د الاقصی جومات ورانول د صهیونستانو یوه پخوانۍ هیله ده

بیت المقدس ،چې د نیواکې فلسطین په ټاټوبې کښې پروت دی،د نړۍ یو تاریخي او سپیڅلی ځاي دی ،چې درستو موحدین  او د یوه  خدای عبادت کوونکې  ورته درناوی لري . د ابراهیمي دینونو پیروان په تیره بیا مسلمانان ټول په دې  یو نظر دي،چې بیت المقدس سپيڅلی دی ،د هر یو الهي دین آثار  په بیت المقدس کښې پاتې دي .

د بیت المقدس ښار یو تاریخي او مذهبی مهم آثر  د الاقصی جومات دی .

هغه جومات چې د خپل تاریخ په ټیټو او هسکو کښې یې ډیر ټپونه لیدلي  او اوس په ډیرو بدو شرایطو کښې دی .

دغه جومات چې د سترو الهي پیغمبرانو عبادت ځاي او قبرونه یې هلته دي ،په تیره بیا په دغه ټاټوبې کښې د صهیونستانو له شتون راهیسې،له ډیرو ورانیو سره مخ دی چې ورځ تر بلې زیاتیږي .

 له ۱۹۶۷ م  کال راهیسې تراوسه،چې بیت المقدس د صهیونستانو په نیواک کښې دی ،دغه رژیم د الاقصی جومات  د ورانولو او سپکاوې لپاره له هیڅ اقدامه ډډه نه ده کړي ،افراطي صهیونستان ادعا کوي،چې الاقصی جومات د سلیمان د معبد په  کنډوالو جوړ شوی  او په دې ادعا سره غواړي چې الاقصی جومات وران او په ځاي یې د سلیمان معبد جوړ کړي.

د ا په داسي حال کښې دي ،چې هیڅ یوې کره سرچینې تر اوسه  دغه ادعا نه ده تائيد کړي ،حتی لرغون پيژاندې هم په خپلو متخصصانه کیندنو سره نه دي توانیدلي چې د سلیمان د معبد یا عبادت ځاي کومه نښه ومومي ،او ډیر  احتمال دادی چې د سلیمان معبد د بیت المقدس په کوم بل ځاي کښې وي .

الاقصی جومات ته نه جبرانیدونکې تاوانونه او ګوزارونه په داسي حال کښې دي،چې دغه جومات د مسلمانانو تر مینځ ډیر فضیلت او مقام لري   او د فلسطین د ایډیال مرکز دی  او د فلسطین دملت د اسلامي هویت یوه پایداره نښه ده .

د بیت المقدس په سپيڅلي  ټاټوبې کښې د الاقصی جومات ،لومړنی قبله ده ،چې  مسلمانانو یې په لور لمونځ وکړ او د پروردګار په نزد یې د بنده ګۍ جلوي نندارې ته وړاندې کړي .

له دې کبله الاقصی جومات د مسلمانانو لومړنۍ قبله شوه  او ځان ته یې د مسلمانانو زیات پام واړاوه .

الاقصی جومات ته د نړۍ دمسلمانانو د اهتمام یو دلیل  د ندبه دیوال له څنګه  د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد(ص) د عروج مسئله ده .

دغه دیوال د الاقصی جومات په جنوبي برخه کښې دی  او یو سپیڅلی ځاي دی ،چې نبی کریم (ص) له دې ځایه معراج    ته وخاته ،هغوئ  په خپل عروج کښې د عالم ملکوت له ډیرومسئلو خبر شول  او په ځلونو یې له هغو ځینې مسلمانانو ته بیان کړي ،دغه پیښه د اسلام په تاریخ کښې یوه مهمه پیښه بلل کیږي .

د قرآنکریم د اسراء سورت په لومړنې آیت کښې د الاقصی جومات ته اشاره شوي او راغلي دي :

سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَى بِعَبْدِهِ لَيْلًا مِّنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الأَقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ لِنُرِيَهُ مِنْ آيَاتِنَا إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ البَصِيرُ

ژباړه:

پاک او منزه دی هغه خدای چې خپل بنده(حضرت محمد) یې  په شپه  له مسجدالحرام څخه مسجدالاقصی ته  بوتلو . هغه جومات  چې شاوخوا یې ورته مبارکه وګرځوله ،څو ورته خپلې نښې وښیو  او خدای اوریدونکی او لیدونکی دی .

