د شیعه او سني تر مینځ درز ،د اسلامي نړۍ د کمزورې کولو لپاره د لویدیځ اوزار دی(لومړۍ برخه)

په پراخه اسلامي نړۍ کښې قومي،ژبنې،جغرافیاوي او مذهبی ډول ډول والې ډېر دي .

د وحدت  تر څنګ دغه کثرت او ډول ډول والی د اسلام د معنوي مقام او نفوذ ځانګړنه، او د اسلامي امت د نرم قدرت ښودودونکی دی چې اسلامي نړۍ د دسیسو او ګواښونو په وړاندې یو موټی کولاي شي .

له دې کبله  د اسلامي نړۍ پرضد ستر ګواښ باید  په وحدت ماتونکو ښکارندو کښې ولټوو چې ښايي په یوه جبهه کښې په ظاهره د پيژندلو وړ نه وي خو اغیزې یې ‌ډیري ژوري او ماتوونکې دي .

ځکه درز اچوونکې بهیرونو د اسلام په اساس کښې داسي درز را پیدا کړی چې پایلې یې د اسلام د دښمنانو له ښکاره او  عیني ګواښونو سره  له مخامخیدو هم زیاتې دي .،

له دې کبله د مسلمانانو تر مینځ د وحدت د اړتیا د مفکورې له پیدايښت او پراختیا سره یوځاي، سلطه غواړو او استکباري قدرتونو هم ،په اسلامي امت کښې د درز اچولو  لپاره د پان ترکیزم،پان عربیز م په څیر جعلي نومونو  او د وهابیت په څیر د سرزورو ډلو په جوړولو سره اسلامي وحدت خپل هدف ګرځولی دی .

دغه ویجاړوونکې بهیرونه  اخیستونونه  غټوي،د بیلا بیلو فرقو او مذهبونو کلامي،فقهې او سیاسي لیدتوګې او اختلافات غټوي او له دې لارې هڅه کوي،چې د اسلام اصل له چیلنج سره مخ کړي .

په حقیقت کښې هغه کسان چې د مسلمانانو تر مینځ د درز اچولو فکر کوي،لټه کوي په برخلیک د سلطې لپاره لاره  او همدغه راز د اسلامي هیوادونو  د اومه موادو  او طبیعي زیرمو  د چور تالان لپاره لاره  آواره کړي ،ځکه ډیر ښه پوهیږي چې دهغوئ د دغو سپیرو هدفونو تحقق ،دمسلمانانو د کوچنیو او تیت پرکوټولنو په  کمزورتیا،بیلتون او اختلاف پورې تړلی دی .

د اسلامي مذهبونو او ملتونو ترمینځ تفرقه،یوازې داسلامي هیوادونو د خپلواکۍ ،ودې، پرمختګ او اقتصادي مخنیوې لپاره نه کارول کیږي ،بلکه دغه بهیر اوس په سیمه کښې  په ظاهره په دیني تعالیمو باوري سیاسي نظامونو او جوړښتونو  پراساس کار کوي او د نړیواله سلطه ګرو سیاستونه  تعقیبوي .

دغه سیاسي بهیر خپل هدفونه په ظاهره دمسلمانو دیکتاتورو رژیمونو د ملاتړ او تکفیري ډلو د جوړولو په څیر د مذهبي درزونو  د سیاست له لارې تعقیبوي .

په افغانستان کښې د طالبانو پهه نوم د اسلام تر نامه لاندې د سرزورې بهیر پیدایښت  او د القاعدي په څیر د ترهه ګرو ډلو جوړول ،چې د اسلام د عدالت غواړې او وحدت غواړې پیغام د پراختیا اونفوذ د مخنیوې لپاره د لویدیځ یو سیاست دی،د اسلامي امت تر مینځ د درز او نفاق لپاره د لویدیځ دښکاره او پټو هدفونو ښودنه کوي .

دغه انحرافي بهیرونه چې د اسلام پالنې  او له اسلامي مفکورو د پیروۍ ادعاګانې کوي،په حقیقت کښې د نړیوال استکبار  په خدمت کښې دي .

په دې لړ کښې په سیمه کښې استبدادي او ظاهر لیدونکې رژیمونه هم ،چې د استعماري بهیرونو له هراړخیزو او پراخو ملاتړونو برخور دي،نه یوازې  د اسلام او اهل سنتو د ګټو په لړ کښې کوم ګام نه پورته کوي،بلکه په تاوتریخوالو،فتنو اچونو،فاشیسټي دریځونو او چلندونو سره د اسلامي مذهبونو د پیروانو او بیلا بیلو قومونو د بیلتون سبب  کیږي .

په  دغه منځ او مان کښې آمریکا،انګلستان او د لویدیځ د استعمار جبهه هم له اسلامه د نورو د ویرولو له لارې ویجاړونکې  او موذیانه رول لوبوي ،چې ټول پرې ښه خبر دي ،چې دا د مسلمانانو د وحدت پرضد د تیري یوه برخه بلل کیږي ،چې بیلګې یې په افغانستان،عراق،مینځني ختیځ او نورو اسلامي هیوادونوکښې په یوه بل پسې ښکاره شوي دي .

له دغه ستر خطر سره مقابله چې د اسلامي مفکورې بنسټ یې هدف ګرځولی،خبرو هڅو ته اړتیا لري ،څو اسلامي انسجام وساتي،دا هماغه لاره ده چې د ایران داسلامي جمهوریت بنسټګر   او د اسلامي انقلاب ارواښاد لارښود حضرت امام خمینی (رح) په اسلامي عزت او تفکر سره آواره کړه .

هغه څه چې مسلم دي  دادي،چې د اسلامي تفکر او جغرافیا په حدودوکښې دبیلا بیلو سیاسي ګروهنو،رژیمونو،بیلا بیلو ملي دودونو،ارزښتونو او ببیلا بیلو مذهبونو د شتون اصل ،د هغو ډل بندیو او اختلافاتو ښودنه کوي،چې انکار ترې نه شي کیدلاي ،خو د مسلمانانو تر مینځ نوري ډیري ګډولې هم شته چې په هغو په تکیې سره د اسلامي امت د  وحدت د تحقق لپاره هڅې کولاي شو .

حقیقت دادی چې اسلامي مذهبونه، د کلام،تفسیر،اصولو،فقهې ،او یا حدیثو  د فهم او درک په زمینه کښې اختلافات لري، خو د اسلام  په اساسي او اصلي باورونوکښې د نظر اجماع  او همفکري لري .

 له دې کبله باید دې مهمې چارې ته پام وشي ،چې  د بیلا بیلو اسلامي فرقو وحدت،هیڅکله د یوه یا څو مذهبونو د حذفولو او په یوه مذهب دټولو مذهبونو د پیروانو د راټولولو په معنی نه ده .

د اسلام دین د حج په څیر ستر ظرفیتونه چې د اسلامي  مذهبونو د وحدت چورلیز دی په واک  کښې لري ،نو د اسلامي مذهبونو تر مینځ د انسجام او مرستې د زمینو او بسترونو د برابرولو لپاره،باید اهل سنت او اهل تشیع دواړه یو بل سم وپيژني ،څو له مذهبي اختلافاتو سره سره د دواړو لور و تر مینځ متقابل درناوی او د یوه بل د زغملو ظرفیت لوړ شي ،او سیاسي لوبو او له بهره لمسوونو ته له پامه پرته، وحدت ،د  اسلامي نړۍ یوه اصلي اړتیا وګڼي . 

Add new comment