د تهران د جمعې لمانځه خطیب له اسلامی جمهوری نظامه دملت دبې زړه کولو لپاره د استکبار دباونه په ماتې محکوم وبلل .

ایت ا... سید احمد خاتمی  نن د تهران د لمونځ کونکیو په ټول کې د دې خبرې په کولو سره چې له اسلامی جمهوری نظامه د ایرانی ملت د بې زړه کولو او د انقلابی ایډیالونو په لاره کې د ایرانیانو د حرکت د درولو لپاره د امریکا او د هغې د ملاتړو چلولونه ماته خوړلی دی ، وویل  د ایران ملت به د ایټمی برخې په شمول  د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو لپاره  د درستو ګواښونو او دباونو په وړاندې مقاومت وکړ ی .

د تهران د جمعې لمانځه خطیب په دې په ټینګار سره چې له  سوله ایزو ایټمی فعالیتونو د ایرانی ملت په حق د سترګو پټولو په هدف  به د لویدیځ ایټمی خبرې اترې کومه نتیجه ورنکړی  زیاته کړه  ایټمی خبرې اترې د ایران په ملت د زیات دباو لپاره د امریکا یوه پلمه ده .

ایت ا... خاتمی  وویل لویدیځ دې پوهه شی چې ایرانې ملت به نه یوازې له خپلو حقوقو تیر نشی بلکې د دباونو له امله  په مشکلاتو به په غلبې سره دشمنانانو ته پریکنده او ناهیله منونکې ځواب ورکړی .

د تهران د جمعې لمانځه خطیب همداراز د سلواغې په ۲۲ د ایران د اسلامی انقلاب دبر یالیتوب د ۳۴ کلیزې په لاریون کې د ایرانی ملت پراخ ګډون  غیر قابل تصور وباله او ویې ویل حتی د امریکا ځینو مقاماتو هم له درستو دسیسو او دباونو سره سره د دغه لاریون په پرتمنتیا او ولولناک والی اعتراف وکړ .

ایت ا... خاتمی د سلواغې د ۲۲ نیتې په عظیم لاریون کې د خلکو ولولناک ګډون له ولایت فقیهه ، د اسلامی انقلاب له ایډیالونو او شهیدانو سره د بیا تړون ښودونکې وباله او ټینګار یې وکړ  ایرانې ملت په اسلامی جمهوریت کې د ولایت فقیه په چورلیزتوب هماغه راز ټینګار لر ی او ټولو مسلو ته د رهبرۍ د ستر مقام له نظره ګوری .

د تهران د جمعې لمانځه خطیب د دې خبرې په کولو سره چې د ایران ملت په بیلا بیلو ډګرونو کې شتون خپله دنده بولی زیاته کړه د ایران ملت به څلور میاشتې وروسته د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې په پراخ ګډون سره یو ځل بیا د نړیوالو په مخ کې د ایران د اسلامی جمهوریت له نظام سره خپله وفاداری ثابته کړی .

ایت ا... خاتمی په بحرین کې د اوسنیو بدلونونو په اړه د اسلامی ایران د دریځونو په هکله هم وویل د بحرین ملت باید پخپله خپل برخلیک وټاکی  او دا د هغو حق دې چې د هیواد د راتلونکی په اړه فیصله وکړ ی .

Add new comment