د نجف د جمعې لمانځه خطیب د فلسطین په اړه د ځینو هېوادونو پر دریځ نیوکه وکړه

د عراق په سویل، نجف د جمعې لمانځه خطیب، د فلسطین په اړه د ځينو اسلامي هېوادونو پر دریځ سخته نیوکه وکړه.

د العالم ټلویزیوني چینل در پوټ له مخې، د نجف د جمعې لمانځه خطیب، صدر الدین القبانجي د فلسطین د مسئلې په اړه د اسلامي ملګرتیا سازمان د ځینو غړیو هېوادونو وروستی دریځ وغانده.

القبانجي ویلي چې په مصر د اسلامي ملګرتیا سازمان په سرمشریزه غونډه کې، د فلسطین د آزادۍ او د اسراییلو له جنایتونو سره د چلند لپاره عملي اقدامات نه دي شوي.

Add new comment