د لبنان د پارلیمان یوه استازی د ترهه ګرو په لاس د لبنان د بیا رغاونې د ایرانی کمیټۍ د مشر ترور وغنده

د لبنان د پارلیمان عیسایی استازی مروان فارس نن په بیروت کې د ایرنا له خبریال سره په خبرو کې په لبنان کې د ایران د بیا رغاونې د کمیټۍ د مشر حسن شاطری په شهیدولو کې د صیهونیسټ رژیم د ګوډاګیانو ترهه ګرو جنایت په کلکه وغنده  او ویې ویل د حسن شاطری قاتلان له اسلام ، تمدن او کلتور سره هیڅ ارتباط نلر ی .

ده همداراز دې ته په اشارې سره چې شهید شاطری بیروت ته د سوریې د کنډوالو چې ترهه ګرو رامینځته کړی وې ،  د بیا رغاولو له ماموریته د ستنیدا په لاره کې شهید کړې شو ، ټینګار وکړ د دغو ترهه ګرو جنایتونو هدف  د قتل ، وژلې او وران کارو عملیاتو دودول دی .

د لبنان د پارلیمان دغه استازی په ۲۰۰۶ میلادی کال کې د لبنان پر ضد صیهونیسټ رژیم له  ۳۳ ورځنۍ جنګ د پاتې خرابیانو د ابادولو او عمرانی پروژو په جوړولو کې د ایران د  پرله پسې هلو ځلو په  ستاینې سره وویل په لبنان او سوریه کې د صهونیسټ رژیم پر ضد د مقاومت بریالیتوبونه د ایران د اسلامی جمهوریت د ملاتړ ًپه برکت وو .

د لبنان د جنوب د بیا رغاونې د ایرانی کمیتۍ مشر حسن شاطری د نهې په ورځ  له دمشق څخه بیروت ته د ستنیدا په لاره کې په صیهونیسټ رژیم پورې اړونده ترهه ګرو په لاس شهید کړې شو .

Add new comment