په قاهرې کې د اسلامی ملګرتیا د تنظیم د سرمشریزې پای

د اسلامي ملګرتیا د تنظیم دوه ورځنۍ سرمشریزه پرون د یوې بیاینې په خپرولو سره په  قاهرې کې پای ته ورسیده. د دغه سرمشریزې  یو سل اویا  بندیزه  بیانیه  د فلسطین   په موضوع او د سوریې په بحران متمرکزه وه . د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا او  یووالي ساتل  او  په دغه هیواد کې د  نښتو او  تاوتریخجنو اقداماتو غندنه  هغه بندونه وو چې  د قاهرې په پاییزې بیانیې کې ځای شوې وو او د   اسلامی ملګرتیا د تنظیم ټولو غړو تصویبت کړل .  په عین حال کې  په دغه بیانیې کې د سوریې د بحران د حل لپاره له ایران مصر  عربستان او ترکیې  د جوړې  څلور اړخیزې کمیټې له طرحې  هرکلی شوی دی . په سوریې کې د ښکیلو لورو تر مینځ  د ملی خبرو اترو ترسره کیدا  د قاهرې د غونډې د بیانیې یوه بله  ماده وه .

خو په سوریې  پورې له اړوندو موضوعاتو سربیره  له افراط ګرۍ او فتنه پالنې سره مقابله ، د فلسطینیانو له حقوقو ملاتړ او  په میانمار کې د مسلمانانو د حالت په وړاندې  نه چوپتیا  د قاهرې د غونډې د بیانیې نور چورلیزونه وو.

 په دغه غونډه کې د بیاینې پر صادریدو سربیره د مصر ولسمشر محمد مرسي  هم وینا وکړه. مرسي  د قاهرې د غونډې په پاییزه برخه کې  په یوې وینا کې وویل : د اسلامي هیوادونو طاقت د هغوی په یو والی کې دی   مونږ له یو بل سره خبرې وکړې او  د پیغام خاوندان یوو بې له دې چې د یو بل په چارو کې لاسوهنه وکړو.

د اسلامي هیوادونو تر منیځ د وحدت ضرورت په داسې حال کې د مصر دولسمشر له خوا مطرح شو چې د اسلامي ملګرتیا د تنظیم د دولسمې سرمشریزې شعار هم « اسلامي نړۍ ،نوې چیلنجونه او  مخې ته پراته فرصتونه» و.

د اسلامي ملګرتیا تنظیم  یو سازمان دی چې  د نړۍ تر یو  نیم میلیارد د زیاتو مسلمانانو استازیتوب کوي  او له ملګرو ملتو وروسته  د  نړۍ دوهم لوی تنظیم ګڼل  کیږي.

د دغه تنظیم دولسمه سرمشریزه  هم  یو داسې محفل و چې  یو ځل بیا پکې د اسلامي نړۍ مشران   د اسلامي نړۍ د مسایلو او مشکلاتو په هکله له یو بل سره وغږیږي.

په قاهرې کې د اسلامي ملګرتیا د موسسې د غونډې په بهیر کې  نه یوازې  د نړۍ د اوه پنځوسو هیوادونو د مشرانو ګډې غونډې ترسره  شوې بلکه  د دغه  غونډې د اسلي  ناستو تر څنګ  لا  ځانګړۍ غونډې هم جوړې شوې  .  په قاهرې کې د مصر ، ایران او ترکیې د  ولسمشرانو غونډه  په سیمه کې  د دغه دریو لویو هیوادونو د نویو ملګرتیاوو زیری ورکوي.

د ډیرو کارپوهانو له نظره  د اسلامي ملګرتیا سرمشریزه د لاډيرې ملګرتیا  او د سیمې په چوکاټ کې د موجودو بحرانونو اوستونزو د هواري لپاره د سیمې دهیوادونو تر مینځ د رغنده تعامل د جوړیدو لپاره  یو ښه فرصت و.

 په دې کې شک نیشته چې د قاهرې غونډه  د سیمې د هیوادونو لپاره  یو غنیمت فرصت و چې  په سیمه ایزو اړیکو کې نوې بنیادونه کیږدي.  د اختلافاتو هواری ، د زړه بدیو ختمول او پّ ټولو سویو کې د  ایړکو د پراختیا لپاره زمینه برابرول  هغه تمه ده چې د مسلمانان یې د قاهرې په شان له  غونډو لري.

 هغه ښې فضا ته په پام سره چې  په قاهرې کې د اسلامی هیوادونو د مشرانو د دوه ورځنۍ غونډې په وخت برابره شوه دا هیله پیدا کړې ده چې  له دې وروسته د  سیمې د هیوادونو تر مینځ  په اړیکو کې نوی څپرکی پرانستل شي  او له ګډو ګواښونو سره د مقابلې لپاره د سیمې د دولتونو تر منیځ غږملتیا نوره هم زیاته شي.

Add new comment