دایران ملت دخپلوانقلابی موخوپه عملی کولوسره دنړۍمستضعفینوته هیله ډالۍ کړه

دایران داسلامی جمهوریت دولسمشر  دفتر نن په یوې اعلامیې کې چې داسلامی انقلاب دبری دڅلوردیرشمې کلیزې په مناسبت خپره شوي  اعلان وکړ دایران ملت له بیلابیلو دسیسو سره سره له استکبار سره دمبارزې په روحیې سره خپلې انقلابی موخې  عملی کړي دي  او دنړۍ مسلمانانو اومتسضعفانو ته  ئې بیا هیله ډالۍ کړې ده
په دغې اعلامیې کې  دآیام ا...  یا سباؤن لسیزې   په مناسبت داسلامی ایران ملت ته دمبارکۍ په ویلو سره راغلی دي  بې شکه دسباؤن لسیزې آیام ا...  هغه الهام بخښونکي او تل پاتې حماسه ده چې دایران د ملت دحیات په تاریخ کې ئې یوه زرینه پاڼه پرانیستې ده  او دنړیوالو په غوږونو کې ئې دخداي غواړي ، معنویټ ، آزادۍ او خپلواکۍ چغوانګازې  کړي دي  او داسلامی انقلاب  دپسرلي په روح بخښونکي وږمې سره ئې  دټولو عدالت  او آزادي غواړو وفادارو  او پتمنو زړونه روښانه کړي او په فضا کې ئې په زړه پورې بوي خور کړی دی

Add new comment