د هندوستان خارجه وزیر د اسلامی ایران پر ضد د امریکا بایکاټونه غیر قانونی وبلل

زمونږ خبریال د هندوستان د خبری اژانسونو له قوله  راپور راکوی سلمان خورشید تینګار وکړ د اسلامی ایران پر ضد امریکا غیر قانونی او یو اړخیزه بایکاټونو کومه نتیجه نده ورکړی او له ماتې سرعه مخامخ شوی دی .

د هندوستان دغه لوړ رتبه مقام وویل نوې ډیلې د هیچا زور ته نه تسلیمیږی  او له هیڅ هیواد سره به د اسلامی ایران پر ضد ملګرتیا ونکړی . سلمان خورشید وویل د تهران او نوی ډیلی اړیکی ډیرې دوستانه او په لوړه سویه ده  او په تیرو ۱۵ کلونو کې د دواړو هیوادونو اړیکی ډیرې پیاوړی شوی دی .

د اسلامی ایران مقاماتو په ځلونو ټینګار کړې د ایران غلیمان هڅه کوی چې په دباو سره د ایرانی ملت د پرمختګ مخینوې وکړی  او نن نه یوازې هیڅ قدرت په ایران معمولی شانته څیز نشی تپلې بلکې  دغه ملت به له خپلو اساسی حقوقو شاتګ ونکړی .

Add new comment