اسلامي وحدت نړیوال کنفرانس  د مسلمانو ملتونو د یووالې  او وحدت لپاره یوه ستره  پيښه ده ،چې هر کال د اسلامي انقلاب د ارواښاد لارښود حضرت امام خمینی (رح) لخوا  د ربیع الاول له ۱۲  تر ۱۷ د وحدت د اونۍ  له نومولو وروسته ترسره کیږي .

د وحدت اسلامي د کنفرانس هدف د اسلامي نړۍ  د یووالې او اتحاد د زمینو برابرول ،د علمي او فکري لیدتوګو د لا نږدې کولو لپاره د پوهانو او عالمانو همفکرې  ،د مسلمانانو د ستونزو څیړل او دهغو د حل لارو لټول  او د ګډو دریځو غوره کول یې هدفونه دي څو د مسلمانانو  د یووالې او همفکرۍ په لاره کښې ګامونه واخیستل  او د دښمنانو درز اچوونکې دسیسې اشوا کړي .

Add new comment