د پاکستان د اهل سنتو یوه مفتی د یوې فتوا په صادرولوسره وویل هغه ترهه ګر چې شیعیان وژنی ، واجب القتل دی .

د پاکستان د اهل سنتو یوه مفتی  مولانا محمد اسحاق په دغه فتوا کې ویلی دی هغه ترهه ګر چې زمونږ شیعه وروڼه وژنی  د هغولاس او پښې غوڅول او په بوږنونکی ډول د هغو وژل د شرعی حاکم لپاره واجب دی .

په لشکر جهنګوی او طالبانو پورې اړونده د معلومو ترهه ګرو جنایتونه په پاکستان کې تر دې حده رسیدلی دی چې اوس د اهل سنتو وروڼوحقیقی عالمان او مفتیان هم د دغو ترهه ګرو لپاره د داسې مرګ غوښتنه کوی . دغو معلو مو ترهه ګرو د خالی په ورځ د څه د پاسه زرکلوګرامه چاودیدونکیو موادو په الوزولو سره په کویټه کې څه د پاسه سل شیعیان چې پکې تنکی ماشومان ، ښځې او بوډاګان هم شامل دی شهیدان او څه د پاسه دوه سوه نور هم ژوبل کړ ل . دغه جنایت د کویټه د ۹۲ شهیدان له څلویښتی سره سم ترسره شوې دې .

په پاکستان کې د ترهه ګرو پرله پسې جنایتونه دومره روښانه دی چې د ملګرو ملتو عمومی منشی بان کی مون هم مجبوره شو د کویټه د جنایت د غندلو په ترڅ کې د پاکستان له حکومته وغواړی چې د دغه جنایت د ترسره کونکیو پر ضد اقدام وکړ ی .

په دې زمینې کې د پاکستان د جنګ ورځپاڼې  مشهور لیکوال او جرنلسټ  ښاغلی حامد میر مقالې ته اشاره کوو چې یوه ورځ د افغانستان د طالبانو ملاتړ ې وو . هغه په خپلې مقالې کې چې  د ګل په ورځ په جنګ ورځپاڼه کې چاپ شوی ده ، لیکی  زړه مې وایی چې په کویټه کې د څه د پاسه اتیا هزاره شیعیانو وژله یوازې د حکومت کمزورتیا نده بلکې دا د هر هغه  پاکستانی ناکامی ده  چې  د کویټه او بلوچستان په اړه له ځینو حقیقتونو خبر دې . خو هغه ټول حقیقتونه نه روښانه کوی ، که څوک ټول حقیقتونه روښانه کړی نو له هیواد سره د دښمنی ، بیلتون غوښتنې  او فساد ټپه پرې وهل کیږی ، که څوک بیا هم له جوتونو لاس وانخلی نو ګواښل کیږی او که دا هم ځواب ورنکړی نو د استخباراتی ادارو له لوری د دروغجنو تورونو په وجه محاکمه کیږی او په دې وخت کې شکنجه کیږی او که څوک له دې لارې هم تسلیم نشی نو بیا یې ګادی لاندې بم کیښودل کیږی  او څوک غیر حکومتی کس ګمارل کیږی چې د دغې چاودنې پړه پر غاړه واخلی . هغه زیاتوی چې د حکومتی او غیر حکومتی عناصرو په دغې غږملتیا نه پوهیږی  ځکه چې عمومی خلک وینی چې غیر حکومتی عوامل په حکومتی عناصرو او مرکزونو د حملې مسولیتونه هم پر غاړه اخلی ، خو زما په شان کسان راځی او دا پوښتنه مطرحوی  هغه زندانیان چې په حکومتی ادارو د حملو په جرم کې د کویټه او بنوں له جیلونو څرنګه تښتی  ، نو بیا وایی چې دا د امریکا د سی ای اې جاسوس دې ؤ خو جالبه خبره دا ده چې زما په شان خبریالان د هغه چا له لوری د سی ای اې جاسوسان معرفی کیږی چې د امریکا له جنګ سره غږمله دی  او د هغو په بې پایلیټه الوتکو حملو کې شریک دی ، د امریکا د دباو له امله یې په پوځ کې د فعالیت کولو موده تمدیدیږی ، خو کله چې یو پاکستانې دا پوښتنه کوی تاسو چې سیاستمدران او خبریالان تر څارنې لاندې ساتې ، نو دا د انسانیت دښمنان چې په وروستیو کې په بم چاودنو کې بیګناه خلک په وینو کې لیت پیت کوی ، ولې نه څارې او نه یې نیسی ؟نو په ځواب کې وایی چې مونږه خو ترهه ګر نیسو خو قضاییه قوه او رسندوې له ترهه ګرو سره مرسته کوی ، په داسې حال کې چې رسندوې یوازې دا وایی چې نیول شوی کسان باید محاکمې ته وسپارل او محاکمه شی ، خو استخباراتی ادارې محاکمو ته د هغو له سپارلو ویریږی ، ځکه چې اکثره نیول شوی کسان بیګناه دی ، اصلی ترهه ګر یا نه نیول کیږی او یا که ونیول شی نو له زندانه یې د ټیښتې زمینه برابریږی . د پاکستان دغه مشهور لیکوال وایی  په استخباراتی ادارو کې یوازې هغه کسان  لوړو څوکیو ته رسی چې د هیواد له غلیمانو سره د مقابلې پر ځای په اسانۍ سره د دښمنانو په لاسونو کې لوبیږی . ښاغلې حامد میر همداراز وایی د بلوچستان  صوبې اعلی وزیر ذوالفقار مګسی  د کویټه له بوږنونکی حملې وروسته  د پاکستان د استخباراتی ادارو په ناکامۍ اعتراف وکړ . په داسې حال کې چې هغه ۵ کاله د بلوچستان ګورنر دې  او مشرف هغه په دغې څوکۍ کښینولې وو او تراوسه په دغې څوکۍ ناست دې . ښاغلی مګسی ته هر څه پته دی ، یوازې د استخباراتی ادارو په ناکامی اعتراف کافی ندې . هغه باید دا ووایی چې د استخباراتی ادارو له بیا بیا ناکامیو سره سره د هغو د مسولانو پر ضد کوم اقدامات کړی دی ؟ نه یوازې د بلوچستان ګورنر بلکې ولسمشر زرداری  او د پوځ مشر جنرال کیانی هم باید ځواب ووایی چې د اوبو په ټینکر کې د زر کلوګرامو چاوددیدونکیو موادو د انتقال د مخنیوی ذمه واری د چا وه ؟

د هزاره شیعیانو په ساتلو کې د نه بریالیتوب په اړه د حکومت له شرمندګۍ خو نه یم خبر ، خو زه د یوه پاکستانی په توګه ډیر شرمنده یم .

په  هزاره شیعیانو د حملې مسولیت لشکر جهنګوی پر غاړه اخیستلې دې ، ایا څوک به ما ته دا ووای چې هزاره شیعیان په مسجد الحرام او مسجد نبوی کې له اهل سنتو سره یو ځای لمونځ ترسره کوی ، هیڅوک ورته کافر نه وایی او له لمانځه یې نه منعه کوی ، خو د پاکستان استخباراتی ادارې ولې هغه ډلې چې شیعیان کافر بولی ، فتواګانې صادروی ، نه نیسی ؟

ایا بیا هم د املاکو مافیا او د هیواد دښمنانو د انتخاباتو د ګډوډولو لپاره کومه وروستۍ دسیسه خو نده پیل کړی ؟

Add new comment