ایا دپاکستان سیاسي حکومت له طالبانو سره دخبرواترو اختیار او صلاحیت لري .؟

پاکستان کښې هره ورځ زیاتیدونکي ترهګرۍ او دهشت  ګردۍ ته پام سره اوس هر سړي ، سیاسي ګوندونو  او  دبشري او مدني حقوقو موسسو په پاکستان کښې له ترهګرۍ سره دمبارزې او دهغې دجرړې د   وچولو غوښتنه کړي ده .

له یوې خوا دپاکستان ستره محکمه سپریم کورټ حکومت له  ترهګرو سره په نه چلند تورنوي او وايي که چیرې حکومت دترهګرو پرضد سم اقدامات کولائ دکویټه او کراچۍ بوږنونکي پیښې به نه رامینځته کیدلې .

له بلې خوا دپاکستان سیاسي او مذهبي ګوندونه هم په حکومت نیوکه کوي  او وايي حکومت دخلکو لپاره دامنیت په تامینولو کښې بریالی نه دی .

دپام وړ ټکی دادی چې دپاکستان مرکزي حکومت هم دپنجاب صوبې حکومت تورن کړی دی چې دلشکر جهنګوي تر هګرې ډلې پرضد چې په پنجاب صوبې  کښې دترهګرې دفعالیتونو ستر مرکزونه او پټنځایونه لري اقدامات نه ترسره کوي .

دپاکستان مرکزي حکومت وايي که چیرې دپنجاب صوبې حکومت دترهګرو پرضد اقدامات کولائ دکویټه   ترهګرې حملې به نه ترسره کیدلې .

دغه راز دپاکستان دپنجاب صوبې حکومت اپوټه مرکزي حکومت ګرم بولي او وايي که چیرې دبلوچستان صوبې په مرکز کویټه کښې یې سم اقدامات او تدبیرونه غوره کولائ نو په سلګونو بې ګناه شیعه مسلمانان به نه وژل کیده .

په همدې لړ کښې دپاکستان له ټولو سیاسي او مذهبي ګوندونو جوړ یوه کانفرنس چې  دمولانا فضل الرحمان په مشرۍ دجمعیت علمای اسلام ګوند له لورې پرون په اسلام اباد کښې وشو له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې دخبرواترو لپاره دطالبانو ډلې غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړي او په خبرواترو سره په پاکستان کښې ترهګرۍ ختمه کړي .

په دې لړ کښې وټاکل شوه چې یوه لویه قبایلي جرګه   به هم په پیښور کښې جوړه شي .

فیصله وشوه چې دپاکستان داساسي قانون په چوکاټ کښې له طالبانو ډلې سره خبرې وشي .

په خبرواترو کښې ګډون کونکي لورې به پوره اختیارات ولري .

په اسلام اباد کښې دسیاسي او مذهبي ګو ندونو په پرونۍ غونډې کښې په ترسره شویو فیصلو کښې ویل شوي دي هغوسپارښتنو ته  چې دغه غونډې له طالبانو سره دخبرو اترو لپاره ټاکلي دي اوسنی حکومت ، موقته حکومت او راتلونکی حکومت باید هغه له طالبانو سره په خبرو کښې ورته پام وکړي .

اوس دغو عمومي او خصوصي غوښتنو ته په پام سره چې په پاکستان کښې دترهګرۍ دختمیدا لپاره   له حکومت څخه شوي دي دغه پوښتنه مطرح ده ایا دپاکستان منتخب او سیاسي حکومت چې پینځ  (۵)کلن پړاو یې په ختمیدا دی واقعا  دغه صلاحیت او اختیار لري  چې له طالبانو سره خبرې وکړي .

دطالبانو او نورو ترهګرو او سرزورو ډلو قدرت له کوم ځایه سرچینه اخلي چې دپاکستان یو حکومت یې دومره عاجز کړی دی .