نبی کریم (ص) هم  د خپلې وینا په یوه  برخه کښې د الاقصی جومات لوړ مقام ته اشاره کوي او  له مسجد الحرام،مسجدالنبی وروسته مسجد الاقصی  یې غوره جوماتونه معرفي کړي دي .

نبی  کریم (ص) په یوه حدیث شریف کښې فرمايي :

که یو کس پخپل کور کښې لمونځ وکړي ،نو د هماغه لمونځ ثواب به ورکړل شي ،که په جومات کښې  لمونځ وکړي نو د ۲۵ لمونځونو ثوابونه،که په جامع جومات کښې لمونځ وکړي نو خدای به د ۵۰۰ لمونځونو ثواب ورکړي او خو که یو کس په  الاقصی جومات کښې لمونځ وکړي نو د ۵۰ زرو لمونځونو ثواب به ورکړل شي .

مسلمانانو په ۱۵ هجري قمري پیړۍ یاپه ۶۳۸ م کال کښې  بیت المقدس فتح  کړ ،دوهم خلیفه عمر بن خطاب  دغه ټاټوبې ته په سوله ایز ورتګ سره د دغه سیمې  اوسیدونکو ته لیک ولیکه  او د دغه ښار د خلکو د آمنیت ضمانت یې وکړ .

وروسته له دې چې،د مسلمانانو خلیفه د قدس ښار کلیګانې د روم له ستر پادري ترلاسه کړي ،نو حکم یې وکړ چې د حریم شریف په جنوبي برخه کښې یو جومات جوړ کړي .

له ۷۰۹ څخه تر ۷۱۵ میلادي کلونو پورې،د ولید بن عبدالملک  په حکم د جومات اصلي برخه جوړه کړاي شوه  او ورپسې پیړیو کښې د اسلامي واکوالانو او سلاطینو لخوا پراخ کړاي شو .

په دغو اقداماتو کښې د  دغه جومات تر شاوخوا نورې ودانۍ هم جوړي  کړاي شوي  او په معمارۍ او ښکلا کښې یې اساسي بدلونونه راوستل شول .
د ښکلي کتیبو او غوره خطونو لیکلو او د نړۍ له غوره تیږو د ستنو لګولو د الاقصی جومات د نړۍ یو ښکلی او ښایسته جومات وګرځاوه ،ډیره مشهوره خبره ده ،چې د مصر د هیواد اوو کلن لګښت د الاقصی جومات او د قبه الصخره په ودانۍ شوی دی .،

په دغه جومات د تاریخ په اږدو کښې زیاتي حملي شوي او ځینې برخې یې وراني شوي دي ،زلزلې هم په ۷۴۶ م کال کښې  د دغه جومات ودانۍ ته زیات تاوان ورساوه ،چې د هغه وخت د خلیفه منصور په حکم بیا ورغول شو ،وروسته بیا زلزلې خراب کړ،چې بیا هم ورغول شو .

په ۱۰۹۹ م کال کښې د بیت المقدس ښار په صلیبي جنګونوکښې  د مسیحیانو لاس ته ورغی ،هغوئ حرم ته ننوتل  او د روم سردار د جومات لویدیځه برخه په اختصاصي ماڼۍ بدله کړه .

په ۱۱۱۸ م کال کښې مسیحیانو دغه جومات د خپلو ساتونکو مرکز وګرځاوه   او د سلیمان دماڼۍ نوم یې ورته ورکړ .

په دې سربیره یې د جومات یوه برخه خپل زیرمتون وګرځاوه  او د الاقصی جومات تر شاوخوا یې د وسلو د زیرمه کولو لپاره ودانۍ هم جوړي کړي .

