لښکرجنګوي په پاکستان کې په ترهه ګرۍکې بشپړلاس لري

زمونږ خبریال راپورراکړ دپاکستان دکورنیو چارو وزیر رحمن ملک نن دخبریالانو په ټول کې وویل دسپاه صحابه ړنګې شوي ډلګۍمرستیال ملک اسحاق  چې ددغې ډلګۍ نوي نامه ئې اهل سنت والجماعت کیښودلې ،په پاکستان کې خپلو ترهه ګرو عملیاتو ته هماغه راز دوام ورکوي  اودپنجاب صوبائی حکومت  ورځيني ملاتړ کوي  او هغه ساتي . هغه وویل ملک اسحاق په ضد دوژلو ۳۲موردونه ثبت شوي دي   اوصوبائی حکومتونو ته ئې دترهه ګرو دممنوع الخروج  لپاره دترهه ګرو نامې هم لیږلي دي .خو پنجاب حکومت  دملک اسحاق نامه نه ده وړاندې کړې .

دپآکستان کورنیو چارو وزیر روښآنه کړې لښکر جنګوي نه یوازې له طالبانو اوالقاعدې سره اړیکې لري بلکې دغه ورانکاره ډله په کراچۍ ، کویټه او ځينو نوروښارونو کې په ترهه ګرو عملیاتو کې بشپړلاس لري  چې په ډيرو موردونو کې ئې په ښه ډول ثابتولی شو

داپه داسې حال کې دي چې دپآکستان دسیاسی او امنیتي چارو کارپوهان وائی ،کله لښکر جنګوي داهل تشیع په ضد دهرې حملې پړه په غاړه اخلي ، نو بیا ولې ددغې ترهه ګرې او تالی څټي ډلې په ضد ولې جدي اقدامات نه کیږي چې هیواد ئې له سټراټيجیکو خطرو سره مخامخ کړی دی ؟

Add new comment