په یوه حکومت کښې چارواکي چې معمولا سیاسي کسان وي دیوه پینځه (۵)کلن پړاو لپاره قدرت ته رسیږي چې هیواد اداره  کړي .

اصلي ادارې پولیس، او استخباراتي موسسې دي چې په دایمي ډول دهیواد دامنیت په تامینولو او اداره کولو کښې له حکومت سره مرسته وکړي  او په دغو استخباراتي ادارو کښې یوه اداره ايي ایس ايي (ISI) ده چې له هرې ترهګرې حملې  څو میاشتې  وړاندې حکومت ته اطلاعات  ورکوي خو ايس ايس ايي (ISI) جاسوسۍ اداره په خپله دترهګرې حملو مخه نه نیسي .

دپاکستان جاسوسۍ اداره ايي ایس ايي (ISI) دکویټه دترهګرو حملو په هکله  هم  ادعا کوي چې څو میاشتې وړاندې یې ددغو حملو په اړه اطلاعات حکومت ته ورکړي وو او که چیرې دپاکستان جاسوسۍ ادارې ايي ایس ته په کویټه  کښې  دترهګرو  حملو د تر سره کیدا دپلان پته وه نو ولې یې مخه ونه نیوله .؟

معلومیږي چې له ترهګرۍ سره دمبارزې غوښتنې دپاکستان له سیاسي حکومت څخه نه بلګې له پوځ (Army) او جاسوسۍ ادارې ايي ایس ايي (ISI) څخه وشي .

دپاکستان حکومت له ترهګرۍ سره دمبارزې په  زمینه کښې چې هر حکم  ورکړي عملي کیږي نه .

دپاکستان دپښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اچکزی وايي که چیرې دپاکستان جاسوسۍ اداره ايي ایس ايي په  خړو اوبو کښې یوه کوچنۍ ستنه پیدا کولای  شي اراده وکړي نو په یوه ورځ کښې ټول ترهګر پیژندلی  او  نیولی شي .

البته دپاکستان اوسنی حکومت چې یوازې تر راتلونکي پینځلس (15) ورځو پورې به  په قدرت کښې  وي اوسنی حکومت او د انتخابات له کبله   که چیرې وشي بل حکومت قدرت ته رسیږي  نوی  حکومت باید له طالبانو سره دخبرواترو پروسه پرمخ بوځي او دنوي حکومت لپاره په کانفرنسونو کښې دنده هم وټاکل شوه ځکه چې اوس  نور له طالبانو سره دخبرواترو او معاملو باب پرانیستل شوی دی .

امریکا هم خبرواترو او دجنګ کنټرولولو ته ضرورت لري .

امریکا ددې هدف لپاره دپاکستان دمسلم لیګ  ګوند نوازشریف څانګې په تیره بیا نوازشریف ملګرتیا او  دجماعت اسلامي او جمعیت علمای اسلام دفضل الرحمان څانګې ملاتړ ته ضرورت لري .

دهمدې مقصد لپاره  دپاکستان طالبانو ډلې هم  دمسلم لیګ دنوازشریف څانګې په مشر نواز شر یف ، دجماعت اسلامي ګوند په مشر منور  حسن ، او دجمعیت علمای اسلام ګوند په مشر مولانا فضل الرحمان خپل اعتماد اعلان کړی دی .

که چیرې په پاکستان کښې انتخابات وشي نو نواز شریف ، منور حسن او فضل الرحمان به په راتلونکي حکومت کښې مهمې څوکې پرغاړه ولري .

پینځه کاله  وړاندې چې په پاکستان کښې انتخابات وشول دغو کسانو(نوازش شریف ، منور حسن ، فضل الرحمان ) ته ضرورت نه وو  بلکې سیکولر کسانو یعني پیپلز ګوند او  عوامي نیشنل پارټۍ ته ضرورت وو چې له طالبانو سره دجنګ  غوښتونکي وو خو اوس پروګرام اپوټه شوی دی .

امریکا دپاکستان دداخلي عواملو په ښه  توګه لوبه پرمخ بیايي .

Add new comment