ناټو په هوايي بريد کې لس تنه ښځې او ماشومان وژل شوي او پنځه ټپیان دي

د  کونړ والي فضل الله واحدي خبر ورکوي، چې په کونړ کې د  ناټو د هوايي بريد له امله لس تنه ملکي وګړي وژل شوي.

د کونړ والي زیاتوي  په  بريد کې پنځه ماشومان، څلور ښځې او يو سړی وژل شوي دي او پنځه نور ماشومان ټپيان دي.

سید فضل الله واحدي زیاته کړه په دې هوايي بمبارۍ کې چې په یوه کلي د بهرنیو ځواکونو له خوا تر سره شوه څلور طالبان وژل هم شوي دي .

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد تهران رادیو ته وویل بیګا د کونړ ولایت د شیګل ولسوالۍ په چوګان سیمه کې امریکايي ځواکونو په یوه کلي چاپه واچوله چې د طآلبانو له خوا وسره سخت مقامت وشو .

د مجاهد په وینا په دې جګړه کې پنځه ګډ عسکر او دری طالبان ووژل شول .

خو بهرنیو ځواکونو په کلي سخته بمباري وکړه چې په ترځ کې ېې ۱۰ بې ګناه ملکي وګړي چې ۱ نارینه څلور ښځې او پنځه ماشومان دي ووژل شول او پنځه نور ماشومان ټپیان شول .

Add new comment