په اروپاکې دمحصلینو اتحادیې دشیعه یانوپرضد ترهګر اقدامات په کلکه وغندل

په اروپاکې دمحصلینو اتحادیې دیوې بیانیې په خپرولوسره په بېلابېلو هېوادونوکې په شیعه ګانو بریدونه او حملې په کلکه وغندل

دایرنا خبري سرچینې دراپو رله مخې په اروپاکې دمحصلینو اتحادیې په یوې خپرې کړې اعلامیې کې ویلي چې اسلامی نړی په دې وروستیو کلونوکې  دمسلمانانو ترمنځ دفتنې رامنځته کولو  او نفاق په موخه دګڼ شمېر پلان شوو بریدونو شاهده ده چې په دې څو وروستیو ورځوکې ددې ډول ترهګرو بریدونو دنوو لړی کتونکي یو .

 په دې بیاینه کې ټینګار شوی چې په اسلامي هیوادونوکې داسلامي ويښتیا څپو دامریکا او صهیونست رژیم په مشری دنړیوال د ښکېلاکګر او سلطګر نظام  دلړزانده اقتصاد او مادي ګټوپروړاندې جدي خطرونه رامنځته کړي دي چې له همدې امله خو ددوی دقومي او مذهبي اختلافونوته دلمن وهلو دهڅو شاهدان یو .

چې ددې یوې اونی په ترڅ کې په بحرین  عراق دپاکستان په کویټه او سوریه کې په شیعه میشتو خلکودهغوی په سپڅلو ځایونو بریدونه په دې  ادعا یو ښه دلیل دی چې مونږ او تاسې یې ټول کتونکي یو .

نوموړې اتحادیې له ټولو دیني عالمانو څخه غوښتي چې داهل تسنن او اهل تشیع وروڼو ترمنځ دنفاق او درز په له منځه وړلوکې هڅې وکړي

Add new comment