په افغانستان کې یو امریکايي افسر مسلمان شو

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ له مخې، په افغانستان کې د امریکا د پوځ یو افسر، جیمز ګرانټ د کونړ ولایت په ټاپور سیمه کې د افغانستان د خلکو او پوځیانو په ټول کې د یوه دیني عالم په شتون کې  د شهادت کلیمه وویله او مسلمان شو. جیمز ګرانټ د اسلام د مبارک دین له منلو وروسته خپل نوم، محمد عاصف، غوره کړی دی. ددې رپوټ له مخې، ګرانټ دامریکا د تنسي ایالت استوګن دی او د اسلام او مسلمانانو په اړه یې له ډېرو مطالعو او څېړنو وروسته ، د اسلام مبین دین غوره کړی دی.

Add new comment