افغانستان د حضرت امام خمینی رح په نظر کې

د ایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب شپې ورځې هغه فرصت دې چې یو ځل بیا د دغه تاریخ جوړونکی پیښې ارزښتونه او داسلامی ایران له پولو بهر د هغه اغیزو ته یوه کتنه وکړو .دا خبره پر هیچا نده پټه چې دغه انقلاب د یوه دینی شخصیت او مجتهد یعنی حضرت امام خمینی رضوان الله تعالی په مشرۍ پیل او نتیجې ته ورسید .

نن سبا چې د اسلامی انقلاب د غوړیدا د سپرلی شپې ورځې دی ، ښه ده چې د اسلامی انقلاب د بنسټ ګر حضرت امام خمینی رح په نظر کې د ازادی غواړو ، پتیالیو او مسلمانو ملتونو ځای ته یوه کتنه وکړو .

څرګنده ده چې د ایران اسلامی انقلاب د اسلام له سپیڅلی دین په الهام اخیستلو او په کلتوری او مذهبی کړچار سره پیل او د طاغوت او لوټ مار په وړاندې ودرید  او خپله کړن لاره یې د ظالمانو په وړاندې له مظلومانو ملاتړ وګرځوله  او د اسلامی نړۍ د وحدت او د اسلام سپیڅلی دین ته د مسلمانانو د ستندا غږ پورته کړ .  د حضرت امام خمینی رح اواز د استبداد تر ظلم لاندې د مستضعفو ملتونو خلاصیدا وه . دغه منطقی او شرعی کړچار چې د هر پتیالی او ویښ وجدان خوښیده  ، له امله وه چې د افغانستان مسلمان ملت هم چې په هغه وخت کې د خپلو واکوالانو له استبداده کړیده  د اوسنی پیړۍ د دغه ستر شخصیت  حضرت امام خمینی رح اواز ته یې  زړه او غوږونه کیْښودل .له  جغرافیایی ګاونډیتوبه چې ورتیر شو ، کلتوری ،تمدنی ، مذهبی او ژبنی نږدې والی دومره د دغو دو ټاټوبیو خلک سره نږدې کړی دی  چې هره ښه او شفا ورکونکی نسخه چې په یوه ټاټوبی کې ځواب ورکړی د بل ټاټوبی د دردونو او مشکلاتو درملنه کولې شی . له دې امله وه چې وینو د حضرت امام خمینی رح د انقلابی پیغام له خپریدا وروسته  د افغانستان مسلمانو خلکو هم په غیر مستقیمه ډول ځانونه له هغو سره نږدې کول  او د اوسنی تاریخ د دغه عظیم شخصیت پیغامونه او پروګرامونه به یې د خپرونو ، پوسټرو ، اعلامیو او کتابونو په بڼه کې برابرول  او د خپلو کورنیو او ښاریزو لپاره به یې د ګټه ور او پام وړ توښو په توګه وړل . د افغانستان مسلمانې ، روڼ اندی او ځوانې پرګنې د حضرت امام خمینی رح په مشرۍ د ایران د خلکو له انقلابی مبارزو سره ډیره ذهنی او عملی غږملتیا درلوده  او په دې لاره کې یې له هیڅ معنوی او عملی ملاتړه ډډه نه کوله . د انقلاب د تاریخ په دغه پړاو کې د افغانستان د خلکو د بیلا بیلو پرګنو ډیرو روحانیونو ، د حضرت امام راحل له بصیرته ډکې مشری او اسلامی انقلابه په اغیز اخیستلو سره  په خپلې اسلامی ټولنې کې  د اسلامی او انقلابی ارزښتونو دودولو او تبلیغ ته مخه کړه  او د افغانستان د خلکو ذهنونه یې له هغو انقلابی بدلونونو سره چې په ګاوندی او مسلمان هیواد کې یې تیریدل ، بلدول . حضرت امام خمینی رح د انقلاب په کلونو کې د افغانستان په بیلا بیلو پرګنو کې یوه پیژندل شوی ، محبوبه او د باور وړ څیره وه او په یو ډول ویلې شو چې  د هغو معنوی مشری یې منلی وه  او د هغه بزرګوار لارښونې به یې اجرا کولې  او د دغه مسلمان او انقلابی رهبر لیدتوګې یې له مشکلاتو او غوټو د تیریدا لاره بللې .

 

د ایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب  د لومړنیو ورځو  خاطرې ښی چې د انقلاب بریالیتوب د افغانستان د مسلمان ملت ترمنیځ د خوشحالۍ څپه رامینځته کړه . د افغانستان ملت د ګاونډیتوب  او ډیرو دینی ، ژبنی او کلتوری مشترکاتو په وجه  حضرت امام خمینی رح د یوه روښانونکی مشر په توګه ومانه  ، امام خمینی رح هم د افغانستان له مسلما نانو پریکنده دفاع وکړه او حتی د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه مخکې هم  د دغه ټاټوبی د خلکو مشکلاتو ته پام درلود ،  او د افغانستان مسلمان ملت یې خپل ورور باله او د ۱۳۵۷ لمریز کال د مرغومی په اتلسمه یې د فرانسې په نوفل لوشاتو کې په یوه مرکه کې د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې چې د امام راحل احساسات یې د خپل مسلمان ختیځ ګاوندی په اړه وپوښتل ، وفرمایل افغانستان هغه هیواد دې چې زمونږ په ګاونډ کې دې او مسلمان هیواد دې او مونږه د افغانستان له مسلمان ملت سره دوستانه اړیکی لرو  او هغوی زمونږ وروڼه دی .

