اوس نالوستي هم کولاى شي په قرانکريم وپوهېږي

څه موده وړاندې جلال اباد ښار ته د قلم په ډول د قرانکريم ټوکونه راوړل شوي، چې په کتابي شکل د قرانکريم په کرښو د هغه ځانګړي قلم په وړو سره نالوستي کسان هم کولاى شي قرانکريم واوري او ځان پرې وپوهوي.
په جلال اباد کې د مومند خپرندويې ټولنې مشر نصيرالله مومند خدمتګار ورځپاڼې ته وويل، چې د قرانکريم کتاب عربي چاپ دى او ځانګړى قلم ورسره دى، چې په کې د سعودي د مشهورو قاري صاحبانو په غږونو بشپړ قرانکريم ثبت دى.
مومند وايي:(( د قرانکريم د کتاب او هغه قلم ترمنځ دومره رابطه ده، چې قلم د قرانکريم په هر لفظ کېښودل شو، هماغه لفظ لوستل کېږي، بله خبره دا، چې هغه قلم د قران ټول چاپي ټوکونه لولي او دا شرط نه ده، چې يوازې د ورسره راغلي عربي چاپ قرانکريم سره اړيکې لري، خو د قرانکريم نه غير بل هېڅ کتاب پرې نه لوستل کېږي.))
نوموړي وويل، تر دې وړاندې هم د قرانکريم ځينې برخې په مبايل سيستم کې راغلې وې، مګر دا لومړى ځل دى، چې د نالوستو هغو خلکو لپاره، چې د قرانکريم په لوستو کې ستونزې لري، د قلم په ډول د قرانکريم برېښنايي کتابونه جلال اباد ته راواردېږي.
دى وايي، د قلم په بڼه د قرانکريم د دې نوي ډول د يو ټوک هديه کول ٧٠٠٠ پاکستانۍ کلدارې ده، چې د ډېرو خلکو له وسه وتلې ده.
د عبدالناصر په نوم يو سوداګر، چې جلال اباد ته يې د قرانکريم برېښنايي ټوکونه راوارد کړي، وايي برېښنايي قلم يې يوې چينايي کمپنۍ د سعودي عرب د يوه سوداګر په مشوره جوړ کړى او د حرم شريف د مشهورو قاريانو په غږونو په کې بشپړ قرانکريم ثبت دى.
د ديني پوهانو په وينا او خپله د دې سپېڅلي کتاب د څرګندونو له مخې قرانکريم يوازنى اسماني کتاب دى، چې له هر ډول لاس وهنې لوړ دى، مګر بيا هم ځينې پوهان وېره لري، چې که يو شمېر سوداګر دومره لوى کارونه کوي، نو په هېواد کې بايد داسې ادارې وي، چې د دوى هرڅه دقيق وګوري او تر ډاډ وروسته خلکو ته وړاندې شي.
ليکوال او څېړونکى استاد محمد اصف صميم له دې امله خوښ دى، چې د نوې تکنالوژۍ په مرسته دين اسانه کېږي او قرانکريم د نالوستو خلکو د لوستو او اورېدو لپاره وړاندې کېږي.
محمد اصف صميم وايي، په دې وروستيو کې د ازادو ټولنو له خوا د دين په برخه کې ډېر کار شوى: (( اوس دين ډېر اسانه شوى دى، که څوک وغواړي په دين وپوهېږي، نو د حديثو، فقې او نورو ديني کتابونو پښتو ژباړې له عربي متنونو سره چاپ شوي دي او هر لوستى کس کولاى شي په دين وپوهېږي.))
خو هغه ټينګار کوي، چې د هېواد په کچه دې داسې ادارې هم رامنځ ته شي، چې د دين، مذهب، کلتور، تاريخ او نورو برخو سره تړلې په کتابي ډول نوې لاسته راوړنې وارزوي.
په جلال اباد کې د دينې کتابونو د يوې خپرندويې ټولنې مشر محمد ناصر حليمي وايي، دى خبر دى، چې د قلم په بڼه د مډرنې تکنالوژۍ يوه بېلګه، چې قرانکريم په کې ثبت دى راغلې. حليمي وويل، چې دى يې څه برخه اورېدلې هم ده، خو وايي که په ډېره اندازه راوارد شي نرخ به يې کم شي او ډېر خلک به يې د اخيستو وس ولري.
حليمي وويل، دا ډېر حساس وخت دى او د اسلام د مبارک دين پر ضد هڅې ډېرې دي، نو وړانديز کوي، چې په دولتي  کچه دې داسې ادارې په کار پيل وکړي، څو وکولاى شي له دين او مذهب سره تړلې هڅې وڅاري.
په ننګرهار کې د علماوو د شورا مشر او د حج او اوقافو د ادارې مسوول اسدالله ساجد وايي، چې دوى داسې څانګه لري او د نويو ديني کتابونو او ژباړو بېلګې د دې لپاره ګوري، چې د مذهب او ټولنې خلاف څه په دې ټولنه کې خپاره نه شي.
ساجد خدمتګار ورځپاڼې ته وويل، د قرانکريم ژباړې ډېرې چاپ کېږي، چې دوى يې د ليدو او ارزولو لپاره د علماوو او قاريانو ځينې کسان کېنوي او د هغوى له ليدو وروسته بازارته ته د عرضه کېدو اجازه ورکوي.
ساجد وايي: (( لږې ورځې وړاندې په روسي ژبه د قراکريم د ژباړې کتابونه راغلل، هغه، چې موږ وليدل څه توپيرونه يې لرل، بيا مو ګمرک ته خبر ورکړ، چې هغوى د قرانکريم روسي ژباړه قيد کړي، څو وپوهېږو دا کار په کوم نيت شوى.))
هغه وويل، د قرانکريم د برېښنايي کتاب له راتلو خبر دى، مګر تراوسه يې چا کوم ټوک نه دى وروړى، چې دوى يې وګوري او د صحت په اړه يې ډاډ ورکړي.
تر دې وړاندې هم د غير دولتي ټولنو له خوا د حديثو د کتابونو، فقې او د قرانکريم پښتو ژباړې راغلي، چې له مخې يې د ديني پوهانو په وينا د دين په زده کړه کې ډېره اساني راغلې ده.

Add new comment