په کوټه کې بمي برید شلو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

نن مازيګر په ځايي وخت  پنځه بجې د پاکستان د کویټې ښار پر کراڼي سړک زوروره بمي چاودنه وشوه چې له امله یې ۳ کسان وژل وشي او ۱۷ نور  ټپيان شوي دي.
تر اوسه پورې ددې برید مسوولیت کومې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی.
دغه بريد له هغه وروسته رامنځ ته كېږي چې شاوخوا يوه مياشت وړاندې د كوټي په باچاخان څلور لاري او علمدار سړك پرله پسې درې چاودنې وشوې او تر دريو سوو پوري كسانو ته يې مرګ ژوبله واوړه چې له هغه وروسته د وژل سويو كسانو د كورنيو غړيو د وژل سويو كسانو مړي د احتجاج په توګه په سړك باندې كېښودل او احتجاج يې پيل كړ.
دوى غوښتنه كوله چې په بلوچستان ايالت كې د اعلى وزير اسلم رييساني حكومت ختم او پر ځآى يې دي د ګورنر قانون پلي كړى سي، خو مركزي حكومت د دوى خبره ومنله، هغه حكومت يې ختم كړ او كورنر راج قانون يې پلې كړي، خو دا ده چې يو ځل بيا په كورنر راج قانون كې هم بمي بريد ترسره سو.

Add new comment