صلیبي مسیحیانو د بیت  المقدس د نیولو،حرم شریف ته د ننوتلو  او په الاقصی جومات د تیري  په مهال ،د نړۍ د توحیدی دینونو د پیروانو دغه تاریخي ځاي تړه  ډیر تاوانونه ورسول،عام وژلي او چورتالان یې وکړ ،چې په تاریخ کښې هم ثبت دي .

دا ځل هم ایوبیانو له صلیبي پلیتو د الاقصی جومات له  آزادولو او پاکو وروسته،چې  دغه جومات ته یې تاوان رسولی او ظاهر یې ورته بدل کړی ؤ،جومات هماغه راز جوړ کړ، لکه څنګه چې د صلیبي یرغلګرو له حملې مخکې ؤ  او یو شمیر نور ځایونه یې هم پکې جوړ کړل .

دغه اقدامات  په معمارۍ کښې یو ستر بدلون بلل کیږي .

د الاقصی جومات چې د ځلانده مرمرو  په ستنو جوړ شوی ،له لسو زیاتې دروازې  لري ،په جنوبي برخه او د جومات په مینځ کښې یوه ستره  او لوړه ګنبده جوړه کړاي شوي ده  او تر لاندې یې یو ښکلی محراب دی.

دغه  ستر او پرتمین محراب هم  یوه ډیره ښکلي کتیبه لري ،چې د دې ښودنه کوي صلاح الدین ایوبي په ۵۸۳ هجري قمري کال کښې  جوړه کړي ده .

په هغو ټولوکسانوکښې چې  د الاقصی جومات د بیارغولواو ښکلي کولو لپاره یې مټې رانغاړلي او زیارونه یې ویستلي دي،د صلاح الدین ایوبي نوم  او آثار ډیر دي .

صلاح الدین ایوبي په الاقصی جومات کښې په اصلاحاتو سربیره ،له لرګیو یو ډیر ښکلی منبر جوړ شکړ ،چې پکې د فیل غاښونه  او صدفونه کارول شوي دي ،چې هر لیدونکی حیرانوي .د محراب له پاسه د کړکیو شیشې هم  ۱۶ پیړۍ مخینه  لري ،چې په خواشینۍ سره باید ووایو،چې دغه منبر په ۱۹۶۹ میلادي کال کښې وسوځیده .

د ګنبد په سر ،د ستنو شاوخوا او محراب شاوخوا ، په  ډیرو ښکلو په عربي او کوفي  خطونو او لیکبڼو سره د قرآنکریم آیاتونه لیکل شوي ،چې حتی سپین زر هم پکې کارول شوي دي .

د ستري ګنبزي  تر څنګ دري په  دوه متره کښې یوه جګه تیږه ده،چې په څلورو ستنو ايښودل شوي ده ،چې اذان کوونکی،د قرآن قاري، او تکبیر ویونکی ،په یوې ځانګړې زینې سره هلته  خیژي  او په  تیره بیا د جمعي ورځي لپاره  جمعي امام  له دغه تیږي د منبر په توګه کار اخلي ، د الاقصی جومات تلی  له تیږو  او کاشیو جوړ شوی  او ایراني فرشونه پکې پراته دي .

د صهیونستانو لخوا د بیت المقدس په نیول کیدو او د دغه سپيڅلي ښار په باب د هغوئ په ادعا سره،دمسلمانانو د دیني او مذهبي آثاروله مینځه وړل د هغوئ لومړیتوب وګرځیده .

د بیت المقدس د دیني او اسلامي هویت له مینځه وړل  او د درستو هغو آثارو ختمول ،چې د فلسطین او د هغه سپيڅلتیا نښه وه ،په حقیقت کښې د صهیونست رژیم د سرغنو یوه پخوانۍ هیله وه .

دغه ورانۍ ورځ تربلې زیاتیږي  او د دغه رژیم د ویجاړیو چورلیز،د الاقصی جومات دی ،په راتلونکې پروګرام کښې به د الاقصی جومات د ورانولو لپاره د افراطی یهودانو او اسرائیلو د جعلي رژيم د ناوړه راتلونکو چلندونو په باب درسره وغږیږ،تر هغې مو الله مل شه .

Add new comment