حضرت امام خمینی رح په افغانستان د سره پوځ تیرې  تل په کلکه غنده  او فرمایل به یې چې هیله من  یم د افغانستان  مسلمان او اصیل ملت ژر تر ژره حقیقی بریالیتوب او خپلواکی ترلاسه کړ ی .امام راحل  په افغانستان کې د خپلو مسلمانو وروڼو په ایثار درلودونکی روحیې او مجاهدت ایمان درلود. حضرت امام خمینی رح هیڅکله له داسې څیز ملاتړ نه کاوه چې په بشپړه یې پیژندلې نه واې ، دا چې د افغان مجاهدانو لپاره خالصانه دعا کوی  او له خدایه غواړی چې د هغو غلیم ماته وخوری  او افغان مجاهدین خپل هدف ته ورسی .

همدغه باور وو چې امام خیمنی رح د مسلمان ملت د پیاوړی ایمان په وړاندې د شوروی د سره پوځ د ستړی کیدا په اړه وفرمایل  په دغه کار کې  شوروی ته داسې سیاسی ګوزار ورکړل شو چې په درستو هیووادونو کې وشرمیده  او د افغانستان مبارزانو شوروی ته داسې څبیړه ورکړه چې سر به اوچت نکړې شی .

دغه الهی ژورې سیاسی پوهې درلودونکې مشر  داسې څوک نه وو چې په سطحی شننو بسنه وکړی  او یا د استعمار پالو د تبلیغاتو په ظاهر دوکه شی  بلکې هغه بزرګوار په دې ډیر ښه پوهیده چې د استعماری قدرتونو خوی تیری ګری ده  او د دغه عادت پریښودل د هغه هیبت دړې وړې کیدا ده چې د زبر ځواک په توګه یې د ځان لپاره برابره کړی ده . له همدې امله  ده چې شوروی ته په خطاب کې فرمایی په افغانستان کې خبرداریو ته د بې پامی ګوزار خوری . د اسلامی انقلاب ستر لارښود په دغه مهم تاریخی پړاو کې تیری ګر شوروی له افغانستانه وتلو ته بولی او امریکا په افغانستان له تیری منعه کوی او فرمایی زمونږ د برایت چغه د افغانستان د مظلوم او کړیدلی ملت چغه ده  او زه خواشینې یم چې شوروی د افغانستان په اړه زما په  خبرداری او یادونې عمل ونکړ او په دغه اسلامی هیواد یې حمله وکړه .په ځلونو مې ویلی دی او بیا هم وایم چې افغان ملت پریږدی ، د افغانستان خلک خپل برخلیک پخپله وټاکی  او خپله حقیقی خپلواکۍ تضمین کړی  او د کرملین مشری یا امریکا سرپرستی ته هیڅ اړتیا نلر ی  او په مسلمه توګه له افغانستانه د پردیو عسکرو له وتلو وروسته د بل چا سلطې ته غاړه نه ږدی  او د امریکا پښې به که کوم تیری نیت ولرلې شی ، ماتې کړی .

کله چې نن  په افغان ملت د سلطې د هرډول غندلو په اړه د  حضرت امام خمینی رح دغه پریکنده پیغام اورو نوپو هیږو چې امام خمینی رح د دغه پیغام په ترڅ کې د نړۍ د دوهم قدرت په توګه په افغانستان د امریکا د طعمې اندیښنه درلوده  او هغو ته یې خبر دارې ورکړې وو . هغه خبردارې چې پکې د افغانانو د پردیو نه منلو روحیه اصل ګرځیدلی ده او د حضرت امام خمینی رح د تایید وړ هم وه . دغه ستر مشر په دې باور وو چې افغانستان باید د افغانانو په لاس جوړ شی  او د افغانستان برخلیک به افغانان ټاکی ، نه د کرملین او سبینې ماڼې نظریه ورکونکی . حضرت امامخمینی رح څه ښکلی فرمایلی دی چې افغان ملت به د شوروی له وتلو وروسته هیڅ زبرځواک ته غاړه کینږدی  او له دې جالبه دا چې د تیری پښې به حتی که امریکا هم وی ، ماتې کړی .

 

دغسې لوړ فکر وو چې له حضرت امام خمینی رح یې له میلیته وراخوا شخصیت جوړ کړ  او هغو یې له معنوی او فکری نظره د نړۍ د مسلمانانو او پتیالیو لپاره  ستر مشر وګرځوه .  همدغه لوړ فکر وو چې د دې سبب نشو د مشکلاتو په اوج یعنی په تپلی جنګ کې هم حضرت امام خمینی رح په افغانستان کې له خپلو مسلمانو وروڼو غافله کړی . دا د حضرت امام خمینی رح لیدتوګې وې چې د افغان مجاهدینو په نظرونو یې نیغ په نیغه اغیز شینده  او له هغو یې داسې ایثار پال جوړول چې د شوروی د زبر ځواک په وړاندې ودریدل  او د مسلمان او مومن شجاعت او زړورتیا یې په هغو کمیونیسټانو چې د خداوند متعال  له لطف او غیبی ایمانه منکر وو ، ثابته کړه .

ژباړن : جمیل حسین بنګش

Add new comment