یوشمېر افغان فعالانو دکوېټې شیعانو دوژلې په اعتراض کې په کابل کې په لوږتړ لاس پورې کړ

دافغان فعالانویوې ډلې دپاکستان دشیعیانو دوژلې په اعتراض کې په لوږتړ لاس پورې کړ.

دپرس ټي وي دراپو رله مخې شاوخوا لس هزاره افغان فعالانو نه په کابل کې دملګرو ملتونو ددفتر مخې ته په پرلتئ وهلوسره دنه خوړلوپه اعتصاب لاس پورې کړ

یادو اعتصاب کونکوپه سملاسي توګه  دشیعیانوپه ملاتړکې دپاکستان له دولت څخه ددې  ترهګرو وژلو دمخنیوي لپاره داقدام کولو غوښتونه وکړه

دیادولووړده چې دپاکستان په کوېټې ښارکې په شیعیانو دتر سره شوې ترهګرې چاودنې په پایله کې  ۹۰ کسان مړه او لږترلږه ۲۰۰ نور ټپیان شول

دالومړی ځل نه دی چې په پاکستان کې په شیعه یانو داډول ترهګر برید ترسره کیږي بلکه تردې وړاندې هم په دوی په ترسره شوو ترهګرو بریدونوکې ګڼ شمېر کسان وژل شوي اوپه خپلو ونیو کې لیت پېت شوي

او دپاکستان دولت په دې برخه کې پټه خوله پاتې شوی  چې ددوی نه اقدام کول په حقیقت کې دپاکستان ددولت لپاره یوه ډېره دشرم  خبره ده

Add new comment