امین شهیدی :پاکستان د نړیوالې استعماری دسیسې په اساس په اور کې سوزی.

د پاکستان د وحدت مسلمین شورا د عمومی منشی مرستیال وویل دغه هیواد د نړیوالې استعماری دسیسې  پر اساس په اور کې سوزی .
علامه امین شهیدی تهران رادیو سره په خبرو کې وویل د پا کستان حکومت او پوځ د دغه هیواد د شیعیانو د امنیت د تامینولو لپاره  هیڅ اقدام نه ترسره کو ی او د پاکستان د مسلم لیګ د ن څانګې او پیپلز پارټۍ په شان ستر ګوندونه هم په راتلونکیو انتخاباتو کې   د لشکر جهنګوی او سپاه صحابه ډلګیو د رایو د طعمې په خاطر له دغو ډلګیو سره ملګرتیا او ایتلاف کوی او هغو ته یې د شیعیانو د بشپړه ځپلو اجازه ورکړی  ده . هغه زیاته کړه چې  نړیوال استعمار چې په سر کې یې امریمکا ده ، د همدغو ډلګیو په وسیله د پاکستان د تباه کولو لپاره خطرناکه دسیسه جوړه کړی ده  اوخپلو هدفونو ته د رسیدا لپاره شیعیان او بریلوی اهل سنت قربانی کوی . علامه امین شهیدی خبر دارې ورکړ که د په کستان حکومت او نظام د ترهه ګرو له حملو نه ژغورل نو هغه وخت به شیعیان مجبوره شی چې د ملګرو ملتو په شان نړیوالو اورګانونو ته مراجعه وکړ ی چې د پاکستان د شیعیانو امنیت تامین کړی .

Add new comment