د لکي مروت په پوځي مرکز طالبانو د حملې مرګ ژوبله زیاته شوه

د پولیسو له قوله  وویل څلویښتو وسله والو طالبانو د خیبر پښتونخوا په لکي مروت په نورنګ سرای کې پر یوه پوځي مرکز ناڅاپي حمله وکړد پوځ پر یوه مرکز درنه حمله کړې، چې په ترڅ کې يې دواړې خواوې یوبل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.

د امنيتي سرچینو د معلوماتو له مخې دا حمله، چې د شپې پرشاوخوا درېيو بجو پيل شوې وه؛ تر څو ساعته يې دوام وکړ.

پوځي مقاماتو پيښه تایید کړې، خو له جزیاتو يې ډډه کړې.

د پاکستان دولتي تلویزیون په دې حمله کې د دولسو برید کوونکو د وژل کیدا خبر ورکړی؛ او

پولیس وايي، پوځ سیمه کې کلابنده کړې او د دوی په ګډون هیچاته د نژدې ورتګ اجازه نه ورکوي.

په سیمه کې د پولیسو یوه عالي رتبه افسر د خپل نوم د نه ښوولو په شرط رسنیو ته وویل؛ چې په حمله کې يې د۴ پوځيانو د وژل کیدا او شپږو نورو د ټپي کیدو راپور ترلاسه کړی ،خو ځينې سرچینې بیا د وژل شویو پوځيانو اصل شمیر له اوو تر یوولسو ښيي.

وسله والو طالبانو د دې حملې مسوولیت منلی، خو د خپلو کسانو و د شمیر په باب د پولیسو ادعا يې رد کړې.

د دې ډلې ویاند احسان الله احسان له ناڅرګند ځایه په تلیفون رسنیو ته وویل؛ چې یواځې څلورو طالبانو په دې حمله کې ونډه لرله او  په قبایلې سیمو کښې یې د خپلوه دوه طالب مشرانو د وژلو د بدلې د اخیستلو لپاره یې دغه عملیات کړي دي .

Add new comment